Regulation 723-2 - Pashto

کتاب                                                                پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                700 - زده کوونکي
عنوان                                                             مقرره - د زیږدنی د نیټی تصدیقول
کوډ                                                                 2-723
حالت                                                              فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                      24 اکتوبر, 2018

زده کوونکې

مقرره 2-723

د زیږدنی د نیټی تصدیقول
 

 د نوي زده کوونکي د راجسټریشن/نوم لیکنی لپاره د زیږدنی سند شرط یا ضروری دۍ. ځایی قانون پلي کوونکي ادارې ته خبرتیا ورکول اړین دي کله چې د زده کوونکي د زیږیدنی د ریکارډ تصدیق شوی کاپي وړاندې نشي (د ورجینییا کوډ § 3.1-22.1).


  1. هر زده کوونکی چې په لومړي ځل د ویرجینیا دولت مشترک هر عامه ښوونځی کې په هر ښوونځي ډیویژن کې داخلیږي باید د زیږیدنی د سند تصدیق شوی کاپي وړاندې کړي. د زیږیدنی د سند فوټو کاپی دا شرط نه پوره کوي. هغه قانوني نوم چې د زیږیدنی په سند کې لیست شوی وي، هغه به د زده کوونکي رسمي نوم ګڼل کیږي. په نومونو کې بدلون باید د محکمې په سند کې مستند شي. د بهرنی هیواد د زیږیدنی په سند کې د نوم یا د نورو معلوماتو بدلونونه باید د متحده ایالاتو د حکومت لخوا صادر شوي سند سره یا د اصلي هیواد د پیژندنې رسمي سند لخوا ملاتړ شي. د ښوونځی مدیر یا د هغه/هغي استازی باید د زده کوونکي د زیږیدنی ریکارډ څخه د آیالت د زیږیدنی نمبر د زده کوونکي په دایمي ښوونځي ریکارډ کې ثبت کړي او د زده کوونکي په تعلیمي ریکارډ کې به یی یوه کاپي ساتي.

    که چیرته د زیږیدنی سند تصدیق شوی کاپي ترلاسه کیدی نشي، هغه څوک چې د زده کوونکي نوم لیکنه تر سره کوي باید یوه تخلیف پاڼه وسپاری چی د زده کوونکي عمر په ګوته کوي او د زیږیدنی ریکارډ تصدیق شوي کاپي وړاندې کولو لپاره د نه توانیدلو توضیحات وړاندې کړي (ضمیمه). د تخلیف پاڼی په ملاتړ باید اسناد وړاندې شي. که چیرته د ښوونځي ډیویژن د زیږیدنی د سند د نشتوالي له امله د زده کوونکی عمر نشي دقیق کولئ، نو زده کوونکی ته باید پرته له هغی هم په عامه ښوونځیو کې د شاملیدو اجازه ورکړل شي، که چیرته سپرانټینډنټ یا د هغه/هغی استازی دا مشخص کړي چې هغه کس چی تخلیف پاڼه سپاری، کافی اندازه معلومات وړاندی کوي چی د مناسب وړ یقینوالی سره د دغه ډول زده کوونکي عمر اندازه ولګول شي.

    خو بیا هم، که دغه زده کوونکی چی د نوم لیکنې په لټه کې دۍ، یو بې کوره ماشوم یا یو داسی تنکی ځوان دۍ لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ § 3-22.1, کې تعریف شوی دي، ښوونځی باید سمدستي دا ډول زده کوونکی شامل کړي، حتی که دغه ډول زده کوونکی د نوم لیکنې لپاره اړین ریکارډ هم وړاندی نه کړي، او باید سمدلاسه د اړوند اکاډمیکی او نور ریکارډ تر لاسه کولو لپاره د هغه ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړي چی زده کوونکی پکی په وروستی ځل ګډون کړئ وو، او باید د فډرال لخوا د مک کیني-وینټو د بې کوره زده کړې مرستې د 2001 قانون د احکامو سره په مطابقت عمل وکړي، لکه څنګه چې په (42U.S.C. § 11431, et seq)، کی تعدیل شوی دي، په شمول د دی چی د زده کوونکي والدین یا تنکی ځوان باید سمدستي د ځایی ښوونځي ډیویژن رابط افسر ته مراجع کړي څوک چی به ورسره د نوم لیکنې لپاره د اړین ریکارډ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

    د یو رضاعي ماشوم د عمر ثبوت وړاندې کولو څخه وړاندی تر 30 تقویمی ورځو پورې شاملیدی شي که چیرته هغه کس چی زده کوونکي شاملوي، په لیکلی ډول داسی بیان وړاندی کړي، د شاملوونکی بالغ کس د غوره پوهی سره دا په ډاګه کړي، (i) د زده کوونکي عمر ، (ii) د 5-715 مقرری، "د نوم لیکنې دمخه د ماشوم د انضباطي او جرمي تاریخ افشا کول،" شرایطو سره مطابقت لرل او (iii) دا چې زده کوونکی په ښه روغتیایی حالت کی دی او د ساري ناروغیو څخه پاک دی.

    هر هغه کس چی یو زده کوونکی شاملوي، د زیږیدنی تصدیق شوي سند وړاندی کولو کی پاتی راتللو په ترس کی، د هغه ښوونځي مدیر یا د هغه/هغې استازی چې په کوم کی زده کوونکي شامل شوي دۍ، باید د زیږیدنی د تصدیق شوی سند تخلیف پاڼی په وړاندی کولو سره سمدستي د منځني او عالي ښوونځیو په کچه د ښوونځي سرچینې افسر (SRO) ته خبر ورکړي. د ابتدايه ښوونځیو په کچه، د زیږیدنی د سند تخلیف پاڼه به د پرنس ویلیم کاونټي پولیسو څانګې ته د لیږلو لپاره د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو دفتر ته واستول شي. ځایی قانون پلي کوونکو ته په نوټس یا خبرتیا کې باید د زده کوونکي د هویت او عمر اړوند د ثبوت کاپی شامل وي او د تخلیف پاڼی کاپی شامل وي کوم چی د زیږیدنی ریکارډ تصدیق شوي کاپي وړاندی کولو په موخه د ناتوانۍ توضیحات وړاندی کوي.
     
  2. د بل ښوونځي ډیویژن څخه د لیږدول شوي زده کوونکي شاملولو وروسته په 14 ورځو دننه، د هغه ښوونځي مدیر یا د هغه/هغې استازی پکوم کی چې زده کوونکي شامل شوي دي، باید د هغه ښوونځي مدیر یا د هغه/هغې استازی ته، په کوم کی چې زده کوونکی له دی وړاندی شامل وو، وړاندیز وکړي چی داسی اسناد ورته وسپاری چی دا په ډاګه کړي چی د زده کوونکي د زیږیدنی ریکارډ تصدیق شوي کاپي وړاندی شوي وه کله چی زده کوونکي په بنسټیزه توګه شامل شوئ وو.
     
  3. د ښوونځی مدیران او د هغوی استازی به قانون پلي کونکي ادارې ته د یو زده کوونکی د زیږیدنی سند نه لرلو د هر ډول خبرتیا یا د دغه ډول خبر ورکولو کی پاتی راتللو په تړاو د هر ډول مدني یا جرمي مسؤلیت څخه خوندي وي.
     
    1. د تصدیق شوي زیږیدنی سند پرته د زیږیدنی د سند تخلیف پاڼی او د ملاتړي توکو کاپیانی چې د هغه والدینو/سرپرست لخوا سپارل کیږي چی یو زده کوونکی شاملوي، باید د منځني او عالي ښوونځي په کچه د SRO اړوند ښوونځي میل باکس کې واچول شي. د ابتدايه ښوونځیو په کچه، تخلیف پاڼه به د پرنس ویلیم کاونټي پولیسو څانګې ته د لیږلو لپاره د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو دفتر ته واستول شي. یوه کاپي باید د زده کوونکو په تعلیمي ریکارډ کې هم ځای په ځای شي.
       
    2. ښوونځی باید والدینو ته مشوره ورکړي چې د زیږیدنی قانوني سند باید د زیږیدنی د آیالت څخه ترلاسه کړي. د ویرجینیا د زیږیدنی د سند معلومات د ویرجینیا د روغتیا څانګې په ویب پاڼه www.vdh.state.va.us/vital_Records/index.htm کی یا 1.804.662.6200 شمیری ته په زنګ وهلو سره موندل کیدی شي: د بل آیالت څخه د زیږیدنی د سند ترلاسه کولو په اړه معلومات د متحده ایالاتو د پروسس خدماتو ویب پاڼه www.usprocessservice.org/vitalstatistics.htm کی یا 1.866.727.3772 شمیری ته په زنګ وهلو سره موندل کیدی شي:
       
    3. هغه والدین چې د اړتیا وړ فیس ورکولو توان نلري باید د ممکنه مرستې لپاره د ټولنیزو خدماتو څانګې سره اړیکه ونیسي. 

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.