Regulation 722-3 - Pashto

کتاب                                                          پالیسۍ او مقررات
برخه                                                           700 - زده کوونکي
عنوان                                                        مقرره - د غیر عامه ښوونځیو او په کور دننه د لارښوونې منظور شوي پروګرامونو څخه په اکاډمیکی توګه د زده کوونکو ځای پرځای کول یا شاملول
کوډ                                                            3-722
حالت                                                         فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                 12 سپټمبر، کال 2018



زده کوونکې

مقرره 3-722

د غیر عامه ښوونځیو او په کور دننه د لارښوونې منظور شوي پروګرامونو څخه

په اکاډمیکی توګه د زده کوونکو ځای پرځای کول یا شاملول
 

 

  1. هغه زده کوونکي چې د اعتبار وړ خصوصي ښوونځیو او غیر اعتبار وړ خصوصي ښوونځیو څخه شاملیږي.

    هر هغه زده کوونکی چې پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) ته ځان لیږدوي، باید د 1-711 مقرری "د زده کوونکي د راجستریشن شرایط او کړنلاری" سره په مطابقت د نوم لیکنې ټول شرایط پوره کړي.

    د اعتبار وړ خصوصي ښوونځي
     
    1. هر هغه ماشوم چې د ښوونځي کال د سپتمبر په 30 نیټه یا له هغی وړاندی یی عمر پنځه کلن دۍ، ورته به اجازه ورکړل کیږي چې په وړکتون کې شامل شي.
       
    2. هغه زده کوونکي چې د وړکتون پرته کوم بل ټولګي لپاره PWCS ته ځان لیږدوي، باید د رسمی تعلیمی ریکارډ ته لاسه کولو پوری، زده کوونکی په بنسټیزه توګه په هغه ټولګي کې ځای په ځای شي چې په موجوده ترانسکرپټ یا اطلانامه کی په ډاګه شوئ دی، یا کوم چی په شفاهي ډول د پخواني ښوونځي لخوا په ګوته کیږي.
       
    3. د زده کوونکي تعلیمي ریکارډ باید ښوونځي ته د زده کوونکي د داخلیدو په 30 ورځو کې دننه وړاندیز او وکتل شي. کله چی مناسب وګڼړل شي، د زده کوونکي اکاډمیکی کچه مشخص کولو لپاره کیدی شي ارزونه تر سره شي. د ارزونې د پایلو پر اساس، د زده کوونکي اصلي ځای پر ځای کونه برابرول کیدی شي اړین وي.
       
    4. عامه ښوونځي ممکن د فراغت لپاره د کریډیټ معیاري واحدونه کوم چې هغه زده کوونکو ته ورکول کیږي چې د نورو ښوونځیو څخه ځان لیږدوي، ومني، کله چې هغه کورسونه د کوم لپاره چې یو زده کوونکي کریډیټ ترلاسه کړي وي، په عمومي ډول د هغه کورسونو وضاحت سره سمون خوري یا د هغه کورسونو لپاره بدیل کیدی شي د کوم لپاره چې ترلاسه کوونکی ښوونځی معیاري کریډیټ ورکوي او هغه ښوونځي د کوم څخه چې زده کوونکي لیږدول کیږي، دا تائید کړي چې هغه کورسونه چې لپاره یی کریډیټ ورکول شوئ دي، د 8VAC20-131-110 شرائط پوره کوي.
       
    5. ثانوي ښوونځی باید د اوړي د ښوونځیو په ګډون د نورو معتبر ثانوي ښوونځیو څخه ترلاسه شوي کریډیټ ومني.
       

غیر معتبر خصوصي ښوونځي
 

  1. دا چې په یو غیر معتبر ښوونځي کې بشپړ شوي کورسونو لپاره یو زده کوونکی ته د عالي ښوونځي کریډیټ ورکړل شي، باید د نوم لیکنی په وخت کی د ترانسکرپت/اطلانامو په شمول د ښوونځي رسمي ریکارډ وړاندي شي. که چیرته د دغی لاسته راوړنې شواهد تر پوښتنې لاندې وي، د لیږونکي ښوونځي څخه ممکن د کورس توضیحات هم وغوښتل شي او د مناسب ښوونځي میشته اداری کارکوونکو لخوا وکتل شي. په دی کتنه کی ممکن د سائنس په ټولګیو کې د لابراتواری ساعتونو تایٔیدول، د ټولګیو لپاره د ساعتونو د شمیر تایٔیدول، د کریډیټ له نیمایي واحد څخه کم لپاره د کریډیټ ردول، د وړتیا مشخص کولو په موخه په کورس کی د ځای پرځای کولو آزموینې اړتیا، او هر هغه بله ارزونه چې اړین ګڼل کیږي، شامل وي.

    که چیرته د کورس تفصیلات غوښتل شوي وي مګر د لیږونکي ښوونځي څخه ترلاسه شوي نه وی، نو دا د والدینو / سرپرست مسؤلیت جوړیږي چې په دغه اکاډمیکی کال کې دننه اړین معلومات تر لاسه کړي. هر هغه زده کوونکی چې غواړي د PWCS ډیپلوم ترلاسه کړي څوک چې د غیر معتبر ښوونځي څخه لیږدیږي، باید د فراغت څخه سمدستی وړاندی د PWCS په عالي ښوونځی کې د بشپړې ورځې مهالویش لپاره لږترلږه د نهو اونیو (د نمری ورکولو یوې دورې) لپاره شامل وي.

    هغه کورسونه چې په غیر معتبر ښوونځي کې بشپړ شوي او PWCS ته لیږدول شوي اوسی، باید د ارزښت لرونکي کریډیټ لپاره په پام کې ونه نیول شي، لکه څرنګ چې د PWCS مقرره 1-661.01، "ارزونه او درجه بندي کول - د درجه بندي اوسط محاسبه کول" کې تعریف شوي دي.
     

ترانسکرپت/اطلانامه او ډیپلوم

 

  1. کله چې دا پریکړه وشي چې یو زده کوونکی به د فراغت په موخه د یو داسی کورس (کورسونو) لپاره کریډیټ ترلاسه کوي کله چې په خصوصی ښوونځی کی شامل وي، ګریډ یا نمری به په لاندې شکل ورکول کیږي:
     
    1. د هر هغه کورس لپاره تر لاسه شوي کریډیټ چې د غیر معتبر خصوصي ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به د خصوصي ښوونځی نوم او د کامیاب (P) یا ناکام (F) درجه لیکل کیږي. دا کورسونه باید د زده کوونکي د درجی په اوسط (GPA) یا د ټولګي په درجه کی په پام کې ونه نیول شي.
       
    2. هر هغه کورس چې د معتبر خصوصي ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به د خصوصي ښوونځي نوم او د A څخه تر F درجې پوری تر لاسه شوي درجه لیکل کیږي.
       
  2. هیڅ زده کوونکی به په مراسمو کی د خدای په امانی وینا کولو (ویلیډیکټورین / سالوټورین) ویاړونو لپاره یا د ویاړ فارغ په توګه نومول کیدو لپاره وړ نه وي چې د عالي ښوونځی څخه له فراغت ورورسته، د څلورو کلونو څخه لږ تر لږه د دریو کلونو لپاره یی په رسمي ښوونځي کې ګډون نه وي کړئ.
     
  3. د PWCS مقرره 1B-662، "ډیپلومونه او فراغت"، هر هغه زده کوونکی چې د PWCS څخه ډیپلوم تر لاسه کول غواړي، اړ کوي چی د فراغت تر لاسه کولو څخه سمدستی وړاندی باید زده کوونکی په PWCS کی په رسمي توګه لږ تر لږه د نهو اونیو (د نمری ورکولو یوی دورې) لپاره شامل وي. یوازې په معتبر یا غیر معتبر خصوصي ښوونځي کی د ګډون کولو په وخت کی د اخیستل شوي کورسونو لپاره د کریډیټ ورکول، په جزوي ډول شامل شوۍ یا نه شامل شوئ کس د دی وړ نه جوړوي چی د PWCS ډیپلوم ترلاسه کړي. زده کوونکي باید د فراغت ټول شرایط پوره کړي لکه څرنګ چې د ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره په 662-4B مقرره، "د فراغت شرایٔط" کې شرط ایښودل شوي دۍ.
     
  1. په کور دننه لارښوونه تر لاسه کوونکی زده کوونکی شاملول: د درسی نصاب معتبر او غیر معتبر سرچینې

    د یو داسی زده کوونکي شاملول چې په کور دننه لارښونه یی تر لاسه کړي اوسی، والدین/سرپرست باید د هغه ښوونځي اداری سره اړیکه ونیسي چیرته به چې ماشوم ګډون کوي. که چیرته والدین / سرپرست د زده کوونکو خدماتو دفتر ته په کور دننه د لارښوونې بندولو ارادی په اړه خبر ورکړي، د زده کوونکو د خدماتو دفتر لخوا باید مناسبی ښوونځي اداری ته خبر ورکړل شي او والدینو ته د نوم لیکنې تنظیم کولو لپاره د هغه ښوونځي سره د اړیکه نیولو مشوره ورکړل شي. د ښوونځي کارکوونکی باید د زده کوونکو خدماتو دفتر له لارې دا تصدیق کړي چې دغه زده کوونکی چې د کور لارښوونی څخه ښوونځي ته داخلیږي، د دغه وخت په بهیر کی چی لپاره یی د فراغت په موخه د کریډیټ غوښتنه کیږي، په کور دننه د لارښوونی لپاره منظور شوي وو او که څرنګ. هغه زده کوونکي چې د ویرجینیا څخه بهر په کور دننه د لارښوونې پر مهال اخیستل شوي کورسونو لپاره د کریډیټ تر لاسه کولو وړاندیز کوي، باید دا ثبوت وړاندی کړي چی په بل ایالت کې یی په کور دننه د لارښوونې په قانوني پروګرام کې ګډون کړي دۍ. هغه زده کوونکي چې په کور دننه د لارښوونی په معتبر پروګرام کې ګډون نه کوي، ممکن د PWCS د هغه ښوونځي څخه کریډیټ ترلاسه نکړي په کوم چی هغوي نوم لیکنه تر سره کوي.

    په کور دننه د لارښوونی معتبر درسی نصاب

    د وړکتون څخه تر 12 ټولګی پوری هر هغه زده کوونکی چې PWCS ته ځان لیږدوي، په کور دننه د لارښوونی لپاره د اعتبار وړ یا معتبر خصوصي ښوونځي، متقابل یا اړونده ښوونځي، یا د لیری څخه د زده کړې/آنلاین ښوونځي لخوا د لارښوونی سرچینو څخه ګټه پورته کوي، باید د ټولګی په مشخص کولو او د کریډیټ په تر لاسه کولو کی د مرستی په موخه اکاډمیکی ریکارډ وړاندې کړي. د وړکتون څخه تر اتم ټولګي پوری زده کوونکی چی د ویرجینیا د غیر عامه مجازی، اړونده پروګرامونو، یا د هغه ښوونځیو څخه ځان لیږدوي کوم چی د خصوصی زده کړو لپاره د ویرجینیا شورا (VCPE)، د اعتبار ورکونی د منل شویو غړو د جملی څخه د یو لخوا معتبر ګڼړل شوي دي، د هغوي د ټولو ټولګيو بشپړ شوي کار به پیژندل کیږي یا ورته به منظوری ورکول کیږي (8VAC20-131-60.A).

    ثانوي ښوونځی باید د فراغت په موخه د ویرجینیا د غیر عامه مجازی زده کړی پروګرامونو، د ښوونځیو لپاره اړونده پروګرامونو څخه ترلاسه شوي کریډیټ ومني، کوم چی د VCPE معتبر غړي دي. (8VAC20-131-30.D). د لیږدونکی کورسونو لپاره درجې/نمری باید هم په هغه ډول ورکړل شي لکه څرنګ چې په وړاندی کړل شوي رسمي اکاډمیکی ریکارډ کې لیدل کیږي.
     
    په کور دننه د لارښوونو غیر معتبر تعلیمی نصاب
     
    د وړکتون څخه تر 12 ټولګی پوری هر هغه زده کوونکئ چې د منظور شوي په کور دننه لارښوونې تجربې څخه ځان PWCS ته لیږدوي او د لارښوونی داسی تعلیمی سرچینو څخه ګټه پورته کوي چی د معتبر خصوصي ښوونځي، اړونده شوونځی، یا د لیرې څخه د زده کړې/آنلاین ښوونځي لخوا نه وي برابر شوي، باید په لاندی شکل سره د لاسته راوړنی ثبوت وړاندې کړي:
     
  1. د ابتدايهٔ او منځني ښوونځيو په کچه، په ټولګي کی ځای پر ځائ کونه به د زده کوونکي د عمر او د والدینو/سرپرست لخوا د وړاندې شوي لاسته راوړنی شواهدو کتلو پوری اړه ولري. که چرته اضافي معلوماتو ته اړتیا وي، د ټولګي مشخص کولو لپاره ممکن د ښوونځي کارکوونکو لخوا د لاسته راوړنې آزموینې تطبیق شي.
     
  2. د عالي ښوونځی په کچه، د عالي ښوونځي کریډیټ لپاره د کورسنو وړاندېز شوي لیست باید د شاملیدو په وخت کې د ښوونځی سلاکار لخوا په I ضمیمه (د عالي ښوونځي کریډیټ لپاره وړاندیز) کی ولیکل شي. د نوم لیکنې په وخت کې د II ضمیمې یوه کاپي (والدینو/سرپرست ته لیک) به والدینو ته ورکول کیږي.
     
  3. د ښوونځي لخوا دا مشخص کول چې آیا د کریډیټ لپاره په وړاندېز شوي کورسونو کی مهارت ترلاسه شوې دی او که څرنګ، د هغه طریقه کار پورې اړه لري چې د زده کوونکي لخوا د کورس بشپړولو لپاره کارول شوی وي. که چیرته یو غیر معتبر مجازی یا اړونده ښوونځي پروګرام کارول شوی وي، زده کوونکی باید داسی اسناد وړاندې کړي چې د کورس په بریالیتوب سره پائ ته رسول په ډاګه کړي. د هغه کورسونو لپاره چی د لیږدونی کریډیټ ورکول شوي وي، د لاس ته راوړل شوي ګریډ په توګه به د کامیاب (P) یا ناکام (F) علامه یا نښه لیکل کیږي.
     
  4. که چیرته یو غیر معتبر مجازی یا اړونده ښوونځي پروګرام کارول شوی نه وي، د کورس د موخو کتنه، بشپړ شوي دندې، د آزموینې پایلې، درسي پلانونه، د درسونو اړوند لیکنی، او نور مواد چې مناسب ګڼل کیږي، کولی شي د کارکوونکو سره په دی معلومولو کی مرسته وکړي چی آیا د لیږدونی لپاره کریډیټ ورکړل شوی دي او که څرنګ. برسېره پردې، د لیږدونی کریډیټ ورکولو کی د مرستی په موخه ممکن د لاسته راوړنې آزموینې تطبیق شي. د هغه کورسونو لپاره چی د لیږدونی کریډیټ ورکول شوي وي، د لاس ته راوړل شوي ګریډ په توګه به د کامیاب (P) یا ناکام (F) علامه یا نښه لیکل کیږي.

    د فراغت لپاره د کریډیټ تصدیقولو هری ارزونی ته چی اړتیا وي، ژر تر ژره به تطبق کیږي. د دې ارزونې په بشپړولو سره، د ښوونځي اداره باید والدینو/سرپرست ته د پایلو په اړه په لیکلي ډول سمدستي خبرتیا ورکړي. که چیرته والدین/سرپرست د ښوونځی مدیر پریکړې سره موافق نه وي، استیناف/اپیل ممکن مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته واستول شي. 
     
  5. کله چې په کور دننه د لارښوونه تر لاسه کوونکی زده کوونکی لخوا د کریډیټ لپاره غیر اکاډمیکی کورسونه لکه هنر یا میوزیک وړاندې کیږي، د ښوونځي هغه پرسونل چې د وړتیا یا ماسټرۍ مشخص کولو مسٔولیت په غاړه لري، ممکن دا غوره وګڼړي چی د زده کوونکي لخوا د ترسره شوي کار پورټ فولیو وګوري او/یا زده کوونکي ته اجازه ورکړي چې د ننداره کولو له لارې مهارت په ډاګه کړي.
 
ترانسکرپت/اطلانامه او ډیپلوم

 
  1. کله چې دا پریکړه وشي چې یو زده کوونکی به د فراغت په موخه د یو داسی کورس (کورسونو) لپاره کریډیټ ترلاسه کوي چې په کور دننه د لارښوونې پر مهال یی اخیستی وي، ګریډ یا نمری به په لاندې شکل ورکول کیږي:
     
    1. د هر هغه کورس لپاره تر لاسه شوي کریډیټ چې د غیر معتبر خصوصي ښوونځي یا د زده کړو سرچینی کارولو له لارې د غیر معتبر اړوند ښوونځی یا د لیرې څخه د زده کړې/آنلاین ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به "په کور دننه لارښوونه کوونکی" ټکی سره سره د کامیاب (P) یا ناکام (F) درجه لیکل کیږي. دا کورسونه باید د زده کوونکي په GPA یا د ټولګي په درجه کی په پام کې ونه نیول شي.
       
    2. هر هغه کورس چې د معتبر خصوصي ښوونځي یا د اړوند معتبر ښوونځی یا د لیرې څخه د زده کړې/آنلاین ښوونځي له لاری تر لاسه شوي او بشپړ شوي وي، د زده کوونکی په ترانسکرپت/اطلانامه کې به "په کور دننه لارښوونه کوونکی" ټکی سره سره د A څخه تر F درجې پوری تر لاسه شوي درجه لیکل کیږي، کله چی کورس د منظور شوي په کور دننه د لارښوونې تجربې برخې په توګه بشپړ شوی وي.
       
  2. هیڅ زده کوونکی به په مراسمو کی د خدای په امانی وینا کولو (ویلیډیکټورین / سالوټورین) ویاړونو لپاره یا د ویاړ فارغ په توګه نومول کیدو لپاره وړ نه وي چې د عالي ښوونځی څخه له فراغت ورورسته، د څلورو کلونو څخه لږ تر لږه د دریو کلونو لپاره یی په رسمي ښوونځي کې ګډون نه وي کړئ.
     
  3. مقرره 1B-662، "ډیپلومونه او فراغت" هر هغه زده کوونکی چې د PWCS څخه ډیپلوم تر لاسه کول غواړي، اړ کوي چی د فراغت تر لاسه کولو څخه سمدستی وړاندی باید زده کوونکی په PWCS کی په رسمي توګه لږ تر لږه د نهو اونیو (د نمری ورکولو یوی دورې) لپاره شامل وي. یوازې په کور دننه د لارښوونې پر مهال د اخیستل شوي کورسونو لپاره د کریډیټ ورکول، په جزوي ډول شامل شوۍ یا نه شامل شوۍ کس د دی وړ نه جوړوي چی د PWCS ډیپلوم ترلاسه کړي. زده کوونکي باید د فراغت ټول شرایط پوره کړي لکه څرنګ چې د ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره په 662-4B مقرره، "د فراغت شرایٔط" کې شرط ایښودل شوي دۍ. 
 
د ښوونځی مدیر او د زده کوونکو د خدماتو د دفتر رئیس د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
 
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.

نوری حوالی