کتاب: پالیسۍ او مقررات
برخه: 700 - زده کوونکي
عنوان: مقرره - د زده کوونکو سره د مرستې کولو پروګرام
کوډ: 735-3
حالت: فعال
تصویب شوۍ: 26 جون، کال 2019
زده کوونکي
مقررات 3-735
زده کوونکو سره د مرستې کولو پروګرام
زده کوونکو سره د مرستې کولو پروګرام هغه پروګرام دۍ کوم چې زده کوونکو او والدینو ته د توکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه تعلیم وړاندي کوي.
- د تمباکو یا د نشه یی توکو څښلو باندې د تمرکز پروګرام د ښوونځي څخه وروسته درې ورځنی پروګرام دی (شپږ ساعته) چې زده کوونکو ته د تمباکو توکو و د هغې د ناوړه اغیزو په اړه د تعلیم ورکولو لپاره جوړ شوی دئ. دا پروګرام د ښوونځي د ټولنیزو کارکوونکو لخوا ښوول کیږي او دا د هغو زده کوونکو لپاره مداخله ده څوک چې د نشه تمباکو سرغړونو سره د "چلند قانون" څخه سرغړونه کوي.
- د پروګرام په اړه مشخص معلوماتونو ته د ښوونځي د اداره کوونکو یا د زده کوونکو د خدماتو دفتر له لارې لاسرسی موندل کیدی شي.
د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.