Regulation 642-1 - Pashto

کتاب:                                             پالیسۍ او مقررات
برخه:                                             600 - لارښوونی
عنوان:                                            مقررات - د لارښوونې په موخه د سیمه ییزه سفرونو، سپورټی سفرونو پلان کولو او د تفریحی بسونو وړاندیز کولو لپاره تګلاری
کوډ:                                              1-642
حالت:                                             فعال
خپل شوي / رامنځ ته شوي:       26 جون، کال 2019

 

لارښوونه

مقررات 1-642

مقررات - د لارښوونې په موخه د سیمه ییزه سفرونو، سپورټی سفرونو پلان کولو او د تفریحی بسونو وړاندیز کولو لپاره طرزالعملونه/تګلاری

  1. تعریفونه: د سیمه ییزه سفرونو په اداره کولو کې، د فعالیت بسونو لپاره په وړاندیز کولو او د دې مقرراتو د پوهیدلو لپاره، لاندېنی تعریفونه باید وکارول شي:

    1. سیمه ییزه سفر - سیمه ییزه سفرونه هغه سفرونو ته ویل کیږي کله چې د ښوونکي تر نظارت لاندې زده کوونکي د خپل ښوونځي څخه بهر لیری لاړ شي که د موټرو ترانسپورت په کی وکارول شي او یا نه. سیمه ییزه سفرونه باید د تعلیمي موخو پراساس وي چې د نصاب پروګرام ته د تقویت یا ودی ورکولو لپاره جوړ شوي دي. د سیمه ییزه سفر موخی تر لاسه کولو لپاره باید تر ټولو نږدی جغرافیایی موقعیت وټاکل شي.  

    2. سپورټی/ورزشی سفر - سپورټی سفرونه هغه سفرونه ته ويل کیږی چې د ورزشي پیښو یا غونډو لپاره پکی د زده کوونکی لوبغاړو او روزونکو لیږدول شامل وي.  

    3. د ښوونځي لخوا سپانسر شوي سیمه ییزه سفر - د ښوونځي لخوا سپانسر شوي سیمه ییزه سفر هغه سفر ته ویل کیږی چې د ټولګي یا لا زیات تعلیمی نصاب فعالیتونو وده په کی رامنځ ته کیږي. (د بی موخی، تصادفي فرصوتونو ټاکلو په پرتله) دا سفر د تعلیمي پروګرام د لازمي برخې په توګه پلان کیږي او په بنسټیزه توګه د زده کړی فعالیت په توګه څه سره چی پلان شوۍ وي، له امله کال په کال تکراریږي او دغه سفر د ښوونځی په رسمی ساعتونو کې تر سره کیږي.  

    4. د ښوونځي لخوا سپانسر شوي نړیوال یا غیر براعظمی متحده ایالاتو (CONUS) سفرونه - هغه سفر ته ویل کیږی چې په کوم سفر کی نورو هیوادونو ته یا د مرکزی متحده ایالاتو څخه بهر د زده کوونکو لیږدول شامل وي کوم چې د ښوونځي اداری کارکوونکو لخوا مهالویش او تصویب کیږي.  

    5. تمدید شوي ورځنی سیمه ییزه سفر - د ښوونځي لخوا هغه سپانسر شوي سیمه ییزه سفر ته ویل کیږي چې د ښوونځي د نورمال رسمی ساعتونو څخه وروسته دوام موندلو لپاره پلان شوي وي، د ښوونځي د نورمال رسمی ساعتونو وروسته تر سره شي ، یا د ښوونځي له ورځو پرته په نورو ورځو کې رامنځ ته شي (شنبه ، یکشنبه ، رخصت ورځو کی) ، مګر د شپی لخوا پاتی کیدلو سفر لپاره نه وي پلان شوي.  

    6. د شپې لخوا پاتی کیدو سیمه ییزه سفرونه - هغه سیمه ییزه سفر ته ویل کیږی چې د سفر بشپړولو لپاره د زده کوونکي له کور څخه لرې اوسیدل اړین دي.  

    7. د Washington پایتخت احصایې ساحه - د Columbia ولسوالۍ او په ویرجینیا، مریلینډ، او لویدیځ ویرجینیا کې د ښارګوټي کاونټیانی. (ویرجینیا/Virginia: Arlington کاونټی, Clarke کاونټی, Culpeper کاونټی, Fairfax کاونټی, Fauquier کاونټی, King George کاونټی, Loudoun کاونټی, Prince William کاونټی, Spotsylvania کاونټی, Stafford کاونټی, Warren کاونټی, او د Alexandria, Fairfax, Falls Church, Manassas, او Manassas Park ښارونه. مریلینډ/Maryland: Calvert کاونټی, Charles کاونټی, Frederick کاونټی, Montgomery کاونټی, او د Prince George’s کاونټی. لویدیځ ویرجینیا/West Virginia: Berkeley کاونټی او Jefferson کاونټی.)  

    8. غیر له ښوونځي سپانسر شوي سفرونه - هغه سفرونو ته ویل کیږي چې ممکن د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د زده کوونکو او/یا ښوونکو په توګه پیژندل شوي ګروپونه پکې شامل وي، مګر (د مهال ویش، د والدینو رضایت، مکلفیتونه، لګښت، او نظارت) په شمول مسؤلیتونه یی د PWCS، د ښوونځي بورډ، د ادارې، یا د کارکوونکو پرته د نورو اشخاصو لخوا په غاړه اخیستل کیږي پرته د ځاي په پام کی نیولو سره(درېمه برخه وګورئ). هر هغه سفر چې د ښوونځی مدیر او د لیول ایسوسویټ سپرانټینډنټ لخوا تصویب شوی نه وي، غیر له ښوونځي سپانسر شوۍ سفر ګڼل کیږي.  

    9. ښوونځی/فعالیت بس - د ښوونځی بسونه د مهالویش سره سم د ښوونځی فعالیتونو وروسته د زده کوونکو کور ته د لیږدولو لپاره کارول کیږي.  

  2. فعالیت فرصت/چاری: دا مقررات د ټولو پلان شوي سفرونو او وړاندیزونو لپاره پلي کیږي کوم چی د د فعالیت بسونو په اړه د زده کوونکو لپاره تر سره شوي وي، که وړاندیزونه د ابتدایی یا ثانوي ښوونځیو لپاره وي او که د سپورټی سفرونو په شمول نصابي یا زیات نصابي فعالیتونو لپاره وي.  

  3. عمومي: د سیمه ییزه سفرونو پلان کولو لپاره باید لاندې عملونه او کړنالرې تعقیب شي:

    1. هرکله چې امکان ولري، د کاونټی او ولسوالۍ پروګرامونه باید د اونۍ په پای کې او په هغه ورځو او وختونو کې تنظیم شی کوم وخت کی چې زده کوونکي وکولۍ شي چی لږ تر لږه درسی ساعتونه له لاسه ورکړۍ. د امکان تر حده، سفرونه باید د ژمي د رخصتیو، د پسرلي د رخصتیو او داسی نورو وختونو کې پلان شي چې د ټولګي څخه د غیر حاضر کیدو وخت کم کړۍ. روزونکي / سپانسران باید د بهرنیو سپانسر کوونکي ادارو څخه همکاری وغواړي ترڅو سیالۍ یا غونډی د اونۍ په پای یا په رخصتیو کې تنظیم کړی؛ د مثال په توګه، د ویرجینیا عالي ښوونځي لیګ (VHSL)، د ویرجینیا د موسیقۍ زده کړې ټولنه (VMEA)، او داسې نور.  

    2. سیمه ییزه سفرونه باید د ښوونځي کال په پیل کې پلان، وړانديز، او تصویب شي ترڅو د خبر ورکولو، مهالویش تنظیمولو او پیسی راغونډولو لپاره کافي اندازه وخت موجود وي. په دۍ پلان کی باید دا هم شامل وي، هغه زده کوونکي چی د سفر د مصرف توان نه لري هغوی ته څه ډول د ونډه اخیستلو لپاره اجازه ورکړل شي. هغه سیمه ییزه سفرونه چی د ښوونځي د څانګې بسونه کاروي، باید د هغه سیمه ییزه سفرونو لپاره د ښوونځی بسونو وړاندیز ونه کړي کوم سفرونه چی به د ښوونځي کال د می میاشتی د 30 نیټی څخه وروسته تر سره کیږي. دا کړنلاره د ټرانسپورټ اړوند چارو کی د پیسو د بیلونو او بودیجې لیږدولو لپاره زیات وخت ته اجازه ورکوي. لاندينی استثنا دي:

      1. اکاډمیکي سیالۍ؛

      2. سیار سفرونه؛

      3. د اوبو لوبو مرکز سفرونه؛

      4. د فراغت د مراسمو ملاتړ؛ ورزشي غونډی/پروګرامونه؛ او بیاځلی مهالویش شوي سفرونه چی د می د 30 نیټی څخه وړاندی مهالویش شوي وو مګر د ادارې / غونډی مسولینو لخوا د کتلو وروسته ځنډول شوي.  

    3. هر هغه ډله چی سمیه ییزه سفرونو مهالویش کوي، دغه سفرونه باید په داسې ډول مهالویش کړي چې هیڅ زده کوونکی هم په کال کې له دوه ورځو څخه زیات ښوونځي څخه غیر حاضر نه شي. لیول ایسوسویټ سپرانټنډنټ ممکن د تعلیمی ګټی یا ازښت په موخه اضافی سفرونه تصویب کړۍ چی د دوه ورځنی محدودیت څخه زیات وي. د ښوونځي څخه بهر هغه فعالیتونه کوم چی د دوه ورځني سیمه ییزه سفر محدودیت څخه ایستل شوي په لاندې ډول دي:

      1. د هنری موزیم پروګرامونه او موسیقي، نڅا، او تیاتر نندارځی؛

      2. د پرنس ویلیم ځنګلی پارک ته د ابتدایی او منځنی ښوونځیو د شپی لخوا پاتی کیدو سفرونه؛

      3. د ټولی کاونټی سیمه ییزه، او آیالتی سندرو ګروپ،،آرکسټرا، ډله، د نغمو ویلو ډله، روبوټکس، ډله او هنری غونډی؛

      4. د ملګرو ملتونو نمونه ډوله سفرونه او سیالی؛

      5. سیار سفرونه؛

      6. د مرینو قول اردو ملي موزیم لیدنه چی د ښوونکي د استوګنې پروګرام له لارې پلان شوې وي؛

      7. د PWCS د اوبو لوبو مرکز؛

      8. هغه سیمه ییزه سفرونه چی د اوني په پای کی یا په رخصتیو کی تر سره شي؛ او

      9. هغه "انفرادي" اکاډمیک سیالۍ / جایزې په کوم کی چې زده کوونکي بریالي دي (د ساینس عادلانه سیالۍ، ریاضی سیالۍ، او نور وغیره).  

    4. تر دي وړاندي چی د زده کوونکو سره په ګډه د سفر چمتوالی لپاره قوم اقدام تر سره شي، پرنسپل او لیول ایسوسویټ سپرانټینډنټ/مشر باید ټول سیمه ییزه سفرونه تصویب کړي. د ښوونځي لخوا سپانسر شوي سیمه ییزه سفرونو کې لامبو وهل، کشتۍ، کی چکر، د اوبو نور فعالیتونه، او سکیټینګ په کلکه منع دي، او د دې نوعیت وړاندیزونه باید تصویب نه شي پرته له هغه سفرونو چې په کلکه توګه او یوازې د ورزش یا لارښوونې موخی لپاره پکی د اوبو فعالیتونه شامل وي؛ د بیلګی په توګه، د PWCS د اوبو لوبو په مرکز کې د اوبو اړوند د خوندیتوب لارښوونې، د پوهنتون عمله، د پوهنتون لامبو وهل، Chesapeake خلیج بنسټ، او داسې نور. دا ډول د اوبو سفرونه باید قضیې ته په کتو سره د سفرونو د مهالویش کولو څخه وړاندي د خطر مدیریت دفتر او د امنیتی چارو دفتر سره په همغږي د ډیویژن سپرانټنډنټ (سپرانټنډنټ) یا د لیول ایسوسویټ سپرانټنډنټ لخوا تصویب شي. یواځی سیمه ییزه سفرونه باید د لارښوونی په موخه د لارښوونی په وخت کی تصویب شي. علاقه مندی معلومولو لپاره سروې کول ممکن مناسب کار وي، خو د پیسو راټولولو ، د والدینو غونډو، تر سره کولو، پیسی مصرفولو یا قطعی پلانونو جوړولو لپاره باید د هر ډول هڅو کولو څخه ډډه وشي په ځانګړې توګه د یو داسی سفر لپاره چی د پوښتنی وړ وي. د سیمه ییزه سفر لپاره په ټولو وړاندیزونو کی باید د پیسو سرچینه مشخص شي کوم چی به د ټرانسپورټ لګښت لپاره ورکول کیږي. سیمه ییزه سفر که تصویب شوي وي او که نه، د سپرانټینډنټ(یا استازی) په اند، که داسی ډول حالات رامنځ ته شي چی د زده کوونکو یا کارکوونکو خوندیتوب له خطر سره مخ کوي، سپرانټینډنټ(یا استازی) د سیمه ییزه سفر د لغوه، کولو یا په بل ډول د محدودولو صلاحیت لري.  

    5. د پیاده تګ سیمه ییزه سفرونه باید د لیول ایسوسویټ سپرانټینډنټ لخوا تصویب شي. دا چی په دی سفرونو کی ټرانسپورټ ته اړتیا نه وي، د ټرانسپورټ دفتر ته د خبر ورکولو اړتیا نشته.  

    6. مدیر او لیول ایسوسویټ سپرانټینډنټ باید ټول سفرونه تصویب کړۍ. دا تمه کیږي چې د ښوونځي بورډ یا د هغې د کارکوونکو د هر ډول مسٔولیت سره سره د زده کوونکو او بس چلوونکو د روغتیا، هوساینې او خوندیتوب ساتلو لپاره د ټولو اړینو لارو چارو څخه کار اخیستل شوي دۍ. دا ډول شپنی سیمه ییزه سفرونه باید د ښوونځي څانګې تعلیمي پروګرام کې مرسته کولو کی رول ولري.  

    7. په عام ډول باندۍ د Washington D.C پایتخت سیمې ته سیمه ییزه سفرونه منع شوي دي. خو بیا هم، د اولسوالیو په شمول نورو سیمو ته سفرونه چې د VHSL لخوا د ورزشکارانو، هنر او د عدلي طب په موخه جوړ شوي وي، باید محدود نه شي. هم دا ډول Williamsburg, Fredericksburg, Richmond, Gettysburg, او د تاریخی پلوه دلچسپی لرونکی ځایونو ته سیمه ییزه سفرونه باید تصویب شي که چیرته دغه سفرونه د لارښوونی د پروګرام یوه اړینه برخه وي.  

    8. د ښوونځي لخوا تمویل شوي سیمه ییزه سفرونه باید د تعلیمي پروګرام په شکل کی جوړ شي. کوم وخت کی چې درسی نصاب جوړیږي، دغه وړاندیز شوي سیمه ییزه سفرونه باید لیست شي. دا ډول لیست باید بندیز ونه لري، مګر د قضاوت کولو لپاره د لارښود په توګه وکارول شي چې آیا وړاندیز شوی سفر د ښوونځي لخوا سپانسرشوي سفر لپاره شرایط پوره کوي او که څنګه.  

    9. که څه هم بې له شکه سیمه ییزه سفر باید تعلیمي فرصتونه رامنځ ته کړی، پرته له دي که د سفر فرصت په واضح ډول د زده کړې روان بهیر پوری تړاو ولري کوم چې به د سفر په ترڅ کی لا زیاته وده ومومي، د سفر لپاره ناڅاپي فرصتونه باید د ښوونځي لخوا سپانسر شوي سیمه ییزه سفر ته وړاندیز کولو لپاره اساس ونه ګڼل شي.  

    10. هغه ګروپونه یا اشخاص څوک چې غیر له ښوونځی سپانسر شوي سفرونو پلان کولو او ترسره کولو مسؤلیت په غاړه اخلي چی د زده کوونکو او/یا ښوونکو له ډلو څخه جوړ وي، باید والدینو ته خبر ورکړي چې دا ډول سفرونه د ښوونځي لخوا نه دي سپانسر شوي او که هر څه پیښیږي، ښوونځي د سفر لپاره هیڅ ډول مسؤلیت په غاړه نه اخلي. د غیر سپانسر شوي سفرونو په تړاو د لیکلی موادو یا د خبری اترو له لاری د ښوونځی هیڅ ډول وخت، لارښوونه، یا چی هر څه وي باید ونه نیول/کارول شي. که چیرته د ښوونځي ودانۍ د ښوونځي رسمی ساعتونو څخه وروسته غیر له ښوونځی سپانسر شوي سفرونو لپاره وکارول شي، د سفر سپانسر کولو ادارې لخوا باید د ودانۍ د کرایې تړون بشپړ او لاسلیک شي. د دې ډول سفرونو په اړه د خبرتیا ورکولو فورمو، او معلوماتونو لپاره باید د ښوونځي مخابراتی سیسټم ونه کارول شي. غیر له ښوونځی سپانسر شوي سفرونو لپاره باید د ښوونځی د رسمی ساعتونو وخت ونه نیول شی. عیر له ښوونځی سپانسر شوي سفرونو لپاره باید د ښوونځی څانګی بسونه ونه کارول شي.  

    11. د ښوونځی لخوا سپانسر شوي سفرونو باید مخکی تر مخکی تصویب شی. د تصویب لپاره، لاندي ذکر شوي څیزونه باید په درست ترتیب سره وي:

      1. دغه سفر باید په پورته اوله برخه کی ذکر شوي تعریفونه پوره کړۍ؛  

      2. باید کافی اندازه نظارت موجود وی کوم چی باید د ښوونکی، د فعالیت سپانسر، او د نورو مسول بالغو/مشرانو(والدینو، نورو ښوونکو، د ښوونکو مرستیالانو) لخوا تر سره شي. د هر سفر لپاره د اړتیا وړ نظارت کوونکو شمیر باید د مدیر (یا استازی) لخوا مشخص شي؛  

      3. زده کوونکي باید د سیمه ییزه سفر تصویب لپاره د والدینو د رضایت لاسلیک شوۍ فورمه ولري (په هر ښوونځي کې شتون لري) او فورمه د PWCS سفر څارلو وړاندیز سره ضمیمه کړي. د شکر ناروغی لرونکی زده کوونکو والدین / سرپرستان باید د شپنې یا غځول شوي سیمه ییزه سفرونو لپاره د ښوونځي سره خبری اتری وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دا ډول زده کوونکو طبعی اړتیاوو څخه ملاتړ کولو لپاره د شکر مرض لپاره روزل شوي کارکوونکی شتون ولري. د والدینو د رضایت فورمې یوه کاپي ضمیمه شوۍ ده (دوهمه ضمیمه)؛  

      4. د فعالیت سپانسر باید د PWCS د سفر څارلو غوښتنلیک کې د سیمه ییزه یا سپورټی سفر وړاندیز بشپړ کړي. دا باید په اتومات ډول د تصوبولو مناسبی سلسلې له لارې واستول شي. د سفر وړاندیز باید له سفر څخه 14 ورځې وړاندۍ د ملاتړ کوونکی بس عملیاتی مرکز ته ورسیږي؛  

      5. کله چې سفر وځنډول یا لغوه شي، د سفر سپانسر باید سمدلاسه د بسونو اړوند عملیاتی مرکز ته خبر ورکړي. روزونکي یا سپانسران باید د ټرانسپورټ خدماتو دفتر سره د معلومات کولو پرته ځنډول شوۍ سفر بیا مهالویش نه کړي ترڅو دا به ډاګه نه شي چی آیا ترانسپورت شتون لري او که څنګه؛  

      6. په Washington پایتخت کې د ابتدايي او منځني کچی ښوونځیو سفرونه باید د ماسپښین له 5:30 بجو مخکې پایٔ ته ورسیږي. د عالی ښوونځیو سیمه ییزه سفرونو لپاره د وخت دا ډول مخدودیتونه شتون نه لري.  

      7. سیمه ییزه سفرونه د ټرانسپورټ د موجودیت پوری تړاو لري. که چیرته شخصي وسایط کارول کیږي، د تصویب فورمه کی باید دا په ډاګه شي چې شخصي موټرې باید د ټرانسپورټ اسانتیاوي رامنځ ته کړي او دا چې دا مجاز ډوله وسایط دي کوم چی د فدرال د موټرو د خوندیتوب معیارونو (FMVSS) سره برابر دي او په شخصي توګه بیمه شوي دي. دغه بیان باید د والدینو په فورمه کی هم شامل شي؛ او  

      8. هیڅ زده کوونکی باید د سخت کورنۍ شرایطو له امله د پیسو ورکولو د نشتوالي له امله د ښوونځي لخوا سپانسر شوي سیمه ییزه سفر کې له ګډون څخه منع نه شي.  

    12. غځول شوي ورځنی سیمه ییزه سفرونه باید د تصویب لپاره هم هغه ډول کړنلارې تعقیب کړي لکه څنګه چې د ښوونځي لخوا سپانسر شوي نورو سیمه ییزه سفرونو لپاره په ګوته شوي دي. برسیره پر دۍ، لادینی څیزونه باید په مناسب ترتیب سره وي:

      1. روزونکی یا سپانسر باید مدیر (یا استازی) ته د ټولو برخه اخیستونکو زده کوونکو لیست او د ټلیفون شمیری ورکړي له کومه لاره چی د هر زده کوونکي والدینو یا سرپرست ته په بیړني حالاتو کی لاسرسی ومندل شي، او د اټکل شوي رسیدو او حرکت کولو وخت په شمول د بشپړ دوه طرفه سفر په اړه معلومات ورکړۍ؛  

      2. روزونکی یا سپانسر باید د هر زده کوونکي په اړه بیړني معلومات او د سفر کاپي ولري؛  

      3. مدیر باید روزونکی یا سپانسر ته په بیړنی حالاتو کی د اړیکی نیولو لپاره د مدیر(یا استازی) نوم او د ټیلیفون شمیری سره سره د ټرانسپورټ چارو د ریٔیس(یا استازی) شمیره هم ورکړی؛  

      4. مدیر باید د سفر څخه وړاندي، د روزنکی یا سپانسر څخه په بیړنی حالاتو کی د اړیکه نیولو لپاره شمیره تر لاسه کړي چی ورته د سفر موخی ته رسیدو څخه وروسته لاسرسی وشي؛  

      5. کله چی د سیمه ییزه سفر ترسره کولو څخه د مخی دا معلومه وي چې ډله به د شپی د 1 بجی څخه وروسته بیرته راستنیږي د ګډون کوونکو لپاره باید د شپې ترتیبات ونیول شي ؛ او  

      6. کله چې دا څرګنده شي چې د بیرته راستنیدو سفر باید د سخت هوا شرایطو، د میخانیکي خرابوالی، کومی حادثی یا د مسافرینو خوندیتوب او هوساینې پورې تړلی نورو بیړني حالاتو له امله په پراخه کچه وځنډول شي، روزونکی یا سپانسر باید مدیر(یا استازی) سره د نورو لارښوونو لپاره اړیکه ټینګه کړۍ چې ممکن د شپې پاتې کیدو اجازه پکې هم شامل وي.  



    13. نړیوال او غیر براعظمی متحده ایالاتو سیمه ییزه سفرونه باید د تصویب لپاره هم هغه ډول کړنلاری تعقیب کړي لکه څنګه چې د ښوونځي لخوا سپانسر شوي نورو سیمه ییزه سفرونو لپاره په ګوته شوي دي. برسیره پر دۍ، لادینی څیزونه باید په مناسب ترتیب سره وي:

      1. د سفرونو سپانسران او د تصویب اداره کوونکی د سفرونو د تصویب کولو څخه وړاندي باید د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سفرونو لپاره لارښوونی وګوري.

        د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سفر لارښوونی درجی
        1 – سفرونه چی د PWCS لخوا تصویب شوي وي
        2 – سفرونه چی د والدینو سره د خبری اترو کولو وروسته د خطر په اړه د خبرولو سره تصویب شوی وي
        3 – د دي ډول سفر لارښوونی درجی پر اساس به هیوادونو او موقیعتونو ته سفر نه تصویب کیږی
        4 – د دي ډول سفرلارښوونی درجی پر اساس به هیوادونو او موقیعتونو ته سفر نه تصویب کیږی  

      2. هغه ځایونو ته د سفر کولو لپاره وړاندیز کول چی د سفر د لارښوونی دریمه درجه ولري، د سفر کولو پلان باید رد شی او له وړاندي څخه تصویب شوي سفرونه باید لغوه شي.  

    14. د شین کوډ او سور کوډ په ورځو کی باید سیمه ییزه او سپورټی سفرونه لغوه شي که چیرته د ایسوسویټ سپرنټنډنټ لخوا قضیې ته په کتو سره منظور شوی نه وي.  

    15. د زده کوونکو د موټر چلوونکو په توګه کارول - په هیڅ سفر کی باید زده کوونکی د موټر چلوونکو په توګه ونه کارول شی. که چیرته شخصی موټر/وسایط وکارول شي‎، دا وسایط او د دي مسافرین باید بیمه شوي وي، او د زده کوونکو والدین یا سرپرستان څوک چی لیږدول کیږي، باید د زده کوونکو د شخصی موټرو له لاری د لیږدولو اجازه ورکړی.  

    16. د ښوونځی بس له لاری سفر کول

      1. زده کوونکي باید د سیمه ییزه او سپورټی سفرونو پر مهال د ښوونکی، سپانسر، یا نظارت کوونکی د مستقیم څارنی تر لاندي وي؛  

      2. هغه شخص (اشخاص) چې د لیږدولو پر مهال د زده کوونکو نظارت کوي، باید د دی خبری د ډاډ رامنځ ته کولو مسٔولیت په غاړه ولري چی زده کوونکی به د PWCS "د چلند کوډ" سره سم عمل کوي.  

      3. د ښوونځي بس چلوونکي باید د اړتیا پر اساس د زده کوونکو د خوندي ساتلو په موخه په نظارت کولو کې مرسته وکړي پداسې حال کې چې زده کوونکي داخل د بس کې وي.  

      4. کله چې موټر چلوونکو او ونډه اخیستوونکو ته په فعالیت کې د ګډون لپاره اړتیا وي، ښوونځی د بسونو د تادیاتو، د پارکینګ فیس، او د ښوونځي د بس چلوونکو او ونډه اخیستوونکو د داخلېدو فیس (که کوم فیس وي) د ورکولو مسٔولیت لري ؛ او  

      5. د شپی تیرولو په سفرونو کی، سپانسر او روزونکی لاندی مسٔولیت لري:

        1. د بس چلوونکي د ساتنی او د استوګنې ځای لپاره د پیسی ورکولو؛

        2. د خواړو لپاره په معیاري نرخ د پیسی ورکولو یا د ډلې سره یو ځای د خواړو چمتو کولو؛

        3. د موټر چلولو لپاره د اضافي پیسو کله چې په غونډه کی د ډلې سره ګډون کول اړین وي یا کله چې د سفر لپاره د بس خفط او مراکبت لپاره اړین کارونه ترسره کول وي (میخانیکي ترمیم، موټر کی تیل اچول پاکول، او نور وغیره )؛ او

        4. د موټر چلوونکی د اته ساتونو لپاره د دوام داره ارام کولو او د 15 ساعته وظیفی کولو وروسته د موټر نه چلولو ډاډ رامنځ ته کولو. په دنده باندي کیدو وخت کی د موټر چلولو وخت او د بس سره د پاتی کیدو وخت او نور ټول کارونه شامل دي.

    17. د سفر واټن

      1. د ښوونځي د رسمیاتو په ساعتونو کی کله چې ډیری بسونه موجود وي (د سهار له 9:15 څخه تر ماسپښین 1:30 بجو پورې)، سیمه ییزه سفرونه، پنځه څلویښت (45) مایل وړانګو پورې محدود دي (مرکزي نقطه - Independent Hill). د ښوونځي په رسمی وخت کی د سیمه ییزه سفرونو لپاره د بسونو غوښتنه کول چی د ماسپښین له 1:30 بجو څخه وروستو ته غځیږی، باید د سرچینو شتون پر اساس د ټرانسپورټ چارو دفتر سره په همغږی د لیول اسوسویټ سپرانټنډنټ/مشر لخوا تصویب شي. که د لیول ایسوسویټ سپرانټنډنټ لخوا سفر تصویب شي مګر د ښوونځي بسونه / بس چلوونکي شتون ونلري، ښوونځی کولی شي د سفر لپاره د دربست نیولو بسونه وکاروي؛ او  

      2. ورځنی غځول شوي او د غیر رسمی ښوونځي ورځی سیمه ییزه او ورزشی سفرونه باید د Independent Hill مرکزی نقطی څخه د 150 میله څخه زیات نه وي. د 150 میله څخه زیات سفرونو لپاره باید سوداګریز ټرانسپورټ وکارول شي.  

    18. د پلورلو دفتر د سوداګریز ټرانسپورټ په اړه په روڼ وار د بریښنایی لیک له لارې د منظور شوي سوداګریز بس حدماتو لیست ښوونځیو ته ورکړي. د سوداګریز خدماتو تړون کوونکو ته اړوند پوښتنې باید د پلورولو دفتر ته مراجع شي.  

    19. د نور ډوله وسایطو لخوا د ټرانسپورټ اسانتیاوي

      1. هر هغه موټر چې د زده کوونکو د لیږدولو لپاره کارول کیږي باید د فډرال د مسافر وړونکی موټر د خوندیتوب معیارونه پوره کړي لکه څنګه چې د FMVSS لخوا تعریف شوي دي. که چیرته د کارولو لپاره د یو شخصي، کرایه شوي یا اجاره شوي موټر وړاندیز کیږي، د سیمه ییزه سفر د موټر چلوونکی د موټر چلوولو جواز او ​​د وسایطو د بیمې معلوماتو فورمه (ضمیمه I) باید بشپړ شي او د PWCS سفر څارولو وړاندیز سره د مناسب لیول ایسوسویټ سپرانټنډنټ لخوا د تصویب لپاره ضمیمه شي.  

      2. کله چې یو ښوونځی موټر کرایه یا اجاره کوي، د ښوونځي استازی لپاره به اړین وي چی د 500,000 ډالرو په اندازه د موټر تاوان لپاره بیمه ترلاسه کړي او د سیمه ییزه سفر د موټر چلوونکي جواز او د وسایطو د بیمی معلوماتو فورمی سره د بیمی سرټیفیکیټ باید ورکړي(ضمیمه I). په شخصي ډول ملکیت لرونکی وسایطو، شخصی موټړو، په کرایه نیول شوي موټرو یا په اجاره نیول شوي موټرو لپاره د ویرجینیا د قانون پر اساس لږ تر لږه تاوان ټاکل شوۍ دۍ د موټر ډول د موټر د پلیټ معلوماتو څخه یا د موټر چلوونکي اړخ کې د دروازې جام یا د دروازې پوست له لاری مشخص کیږي. د معلوماتو پلیټ د موټر د ډول په اړه معلومات ورکوي (د بیلګی په توګه ، مسافر وړونکی موټر، سراچه ، لارۍ ، بس ، د ښوونځي بس ، یا د ګڼ شمیر موخو لپاره موټر دۍ او که څنګه). د معلوماتو پلیټ دا هم په ډاګه کوي چی آیا دغه موټر د فډرال په FMVSS شرایطو پوره دی او که څرنګ. د وسایطو د راجسټریشن کارتونه باید د وسایطو د ډول معلومولو په توګه ونه کارول شي ځکه چې د راجسةریشن کارتونه په ډیری وختونو کی د معلوماتو پلیټ په پرتله مختلف نومونه لري.  

      3. که څه هم د زده کوونکو د ټرانسپورټ لپاره ترټولو خوندي لاره د ښوونځي بسونه دي، د معلوماتو پلیټ لرونکي وسایط چې د لاندې ‌ذکر شوي وسایطو ډولونه په ډاګه کوي، د زده کوونکو د ټرانسپورټ لپاره کارول کیدی شي:

        1. د مسافرو موټر؛

        2. سراچه؛

        3. د ښوونځي بس؛

        4. د فعالیت بس؛

        5. هغه سوداګریز بسونه چې د قرارداد لرونکو له لارې کارول کیږي او د ویرجینیا په آیالت کی د سوداګرۍ کولو جواز لري؛ او

        6. هغه ځینې ​​​​وروستي ماډل واړه مسافر وړونکي موټرې (په کال 1995 کی یا وروسته تولید شوي) کوم چې د تولید کوونکو لخوا تصدیق شوي دي ترڅو د فډرال د مسافر وړونکي موټر د خونديتوب معیارونه پوره کړي. هغه وسایط چې د فډرال د مسافر وړونکي موټر د خونديتوب معیارونه پوره کوي، د موټر چلوونکي او د هر مسافر لپاره په بشپړ اندازه نصب شوي دایمی څوکۍ لري. توکی ځای کولو لپاره څوکۍ کیدای شي د بدلون وړ وي، د بیلګې په توګه، د پنډولو یا فولډ کولو له لارۍ مګر دا ډول باید جوړ شوۍ نه وي چی په آسانۍ سره لیرې او بیا نصب شي. هره څوکۍ باید دواړه د غیږ کمربند او د اوږې پټه ولري. د 1998 څخه وروسته تولید شوي وسایط باید د هوا کڅوړې یا ایربیګ ولري( د 1998 څخه مخکی تولید شوي وسایط د هوا کڅوړو یا ایربیګ ته اړتیا نلري او له همدې امله سپارښتنه یی نه کیږي).

      4. د زده کوونکو ټرانسپورټ د لاندې ذکر شوي موټرو ډولونو لخوا باید تر سره نه شي:

        1. ګڼ موخیزه موټر - پرته له هغه موټرونو چې پورته ذکر شوي پراګراف (e)4 کې معیارونه پوره کوي؛

        2. لارۍ/ټرک؛

        3. وین موټر چې له لسو څخه ډیر کسانو لیږدولو لپاره جوړ شوۍ وي؛

        4. کیمپر / تفریحی موټر؛ او

        5. موټرسایکل.

        نوټ: دا مقررات والدین یا قانوني سرپرست د دئ کار نه منع کوي چې یوازې خپل ماشومان د ښوونځي لخوا سپانسر شوي غونډه ته په غیر منل شوي موټر کې ویسی او راوړي. مګر په هر صورت، والدینو ته باید اجازه ور نه کړل شي چې نور زده کوونکي انتقال کړي.

      5.  د زده کوونکو د ټرانسپورټ په برخه کی د مجاز ډوله وسایط کارولو لپاره د ډاډ رامنځ ته کولو مسٔولیت باید د ښوونځی مدیر په غاړه ولري.

  4. د ښوونځي څخه وروسته د فعالیت بس لپاره د غوښتنی کولو طرزالعمل/کړنلاره

    1. هغه مدیران چې د ښوونځي وروسته د فعالیت بسونو لپاره وړاندیز کوي، باید د PWCS سفر څارولو سیسټم له لارې دوه اونۍ وړاندي خپلې غوښتنې وسپاري. دا کړنلاره د هغه وړاندیزونو لپاره پلی کیږي چی د ښوونځی وروسته د فعالیت بسونو لپاره، د عمومي زده کړو زده کوونکو او د خوځیدو نیمګړتیا یا نورو ځانګړي اړتیاوی لرونکي زده کوونکو لپاره وي. په هر صورت، موجودیت ته په کتو سره د خوځیدو نیمګړتیا لرلو یا نورو ځانګړی اړتیاوو له امله د انفرادي ټرانسپورټ لپاره غوښتنې ممکن په لنډ وخت کې تر سره شي.  

    2. دغه اړین معلومات لکه څنګه چې په لاندي ډول ذکر شوي دي باید د PWCS د سفر څارلو سیسټم له لارې وسپارل شي:

      1. د بودیجۍ کوډ؛

      2. د پیل او پاۍ نیټۍ؛

      3. د بسونو شمیر؛

      4. د اړتیا وړ ورځې او وخت؛ او

      5. د اړیکی نیولو کس او د ټلیفون شمیره.  

    3. منډی وخل(غیر ورزشي) باید د ماسپښین له 4:30 بجو څخه مخلکی او د ماسپښین له 5:30 بجو څخه وروسته باید پیل نه شي. والدین او زده کوونکو ته باید خبر ورکړل شي چې د فعالیت بسونه په ګاونډ کې د مرکزي بس تمځایونو کې ودریږي او نه په هر تمځاۍ کې چیرته چې زده کوونکي په سهار کې بسونو ته پورته کیږي. وړانديز ته په کتو سره، هغه زده کوونکی چې د خوځیدو نیمګرتیا یا نوری ځانګړي اړتیاوې ولري، د مرکزي بس تم ځای پر ځاي بل تم ځای ته وړل کیدی شي.  

    4. د PWCS "د چلند کوډ" دا ډول په ډاګه کوي چی هغه زده کوونکي چې د بس سرغړونې لپاره پری بندیز لګول شوۍ وي، ممکن د مدیر له اجازې پرته د فعالیت بس کې سفر ونه کړاۍ شي.

د زده کوونکو او مسلکي زده کړې لپاره ایسوسویټ سپرانټنډنټ/مشر(یا استازۍ)، د مالي او خطر مدیریت لپاره ایسوسویټ سوپرانټنډنټ/مشر (یا استازۍ)، او د ملاتړ خدماتو چارو لپاره ایسوسویټ سپرنټنډنټ/مشر (یا استازۍ) ټول د دې مقرراتو پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسٔولیت په غاړه لري.

دا مقررات او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې له سره شي. 

لومړی ضمیمی PDF بڼی لپاره دلته کلک کړۍ

دویم ضمیمی PDF بڼی لپاره دلته کلک کړۍ