Regulation 665-1 - Pashto

کتاب                                                                 پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                  600 - لارښوونه/ښوونه
عنوان                                                               مقررات - ترفیع کول یا مخکی پرمختګ کول او په خپل ځائ پاتی کیدل یا ساتل - د وړکتون څخه تر 12 پوری ټولګي پوری
کوډ                                                                  1-665
حالت                                                                فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                        26 جون، کال 2019


لارښوونه

مقرره 1-665

ترفیع کول یا مخکی پرمختګ کول او په خپل ځائ پاتی کیدل یا ساتل - د وړکتون څخه تر 12 پوری ټولګي پوری

ابتدایهٔ ښوونځي

  1. ترفیع کول یا مخکی پرمختګ کول/تلل
    1. په مناسب ټولګي کی ځای پرځای کول یا شاملول به د ودی یا پرمختګ کولو لپاره غوره فرصت رامنځ ته کړي. دا اړینه ده چې د زده کوونکو وړتیاوې، د هغوي لاسته راوړنې، او هغه ټولګي یا څانګه په پام کې ونیول شي په کوم چې هغوي وکولی شی په خورا اطمینان سره کار تر سره کړي. د ټولو زده کوونکو اړتیاو ته به په ځانګړې ډول پاملرنه کیږي، که هغه د ګفټډ (خداداد وړتیا لرونکی)، اوسط، یا د اوسط څخه ټیټ زده کوونکی وي. دا چې مونږ د هر زده کوونکی پرمختګ/ودي ته اندیښنه لرو، د ښوونځي له لارې دوام داره پرمختګ اړین دی.
    2. د کارکوونکو لخوا د دی خبری ډاډ ترلاسه کولو لپاره باید هره هڅه تر سره شي هغه دا چې هر زده کوونکی په دی پوه شي چې ترفیع یا بل ټولګي ته پرمختګ کول تر لاسه یا ګټل کیږي، نه په اتومات ډول تر سره کیږي.
    3. د لوست او ریاضي مهارتونه او د ویرجینیا د زده کړې معیارونو (SOL) آزموینو کې د بریالي کیدو نمرې تر لاسه کول به د ترفیع یا بل ټولګی ته پرمختګ کولو او شاته پاتی کیدو کی کلیدي فکتورونه/عوامل وي؛ د زده کوونکي د خبرو اترو مهارتونه به هم په پام کې نیول کیږي.
    4. که چیرته زده کوونکی ته بل ټولګي ته د ترفیع ورکولو لپاره پریکړه وشي او زده کوونکی د دریم ټولګي د لوست او ریاضي SOLs آزموینو کې پاتې راغلی وي، نو دغه زده کوونکی اړ دی چې د ښوونځي ورځی پر مهال د کمزوری مضمونونو یا برخو لپاره د اضافي لارښوونو په پروګرام کې ګډون وکړي کله چې مناسب وي.
  2. په خپل ځائ پاتی کیدل یا ساتل

    د ښوونځی مدیر او اړوند اداري کارکوونکی به دا پریکړه کوي چې آیا زده کوونکي په ټولګي کې په خپل ځائ پاتی کیږي او که څرنګ. په هر صورت، دا کار باید د زده کوونکو او والدینو په بشپړ ډول خبرولو سره ترسره شي او تل باید د زده کوونکو د غوره ګټو او د هغوي د ودی لپاره ترسره شي. زده کوونکي به د وړکتون څخه تر پنځم پوری په ټولګیو کې د لاندې ذکر شویو شرایطو تر لاندی په خپل ځائ ساتلو لپاره په پام کې نیول کیږي:
    1. زده کوونکی له دی وړاندی د وړکتون څخه تر پنځم پوری ټولګي کې له یو ځل څخه زیات ځله په خپل ځائ نه دی ساتل شوئ.
    2. د ښوونځي ډیویژن د تمې او د زده کړې بنسټیزه مهارتونو سره سم، زده کوونکی نشي کولی هغه بنسټیزه اکاډمیکی مهارتونه وساتي او پلي کړي چې د دغی ټولګی کچی لپاره د لږ تر لږه تمې په توګه تعریف شوي دي.
    3. زده کوونکي د ښوونځي 10 یا ډیرې ورځې غیر حاضری تر سره کړئ چې په هغی کې زده کوونکی د دندی بشپړولو لږ یا هیڅ ډول کار نه وو تر سره کړئ. استثنا ورکول کیږي که چیرته د ډاکټر لخوا د ناروغۍ تصدیق د ښوونځي کارکوونکو ته په لاس ورکړل شي.
    4. والدینو/سرپرست ته باید د لومړي سمستر (18 اونیو) په پائ کې په لیکلی بڼه (I ضمیمه) خبر ورکړل شي چې د هغوي د زده کوونکي لپاره په خپل ځاې پاتی کیدل یو څرګند امکان لري. د دریمې نهه اونیزه نمری ورکولو دورې (27 اونۍ) په پائ کې والدینو ته یو ځل بیا باید په لیکلې توګه خبرتیا (II ضمیمه) واستول شي. سربیره پردې، ښوونکي هڅول کیږي چې د دغو زده کوونکو والدینو / سرپرستانو سره کنفرانسونه/خبری اتری تنظیم کړي. هغه زده کوونکي چې د لومړي سمستر پائ ته رسیدو وروسته ښوونځي ته لیږدول کیږي، ممکن په خپل ځائ پاتی کیدو لپاره په پام کې ونیول شي. د نوم لیکنې نیټې څخه راپدیخوا په 15 ورځو کې دننه، یا څومره زر چې دا مشخص شي چې د زده کوونکی په خپل ځائ پاتی کیدل امکان لري، د احتمالي پر ځائ پاتی کیدو په اړه به یی په لیکلي ډول والدینو / سرپرست ته خبر ورکړل کیږي.
    5. هر هغه زده کوونکي چې تر پوښتنې لاندی وي، په خپل ځائ د پاتی کولو مشورتي کمیټه به جوړیږي چې د زده کوونکی ښوونکي، د ښوونځی مدیر یا مرستیال مدیر، او د سرچینې شخص به پکی شامل وي، که د تطبیق وړ وي. دا کمیټه به د هغه زده کوونکي په اړه ټول اړوند معلومات ګوري چی د تر پوښتنې لاندی وي او د ښوونځی مدیر ته به یی بل ټولګی تل د لیږدولی یا په خپل ځائ د ساتلو سپارښتنه کوي. د زده کوونکي والدینو/سرپرست ته به بلنه ورکول کیږي چی د کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي.
    6. کله چې یو زده کوونکی په خپل ځائ پاتی کیدو لپاره په پام کې ونیول شي، ښوونکی به د بیاکتنی لپاره د زده کوونکي د ورځني کار مجموعی فولډر/دوسیه کمیټې ته سپاري.
    7. د هغو ټولګیو لپاره په کوم کی چې د SOL آزموینې ورکول کیږي، د SOL په آزموینو کې د بریالي کیدو نمرې تر لاسه کول به یو له ډیری فکتورونو څخه یو فکتور وي چې په پام کې نیول کیږي.
    8. والدینو ته باید د ښوونځي له تړل کیدو څخه لږ تر لږه ۱۵ کاري ورځې وړاندی په لیکلې بڼه (III ضمیمه) خبرتیا ورکړل شي.
    9. د ترفیع او په خپل ځائ ساتلو هغه پریکړې چې د والدینو لخوا مجادله کیږي، باید پر ضد یی په لیکلي ډول د 731 پالیسۍ، "د زده کوونکو د چارو /مسایلو استیناف/اپیل" سره په مطابقت او لکه څرنګ چې په خپل ځائ ساتلو په اړه د ښوونځي لخوا په دریم او وروستي لیک کې تشریح شوي وي، د استیناف غوښتنه تر سره شي.
  3. چټک کونه یا ګړندۍ کونه

    دا پریکړه به د ښوونځی مدیر او اړوند اداری کارکوونکی تر سره کوي چې آیا یو زده کوونکی بل پورته ټولګي ته په چټکی سره ولیږدول شي ( په مینځ کی یو ټولګی پریښودل) او که څرنګ. په هر صورت، دا کار باید د زده کوونکی او د والدینو په بشپړ ډول خبرولو سره ترسره شي او تل باید د زده کوونکی د غوره ګټی او د زده کوونکی د ودی/پراختیا لپاره ترسره شي. د لاندېنیو په پام کې نیولو وروسته، زده کوونکي به د چټکونی یا په مینځ کی یو ټولګئ پريښودلو لپاره په پام نیول کیږي:
    1. زده کوونکی د ګفټډ تعلیم سرچینی ښوونکي ته راجع شوئ یا ورڅخه لارښوونی تر لاسه کوي یا په ګفټد مرکز کی لارښوونی تر لاسه کوي.
    2. زده کوونکی له مخکی څخه پراختیا/وده موندلی ده او د اوسني ټولګي په کچه د لارښورنی کوم مناسب ګروپ/لارښوونه شتون نلري.
    3. زده کوونکی د ښوونځي اړوند د مداخلې ټیم ته راجع شوئ دۍ.
    4. د ښوونځي اړوند د مداخلې ټیم ممکن په ګړندۍ شوي یا چټک شوئ ټولګئ کی د ازمایښتی دوری سپارښتنه وکړي.
    5. د آزموینې پایلې او مشاهده (بالغتوب یا پوخوالی، د کار عادتونه، خپلواکي) دا ثبوت وړاندې کوي چې زده کوونکی د چټکونی لپاره چمتو دی. په نورمال توګه، زده کوونکی بیا د ریاضی او/یا د لینګویج آړټ (انګلیسی) لپاره په ازمایښتنی ډول ګړندی کیږي. که چیرته زده کوونکی اطمینانی لاسته راوړنی ولري، نور درسی مواد یا برخی ممکن هم ګړندۍ یا چټکی کړل شي. د SOL په آزموینو کې د بریالي کیدو نمرې تر لاسته کول به د ترفیع په اړه پریکړې کولو کې په پام کې ونیول شي.
    6. د زده کوونکی نظارت تر سره کیږي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه بلوغت یا پوخوالی او ټولنیز مهارتونه لري کوم چې په بشپړ ډول بل ټولګي ته ګړندي کولو لپاره اړین دي. د "آزمایښتی" دورې په بهیر کې، والدین/سرپرست به د هغوي د زده کوونکي د پرمختګ او ټولنیز سمونونو څخه سم خبر ساتل کیږي. د نهو اونیو له مودې وروسته، والدین/سرپرست، ښوونکي او د ښوونځی مدیر به د زده کوونکي د پرمختګ په اړه د بحث کولو او دا مشخص کولو لپاره چې آیا زده کوونکی ته په ټولو موضمونونو کې په بشپړه توګه ګړندیتوب ورکړل شي او که څرنګ، یو کنفرانس تنظمیوي.
    7. د اداری کارکوونکو د مسلکي قضاوت او د ښوونځي اړوند د مداخلې ټیم سپارښتنې پر بنسټ، د ښوونځی مدیر به د ګړندۍ پوښتنې په اړه پریکړه تر سره کوي.

منځني ښوونځي

  1. ترفیع / ځای پرځای کونه
    1. په ټولګي کی ځای پرځای کول یا شاملول به د مناسب پرمختګ لپاره غوره فرصت رامنځ ته کړي. دا اړینه ده چې د زده کوونکو وړتیاوې، د هغوي لاسته راوړنې، او هغه ټولګي یا څانګه په پام کې ونیول شي په کوم چې هغوي وکولی شی په خورا اطمینان سره کار تر سره کړي. د ټولو زده کوونکو اړتیاو ته به په ځانګړې ډول پاملرنه کیږي. دا چې د هر زده کوونکی پرمختګ/ودي ته اندیښنه شتون لري، د ښوونځي له لارې دوام داره پرمختګ اړین دۍ.
    2. د کارکوونکو لخوا د دی خبری ډاډ ترلاسه کولو لپاره باید هره هڅه تر سره شي هغه دا چې هر زده کوونکی په دی پوه شي چې ترفیع یا بل ټولګي ته پرمختګ کول تر لاسه کیږي، نه په اتومات ډول تر سره کیږي.
    3. په لینګویج آرټ (انګلیسی)، ریاضياتو، ساینس، تاریخ او ټولنیزو علومو کې لاسته راوړنې به په ترفیع کولو او په خپل ځائ پاتی کیدو کی مهم عوامل وي. د لاسته راوړنی کچه معلومولو کی، د لینګویج آرټ (انګلیسی) او د ریاضي مهارتونه به په پام کې نیول کیږي لکه څنګه چې د درسی موادو منځپانګې په ټولو برخو پلي کیږي، په ټولګي کی فعالیت، د زده کړې ارزونه، او د معیاري آزموینې پایلې چیرته چی مناسب وي. د SOL په آزموینو کې د بریالي کیدو نمری تر لاسه کول به د ترفیع ورکولو او په خپل ځائ ساتلو په اړه پریکړو کې په پام کې نیول کیږي.
    4. که چیرته زده کوونکی ته بل ټولګي ته د ترفیع ورکولو لپاره پریکړه وشي او زده کوونکی د پنځم ټولګي د لوست او ریاضي SOLs آزموینو کې پاتې راغلی وي، نو دغه زده کوونکی ممکن د ښوونځي ورځی پر مهال د کمزوری مضمونونو یا برخو لپاره د اضافي لارښوونو په پروګرام کې ګډون وکړي کله چې مناسب وي.
    5. هغه زده کوونکی چې په څلورو بنسټیزو اکاډمیکی برخو کې تکړه/برلاسی نه وي، بل پورته ټولګي کې به د ځای پرځای کولو لپاره په پام کې نیول کیږي کله چې د ځای پرځای کولو کمیټه او/یا د ښوونځی مدیر دا معلومه کړي چې ځای پر ځای کونه به په مجموعی ډول د زده کوونکي په غوره ګټه کی وي.
    6. که چیرته زده کوونکی د دوبي یا اوړي پر مهال په اړوند تعلیمي تجربه کې بریالی شي، د ځای پر ځای کولو کمیټه ممکن د اګست په میاشت کی د زده کوونکی په خپل ځائ د ساتلو او د دوسیی یا قضیی بیاځلی کتلو پریکړه وکړي. د مهارت کچه ​​​​معلومولو لپاره ممکن د اګست په میاشت کې تازه آزموینې ته اړتیا وي.
  2. په نهم ټولګي کې ځای په ځای کول
    1. د منځني ښوونځي مدیر باید د عالي ښوونځی مدیر ته د هغو زده کوونکو لیست ورکړي چې په نهم ټولګي کې ځای پر ځای شوي دي او ځانګړي خدماتو ته اړتیا لري.
    2. د لیږدونکی او تر لاسه کوونکی ښوونځیو مدیران به د هغه زده کوونکو په اړه مصلحت کوي او په اړه به یی معلومات تر لاسه کوي چې ځای پر ځای کیدل یی ټال شوي دي. خو بیا هم، دا غونډه به په احتمالی ډول د دی موخی لپاره نه وي چی د زده کوونکی په نم ټولګي کی د ځائ پر ځائ کیدو مخه ونیول شي.
  3. په خپل ځائ ساتل
    1. په خپل ځائ د ساتلو په ټولو حالتونو کې، ښوونکی به د لومړي سمستر (18 اونیو) په پائ کې په تاریخ او ټولنیزو علومو، ریاضیاتو، لینګویج آړت (انګلیسی)، او ساینس مضمونونو کورس کې د احتمالی ناکامه کیدو په اړه والدینو / سرپرست ته په لیکلی ډول (څلورم ضمیمه) خبر ورکوي.
    2. یوه کمیټه چې د ښوونځی مدیر لخوا ټاکل کیږي (چی د پازوال یا اداره کوونکی او اړوند اداری کارکوونکو څخه جوړه شوې وي)، د هر یو زده کوونکي ټول فعالیت به ګوري یا څیړي. د زده کوونکي والدین/سرپرست به د ځای پر ځای کولو یا شاملولو په پروسه کې ښکیل وي. هغه عوامل چې باید د بیاکتنې کمیټې لخوا په پام کې ونیول شي، په لاندې ډول دي:
      1. د زده کوونکو د ښوونکو سپارښتنه/سفارش؛
      2. د SOL په آزموینو کې د بریالي کیدو نمرې تر لاسه کول؛
      3. زده کوونکی نه دی توانیدلی چې بنسټیزه اکاډمیکی مهارتونه وساتي او عملی کړي؛
      4. زده کوونکی په دوامداره توګه د دندو په بشپړولو کې پاتې راځی؛
      5. د زده کوونکي فزیکي، ټولنیز، او / یا احساساتي وده د متوقع چلند او د هغه/هغی د عمر د ودي یا پراختیا کچې سره سمون نه خوري؛
      6. زده کوونکي د ښوونځي 10 یا ډیرې ورځې غیر حاضری تر سره کړئ چې په هغی کې زده کوونکی د دندی بشپړولو لپاره لږ یا هیڅ ډول کار نه وو تر سره کړئ. استثنا ورکول یا منل کیږي که چیرته د ډاکټر لخوا د ناروغۍ تصدیق د ښوونځي کارکوونکو ته په لاس ورکړل شي.
      7. په خپل ځائ د پاتی کیدو پخوانی شمیر، زده کوونکی ته د ترفیع ورکولو، بل ځائ کی شاملولو، یا په خپل ځائ ساتلو لپاره په پریکړه کولو کی یو فکتور دۍ. د زده کوونکي بشپړ رواني او ټولنیز - تعلیمي ارزونې ته به اړتیا وي که چیرته له دی وړاندی "په خپل ځائ پاتی کیده" د لومړئ ټولګئ څخه تر اتم ټولګي پوری په موده کی رامنځ ته شوي وي؛ او
      8. هغه ښوونیز پروګرام چې په خپل ځائ پاتی کړل شوئ زده کوونکی به پکې ګډون کوي، آیا د زده کوونکي پیژندل شوي اړتیاوې پوره کوي. د پورتنیو په پام کې نیولو وروسته، کمیټه به د ښوونځی مدیر ته سپارښتنه کوي چې آیا زده کوونکی بل ځائ کی شامل کړي یا په خپل ځائ وساتي.
    3. د زده کوونکي په خپل ځائ د ساتلو په اړه وروستۍ پریکړه به د ښوونځی مدیر تر سره کوي او بیا به د زده کوونکي ښوونکو او د زده کوونکي والدینو / سرپرست ته خبر ورکوي. (V ضمیمه)
    4. د ځای پرځای کولو او په خپل ځاۍ د ساتلو پریکړې چې د والدینو لخوا مجادله کیږي، پر ضد یی په 731 پالیسی "د زده کوونکو د چارو /مسایلو استیناف/اپیل" کی د ذکر شویو طرزالعملونو سره په مطابقت په لیکلې توګه د استیناف غوښتنه تر سره کیدئ شي.

عالي ښوونځئ

  1. ترفیع/مخکی پرمختګ کول/په خپل ځائ پاتی کیدل

    هغه زده کوونکي چې نهم ټولګي ته ترفیع مومي، چې د اتم ټولګي ریاضی او/یا د انګلیسي SOL آزموینو کی نه وي بریالی شوئ یا یی نه وي ورکړي، ممکن د نیمګرتیا/کمزورتیا په برخو کې اضافي لارښوونې ولري. معیاري کریډیټ د کورس د شرایطو په بریالي توګه د بشپړیدو سره ترلاسه کیږي. تصدیق شوي کریډیټ، د کورس د شرایطو په بریالیتوب سره د بشپړولو او د کورس په پائ کې (EOC)

    د زده کړې معیارونو (SOL) آزموینه کې د آیالت د ښوونی او روزنی بورډ لخوا د منل شوي نمرو ترلاسه کولو یا د دغه کورس لپاره د اضافي آزموینو له لاری تر لاسه کیدئ شي لکه څرنګ چې د آیالت د ښوونی او روزنی بورډ لخوا تصویب شوي دي.

    بل ټولګي ته د ترفیع یا پرمختګ مشخص کولو لپاره به لاندي ذکر شوئ معیار کارول کیږي
    1. د نهم ټولګي زده کوونکو ته به نهم ټولګي ته هغه وخت ترفیع ورکول کیږي کله چې هغوي په بریالیتوب سره اتم ټولګي بشپړ کړي، لکه څرنګ چې په دی مقرره کی د منځني ښوونځي په برخه کې تعریف شوي دي.
    2. د لسم ټولګي زده کوونکو ته به لسم ټولګي ته هغه وخت ترفیع ورکول کیږي کله چې هغوي پنځه معیاري کریډیټ ترلاسه کړي؛ له پنځو ترلاسه شوي معیاري کریډیټو څخه درې یی باید د اړین کورسونو د لیست څخه وي.
    3. د یولسم ټولګي زده کوونکو ته به یولسم ټولګي ته هغه وخت ترفیع ورکول کیږي کله چې هغوي 11 معیاري کریډیټ ترلاسه کړي؛ له 11 ترلاسه شوي معیاري کریډیټو څخه شپږ یی باید د اړین کورسونو د لیست څخه وي.
    4. د دولسم ټولګي زده کوونکو ته به دولسم ټولګي ته هغه وخت ترفیع ورکول کیږي کله چې هغوي 16 معیاري کریډیټ ترلاسه کړي؛ د 16 ترلاسه شوي معیاري کریډیټو څخه نهه یی باید د اړین کورسونو د لیست څخه وي.
  2. د نهم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده کړې لړۍ
    1. په پرله پسی یا لړییز کورسونو لکه انګلیسي، ریاضي، او بهرنۍ ژبه کی، زده کوونکي به د لوړې کچې په کورس کې تر هغه وخت پوری نه شاملول کیږي تر څو چې هغوي د ټیټې کچې کورس بشپړ نه کړي، پرته له دې چې که د ښوونځی مدیر لخوا ورته اجازه ورکړل شوي وي.
    2. هغه زده کوونکي چې په خپل ځائ پاتی کړل شوي دي، په هغه ټولګي کې د مضامینو اخیستلو څخه نه منع کیږي په کوم چې نه دي طبقه بندي شوي په دی شرط چې هغوي د کورس شرایط پوره کړي اوسی.
  3. د والدینو خبرتیا
    1. د راپور کارت یا اطلانامی سربیره، هغه زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کوم کورس کې پاتې راځی، والدین/سرپرست به یی د لومړي سمستر په پائ کې د ټولګي ښوونکي لخوا په لیکلي ډول خبر ورکول کیږي. (VI ضمیمه) سربیره پردې، ښوونکي هڅول کیږي چې د دغو زده کوونکو والدینو / سرپرستانو سره کنفرانسونه/خبری اتری تنظیم کړي.
    2. که چیرته یو زده کوونکی د دریمې نهه اونیزه نمری ورکولو دورې پائ پوری ناکامیدو ته دوام ورکړي، والدینو/سرپرست ته به یی بیا په لیکلي ډول خبر ورکول کیږي.

د ښوونځی مدیر او اړوند لیول ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.