Regulation 743 -1 - Pashto

کتاب                                                      پالیسۍ او مقررات
برخه                                                       700 - زده کوونکي
عنوان                                                    مقرره - د زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط
کوډ                                                        1-743
حالت                                                     فعال
تصویب شوۍ                                   26 اپریل، 2017
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه         27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی           4 مارچ، 2020


زده کوونکي

مقرره 1-743

د زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط

لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ یاقانون لخوا وړاندی شوي دي، د ښوونځي پازوالان یا اداره کوونکی او د ښوونځي بورډ کولی شي چی هغه زده کوونکو باندی نظم و ضبط تحمیل کړي چې د ښوونځي بورډ د پالیسو او مقرراتو یا د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) "د چلند کوډ" څخه سرغړونه کوي، په شمول د هغه زده کوونکو چې چلند یې د ښوونځي ډیویژن په چارو باندی؛ د زده کوونکو او کارکوونکو روغتیا، خوندیتوب، او هوساینې، یا د نورو زده کوونکو په تعلیمي فرصتونه باندی ګډوډونکي یا زیان رسونکي اغیزه لري.

PWCS باید د نظم و ضبط کړنلارې تعقیب کړي او د خوندیتوب لپاره هغه ټاکل شوي پروسې وړاندی کړي، چی د ویرجینیا کوډ یا قانون لخوا اړین دي، لکه څرنګ چې په 1-743 مقرره"د زده کوونکي ډسپلین/نظم و ضبط"؛ 744 پالیسی او 744-1 مقرره, “د لنډی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول”; 745 پالیسی,“د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول یا اخراج، بیاځلی داخلول، او اخراج /نوم لیکنه” او 745-1 مقرره, “د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول یا اخراج”; 745-2 مقرره, “د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط”; 745-3 مقرره , “د اوړی ښوونخی زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط”; 680 پالیسی او 680-1 مقرره, “د بالغ کسانو تعلیم”; 681-1 مقرره, “غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه”; 745-4 مقرره, “ د زده کوونکو د اخراج لپاره د ښوونځی بورډ د نظم و ضبط کمیټی د اپیل اوریدنی تګلاری”; 747 پالیسی او 747-1 مقرره, “د زده کوونکو د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه” کی لنډیز شوي دي او د اپیل یا استیناف هغه تګلاری چی په دغو پالیسیو او مقراراتو کی یو ځائ شوي دی او په 731 پالیسی, “د زده کوونکو د چارو/ستونزو اپیل یا استیناف” کی لنډیز شوي دي. د زده کوونکو د اخراج جریانونه یا بهیرونه هم د 745-4 مقرره, “د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ د نظم و ضبط یا ډسپلین کمیټې تګلاری” تابع دي.

د زده کونکو دمدیریت او د بدیلو پروګرامونو څانګه باید د ښوونځي ډیویژن د جدي انضباطي سرغړونو مدیریت کوردینه کړي، لکه څرنګ چې په 747 پالیسی, “د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه” کی ورکړل شوي دي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او هر یو اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


§