کتاب:  پالیسۍ او مقررات
برخه:  700 - زده کوونکي
عنوان:  مقرره - منع شوي توکي
کوډ:  735-1
حالت:  فعال
تصویب شوۍ:  12 جون، کال 2019



زده کوونکي

مقررات 1-735

منع شوي توکي

دا مقررات کوم چی هغه توکي اداره کوي، چی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) لخوا منع شوي دي، په دې مقرره کې په ډاګه شوي دي او د "چلند کوډ" کې لنډیز شوي دي. 
 
دا چی د ښوونځي په ملکیت یا د ښوونځي په فعالیتونو کې د زده کوونکو، کارکوونکو او د نورو کسانو د خوندیتوب او هوساینې ډاډ رامنځ ته شي، د هر ډول ښوونځي په ملکیت کې، د ښوونځي په بس تمځایونو کې، د ښوونځي په بسونو کې، د ښوونځي اړوند فعالیت کې، پرته له دي په پام کی نیولو چی هغه فعالیت په کوم ځای کی تر سره کیږي، او ښوونځي ته د تګ راتګ په وخت کی، یا د ښوونځي اړوند په هر یو فعالیت کې ځینی مشخص توکی منع دي. هغه زده کوونکي چې د ښوونځي په ملکیت کې یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې د نشه یی توکو(غیر قانوني، نسخه یی او/یا د دوکان څخه)، الکول یا شراب، نشه یی تنفسی توکو، نقلی درمل، پلیسبوس یا نشه یی لوازمو په لرلو، کارولو، ترلاسه کولو یا د ترلاسه کولو هڅه کولو، پیرودلو، د پیرودلو یا اخیستلو هڅه کولو، ویشلو یا د ویشلو هڅه کولو کی ښکیل وي یا څوک چې ښوونځي ته د ورته نشه یی توکو په حالت کی راشي، د ځنډولو او/یا له ښوونځي څخه د شړلو تابع دي. برسېره پردې، د ښوونځي بس تمځایونو کی یا عامه ځایونو کی یا هغه عامه ځایونو کی چی د بس تمځای څخه په 1,000 فوټ واټن کی وي، زده کوونکي ممکن د پورته ذکر شویو توکو لرلو، کارولو، ترلاسه کولو یا د ترلاسه کولو هڅه کولو، پیرودلو، د پیرودلو یا اخیستلو هڅه کولو، ویشلو یا د ویشلو هڅه کولو لپاره د ځنډولو یا اخراج تابع وي. د ښوونځي ملکیت د هر هغه حقیقي ملکیت په معنی دی چې د ښوونځي بورډ ملکیت وي یا لخوا اجاره شوی وي، یا هر هغه موټر چې د ښوونځي بورډ ملکیت یا لخوا اجاره شوی اوسی، یا هر هغه موټر چې د ښوونځي بورډ ملکیت وی، لخوا په اجاره نیول شوۍ، یا د ښوونځی بورډ لخوا یا په استازی توب کارول کیږي. په ویشلو کی د منع شوي توکو وړل، لیږدول، حرڅول، تبادله کول، معامله کول، یا د ډالۍ په توګه ورکول شامل دي.  
 
زده کوونکي ممکن د هغه کړنو یا اقدام لپاره هم د انضباطي عمل تابع شی چی منع شوي توکی پکی شامل وي او کوم چې د ښوونځي د ملکیت څخه بهر رامنځ ته کیږي، که چیرته اقدام د ښوونځي په چارو کی د خنډ پایله لري یا ممکن پایله ولري، که چیرته اقدام یا کړنه په ښوونځي کې پلان شوی وي یا د ښوونځي په فعالیتونو کې، که چیرته جرم په داسی وخت کی تر سره کیږی چې زده کوونکی د والدینو پرځای د ښوونځي واک لاندې وي، که چیرته اقدام د زده کوونکو، کارکوونکو یا د ښوونځي د ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښوي، یا که اقدام یا کړنه په بل ډول ښوونځي سره تړلی وي. 
 
د منع شوي توکو بیلګي
 
د هر ډول منع شوي توکو یا اړوند نشه یی توکو لرلو، کارولو، ترلاسه کولو یا د ترلاسه کولو هڅه کولو، پیرودلو، د پیرودلو یا اخیستلو هڅه کولو، ویشلو یا د ویشلو هڅه کول په ښکاره توګه منع دي او د "چلند د قانون" څخه جدي سرغړونه ده.   
 
لکه څرنګ چی د ویرجینیا په 371.2-18.2§ کی تشریح شوي دي، د منع شوي توکو او اړوند توکو بیلګو کی شامل دي، مګر دی پوری محدود نه دي، الکول یا شراب، غیر الکولي مشروبات، د الکولی محصولات، یا د الکولو لوښی (ظرفونه)؛ غیرقانوني درمل او توکي؛ نسخه یی او په ازاد ډول درمل؛؛ تنفسي نشه يي توکي یا بل ډول توکی چې د نشې په موخه تنفس شوي وي؛ انابولیک سټرایډونه؛ یا د پورته ذکر شوي توکو سره ورته والی یا پلیسبوس؛ نشه یی توکی یا الکول پارفیرنالیا، او د تمباکو یا نیکوتین بخار محصولات. 
 
هغه زده کوونکي چې په ښوونځي کی یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې درملو ته اړتیا لري، باید د والدینو یا (سرپرست) لخوا د ښوونځي نرس یا د ښوونځي نورو چارواکو ته د ورته درملو د اړتیا او استمال په اړه په لیکلي بڼه اسناد وړاندي کړي. دا ډول ټول درمل باید سمدستي د ښوونځي نرس یا د ښوونځي مناسب پرسونل ته وسپارل شي او یوازې د زده کوونکو لخوا کارول کیدي شي، یا د ښوونځي نرس یا د ښوونځي مناسب پرسونل په تصویب سره به د زده کوونکو په ملکیت کې وي. د درملو اداره کولو طرزالعملونه په 4-757 مقرره "د درملو اداره کول" کې تشریح شوي دي. 
 
د ویرجینیا کوډ 277.08-22.1 § ، "د ځینې مشخص توکو جرمونو لپاره د زده کوونکو اخراج"، د احکامو باوجود، د ښوونځي هیڅ بورډ ته به اړتیا نه وي چې یو زده کوونکی وځنډوي یا خارج کړي څوک چې د کینابیدول تیلو یا THC-A تیلو کارولو لپاره قانونی لیکلي تصدیق نامه لري کوم چی د B § 54.1-3408فرعی قانون سره په مطابقت د ورته تیلو لرلو یا کارولو لپاره د زده کوونکی د انفرادی روغتیایی پلان او د دی مقرری سره سم د یو متخصص ډاکټر لخوا ورته ورکړل شوی وي. 
 
جبری اخراج 
 
د ویرجینیا د کوډ 277.08-22.1 برخه د ښوونځي بورډ اړ کوي چې هر هغه زده کوونکی له حاضري څخه وباسي چې ښوونځی ته یا د ښوونځی لخوا سپانسر شوي فعالیت ته د کنټرول شوي توکو، د تقلیدی کنټرول توکو، یا چرس راوړلو لپاره د ښوونځی بورډ لخوا مشخص شوي اوسی. په هرصورت، د ښوونځي بورډ، د ډیویژن سپرانټینډنټ استازی (د لیول ایسوسی ایټ سپراټینډنټ، د زده کوونکو د مدیریت او بدیل پروګرامونو دفتر( OSMAP) رییس یا د OSMAP اوریدلو افسر) باید د یو ځانګړی حالت د حقایقو پراساس دا واک ولري چی د انضباطي اقدام ډول کی بدلون رامنځ ته کړي، کله چې ځانګړي شرایط شتون ولري. په ځانګړو شرایطو کې شامل دی، مګر محدود نه دي، هغه قانوني معیارونه چی د ویرجینیا کوډ 22.1.277.06 § (C) کې په ډاګه شوي دي، او څنګه چې په 1-745 مقرراتو "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج" کې تشریح شوي دي. د ځانګړي حالت د حقایقو په پام پرته د ویرجینیا په 277.08-22.1§ کوډ یا دې مقرره کې هیڅ شی باید د زده کوونکي اخراج لپاره اړ ونه ګڼل شي. هغه زده کوونکي چې له قانون څخه سرغړونه کوي سیمه ایزو چارواکو ته به د مناسب اقدام لپاره په جنیایی محکمی یا د ماشومانو جنایت سیسټم کې راجع شي. 
 
د منع شوي توکو لیست او لوازم د کوم لپاره چې یو زده کوونکی د PWCS مقرراتو لاندې شړل کیدی شي د ممنوع موادو لیست څخه پراخه دی د کوم لپاره چې قانون د جبری اخراج حکم کوي. حتی که منع شوي توکي یا اړوند نشه یی توکي د منع شوي توکو په ټولګه کی هم شمیرل کیږي کوم چی د قانون لخوا منع شوي دي، د ښوونځي بورډ په کلکه د منع شوي توکو لرل، کارول، ترلاسه کول یا د ترلاسه کولو هڅه کول، پیرودل، د پیرودلو یا اخیستلو هڅه کول، ویشلو یا د ویشلو هڅه کول منع کوي.  
 
په ځینو مواردو کې، کیدای شي دا پوښتنه موجود وي چې آیا یو توکي یا څیز منع شوي ګڼل کیږي یا څرنګ. د منع شوي توکی یا نشه یی توکو بڼه او ظاهری ډول، د هغی موخه، او د کارولو څرنګوالی یا د کارولو نیت باید په پام کې ونیول شي کله چې دا پریکړه تر سره کیږي چی آیا دغه منع شوۍ یا نشه یی توکۍ د انضباطي اقدام سپارښتنه کوي یا تر د اخراجولو په شمول.  
 
د منع شوي توکو د راپور ورکولو مسٔولیت
 
د PWCS ټول کارکوونکی او زده کوونکي اړ دي چې د ښوونځی مدیر، د مدیر مرستیال او د ټولنېزو سرچینې افسر، امنیتي پرسونل، ښوونکی، یا د ښوونځي کوم بل کارکوونکی ته زر تر زره خبر ورکړي که چیرته دوی په دې باور لري چی په ښوونځي کې، د ښوونځي په ملکیت کې، د ښوونځي بسونو کې، د بس تمځایونو کې، ښوونځي ته د تګ یا راتګ په لاره کې، یا د ښوونځي اړوند چارو کی منع شوي توکي یا نشه یی توکي شتون لري یا د موجودیت احتمال یی موجود وي. هغه زده کوونکي چې د منع شوي توکو یا اړوندو نشه یی توکو شتون یا احتمالی شتون په اړه معلومات لري او په راپور ورکولو کې یی پاتې راشي ممکن پخپله د انضباطي اقدام سره مخ شی. مدیر یا د مدیر استازی باید د ښوونځي د څانګې پالیسۍ دننه سمدستي عمل کولو لپاره مناسب واک وساتي ترڅو د زده کوونکو او کارکوونکو امنیت او هوساینه تضمین کړي. د ښوونځي څانګې او د سیمه ییزه پولیسو څانګی سرچینې باید په دې چارو کې د مدیر سره د مرستی کولو لپاره شتون ولري. هر هغه توکي چې د ښوونځي چارواکو لخوا ضبط کیږي باید د ملکیت ضبط کولو، لیږد، او تخصیص ریکارډ فورمه کې مستند شي (ضمیمه). 
 
د منع شوي توکو د سرغړونو پایلې
 
زده کوونکي چې هغه قوانین او مقررات څځه سرغړونه کوي کوم چی د منع شوي توکو او اړوندو نشه یی توکی اداره کوي، د ښوونځي مدیر یا مدیر مرستیال سره به غیر رسمي کنفرانس ولري. د غیر رسمی کنفرانس او د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ سره د خبرو کولو وروسته، د اخراجولو یا کوم بل انضباطی اقدام لپاره باید وړاندیز وشي، په دغه حالت کې په 1-745 مقرره "اوږد مهاله تعلیق یا د زده کوونکو اخراج، کی په ډاګه شوي کړنلاری باید په مناسبه توګه تعقیب شي. 
 
د نشه یی توکو څخه ناوړه ګټه اخیستل باید د تمرین په شمول د ښوونځي د ټولو فعالیتونو (ټیمونو، کلبونو، او د ښوونځیو لخوا د نورو ټولو سپانسر شوي فعالیتونو) کې د ګډون کولو څخه لږ تر لږه د 30 ورځو لپاره د فوري ځنډولو لامل شي. هغه زده کوونکی چې له ښوونځي څخه د 30 ورځو څخه زیاتې مودې لپاره ځنډول شوی وي یا د نشه یی توکو د ناوړه ګټه اخیستنې جرم له امله له ښوونځي څخه شړل شوی وي، ورته باید اجازه ور نه کړل شي چې د ښوونځي په دی ډول فعالیتونو کې ګډون وکړي او د ښوونځي په ملکیت کی یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې ورته د ځنډونی یا اخراج مودی پوره کیدو پوری اجازه نشته.  
 
د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري. 
 
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.