زده کوونکې
مقرره 6-745
د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې ځنډونی او اخراج پر ضد اپیل/استیناف
د دې مقرری د موخی لپاره، "school day یا د ښوونځي ورځ" د هر هغه ورځی په معنی ده کله چی ښوونځی د زده کړي/لارښوونی لپاره پرانیستی وي، او د " business day یا د رسمی ورځ" اصطلاح د هر هغی ورځی په معنی ده کله چی د پرنس ویلیم کاونټی عام ښوونځیو (PWCS) مرکزی دفترونه پرانیسی وي. په داسی حال کی چی دا مقرره دا غوښتنه کوي چی وړاندیز باید په لیکلې بڼه تر سره شي یا تر یوی مشخصی ورځی پوری هر استازی، کارکوونکي، یا د ښوونځی ډیویژن څانګی سره ثبت کیدی شي، خو په لیکلی بڼه دغه وړاندیز یا کاغذ باید استازی، کارکوونکی یا څانګې ته د ذکر شوي ښوونځی ورځی یا رسمی ورځی په بهیر کی د مازدیګر 4 بجو پوری ولیږدول شي.
- د اوږدی مودی ځنډونې اپیلونه/استناف
- والدین یا زده کوونکی کولی شي چی د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی (SMAPD) د اوریدنې افسر لخوا د 10 ورځو څخه د ډیر وخت لپاره د زده کوونکي د ځنډولو، او/یا د زده کوونکي د زده کړې په بدیل پروګرام کی د ځای پرځای کولو یا بیا ګمارلو پریکړې پر ضد د ښوونځي بورډ درې کسیزه انضباطي کمیټې ته په لیکلي بڼه اپیل وکړي. د د هر بل ډول ځای پر ځاي کونی یا نورو تعلیمي خدماتو په اړه د SMAPD پریکړه وروستۍ ده او پر ضد یی اپيل نه شي تر سره کیدای کوم چی به زده کوونکی ته د هغه/هغی د ځنډونی پر مهال وړاندی کیږي. د SMAPD پریکړې په ضد د ښوونځي بورډ ډیسپلین کمیټې (SBDC) ته اپیل باید د SMAPD د پریکړې نیټې څخه وروسته په څلورو ورځو کی دننه د SMAPD لخوا په لیکلي ډول ترلاسه شي. SBDC به د دروازی شاه ناسته کې د SMAPD د اوریدنې افسر پریکړې پر ضد تر سره شوۍ لیکلي اپیل وګوری. نه باید د ښوونځي کارکوونکی، د SMAPD کارکوونکی، زده کوونکی، والدین/سرپرست، او نه باید د زده کوونکي یا والدینو/سرپرستانو استازی د SBDC د دروازی تر شاه غونډې پر مهال حاضر وي. SBDC به یوازې هغه شواهد په پام کې نیسي چې د SMAPD اوریدنی پرمهال وړاندې شوي اوسی، د استیناف / اپیل د لیک په استثنا کوم چې باید هم SBDC ته وړاندی شي. په دریو کاري یا رسمی ورځو کی دننه، د SMAPD د اوریدونی افسر کولی شي یو لیک وسپاری یا داسی لاملونه ښکاره کړي چې د انضباطي پریکړې څخه ملاتړ په ډاګه کوي او په اپيل کی راپورته شوي ستونزی یا حقایق په ډاګه کوي، د کوم کاپي چی به والدینو/سرپرست/زده کوونکی ته ورکړل شي. والدینو/سرپرست/زده کوونکي ته به اجازه ورکړل شي چې د SMAPD اوریدونی افسر لیک پر ضد په دوه کاري ورځو کې د رد بیان ثبت کړي یا ښکاره کړي. SBDC دا اختیار لري چې د SMAPD کارکوونکو څخه یوازې د تګلاری چارو او/یا د بدیل ځای پرځای کولو یا تعلیمي خدماتو شتون یا مناسب والي په اړه د نورو معلوماتونو غوښتنه وکړي. نور اسناد یا شواهد باید د SBDC لخوا په پام کې ونه نیول شي. که SBDC د معلولیت لرونکي زده کوونکي اوږد مهاله ځنډونه تائید کړي، د انفرادي زده کړې پروګرام(IEP) ټیم باید د مناسبو تحصیلي خدماتو دوام مشخص کړي.
- د غوښتنی/استناف پر اساس، SBDC ممکن د SMAPD اوریدنې مامور پریکړه تایید، رد، یا تعدیل کړي، یا ممکن دا په ډاګه کړی چی د اخراج په شمول کوم بل انضباطی عمل ترسره کیدی شی. د SBDC پریکړه به حتمي وي پرته لدې که پریکړه متفقه نه وي، په کوم حالت کې زده کوونکی کولی شي د SBDC پریکړې په اړه په څلورو کاري ورځو کې، SMAPD په لیکلې بڼه خبر کړي چې هغه غواړي د انضباطی کمیټی پریکړی پر ضد د ښوونځي بشپړ بورډ ته اپیل وکړی، کوم چې به یوازی د اداری ریکارډ پر اساس د استیناف غوښتنه ګوری کوم چی SBDC ته وړاندې شوي اوسی او د استیناف تر لاسه کیدو وروسته به په 30 ورځو کې پریکړه تر سره کوي.
- په هغه صورت کې چې SBDC پریکړه وکړي چې اخراج ممکن د پلی کیدو وړ وي، په دی مقرره کی د اخراج لپاره د ذکر شوي تګلارو سره په مطابقت، د SBDC لخوا د اخراج پریکړی وروسته په څلورو رسمی ورځو کی دننه زده کوونکی باید د SMAPD لخوا په لیکلی ډول د ښوونځي بورډ د انضباطی کمیټې په وړاندی د پروسې د اوریدنی وړاندیز کولو حق څخه خبر کړل شي. په هغه صورت کې چې زده کوونکی د داسې اوریدنې غوښتنه نه کوي، یا د اوریدلو غوښتنه شوې وي، او زده کوونکی حاضر نه شي، د ښوونځي بورډ ډیسپلین کمیټه باید د لیکلي ثبت سره سم پریکړه وکړي.
- د اخراج استیناف/اپیل
که چیرته یو زده کوونکی د SMAPD لخوا د اخراج لپاره وړاندیز شي، والدین/سرپرستان، او زده کوونکی کولۍ شي د SMAPD د اوریدنی افسر د انضباطی سپارښتنی پر ضد SBDC ته اپیل وکړي. د بیاځلی شاملیدو په وخت کی د زده کوونکي په بدیل زده کړې پروګرام کې ځای په ځای کولو په اړه د SMAPD لخوا هره پریکړه هم استناف کیدی شي. په هرصورت، د SMAPD لخوا د ځای پرځای کولو بله هره پریکړه وروستۍ ده او استیناف کیدای نه شي. د SBDC په وړاندی یا مخامخ د اوریدنې لپاره لیکلې غوښتنه باید د SMAPD لخوا د پریکړې لیک نیټې څخه وروسته په څلور رسمی ورځو کې دننه ترلاسه شي.- هغه تفصیلی تګلاری یا طرزالعملونه چی د SBDC په وړاندی د اخراج د استیناف اوریدنې اداره کوي، په 4-745 مقرره, “د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ انضباطي کمیټې طرزالعملونه” کې موندل کیدی شي.
- SMAPD به زده کوونکي او والدین/سرپرستان خبروي چې که چیرته هغوي د SBDC په وړاندې د اوریدنی لپاره په حاضریدو کې پاتې راشي یا استیناف/اپیل بیرته واخلي یا خارج کړي، استیناف به معاف ګڼل کیږي او د SMAPD د اوریدنې افسر سپارښتنې به SBDC ته یا د ښوونځي بورډ ته د تایید یا رد لپاره د دروازی تر شا ناسته کی وړاندې کیږي.
- څومره زر چی امکان ولري زده کوونکو او والدینو/سرپرستانو ته به د SBDC یا د ښوونځي بورډ د پریکړې په اړه په لیکلی بڼه خبر ورکړل کیږي.
- د SBDC د غیر متفقه پریکړې پر ضد د اپیل کولو لپاره، زده کوونکي یا والدین/سرپرستان باید د کمیټې د پریکړې څخه وروسته په څلورو کاري ورځو کې دننه SMAPD ته په لیکلي بڼه وړاندیز وسپاري. د دروازی تر شاه غونډه کی به د ښوونځي بورډ د SBDC په وړاندې د اصلی جریان ریکارډ او د SBDC په اوریدنه کې وړاندی شوي هر ډول مواد ګوري او د اپیل لپاره د وړاندیز کولو نیټی څخه وروسته په 30 ورځو دننه پریکړې ته رسیدلو لپاره به په آزاده غونډه کی رایه ورکړي. د ښوونځي بورډ ممکن د SBDC پریکړه تائید کړي، رد کړي، یا تعدیل کړي، او ممکن دا مشخص کړي چې بل ډول انضباطي اقدام د پلی کیدو وړ دی، یا د اخراج مختلف شرط، یا دا چې د ځای پرځای کولو او/یا د بیاځلی شاملیدو لپاره مختلف یا اضافي شرایط ممکن مناسب وي. زده کوونکی او والدینو/سرپرستانو ته به د ښوونځي بورډ د پریکړې، او همدارنګ د سیمه ییزه ښوونځی او SMAPD په اړه په لیکلی بڼه خبر ورکړل کیږي. د ښوونځی بورډ پریکړه به وروستۍ وي.
- د اخراج سپارښتنی چی پر ضد یی اپیل نه تر سره کیږي
د اخراج لپاره د SMAPD هغه ټولی سپارښتنې چې پر ضد یی استیناف/اپیل نه ترسره کیږي، هغه به د دروازی تر شا رضایت اجنډا کی SBDC یا د ښوونځي بورډ ته د تایٔید یا رد لپاره وړاندې کیږي. نه به د ښوونځي کارکوونکی، د SMAPD کارکوونکی، زده کوونکی، والدین/سرپرستان، او نه به د زده کوونکي یا والدینو/سرپرستانو کوم استازی د SBDC یا د ښوونځی بورډ د دروازی تر شاه غونډې پر مهال حاضر وي کله چی د دی ډول سپارښتونو په اړه خبری اتری تر سره کیږي. خو بیا هم، د ښوونځی بورډ دا واک لري چې د SMAPD کارکوونکو څخه د تګلاری ستونزو او/یا د ځای پرځای کولو لپاره د بدیل ځائ یا تعلیمي خدماتو شتون یا مناسب والي په اړه د لا زیاتو معلوماتونو غوښتنه وکړي. د ښوونځي بورډ هغه غړي چی دا غوښتنه کوي چې د اخراج وړاندیز دی د دروازی تر شا ناستې بحث لپاره د رضایت اجنډا څخه ولیږدول شي، هغوي باید د SBDC یا د ښوونځي بورډ د مهالویش شوې غونډې څخه دوه ورځی وړاندی د ښوونځی بورډ میرزا یا د میرزا مرستیال سره اړیکه ټینګه کړي. - د ښوونځي بورډ غړو او/یا د ډیویژن سپرانټینډنټ سره اړیکه نیول
د فډرال او آیالت قانون او د ټاکلی شوي پروسې اصول کوم چې د زده کوونکو د انضباطي استیناف بهیر اداره کوي، په دا ډول اپیل/استیناف کې د ښکیل ګډون کونکو (یا شاهدانو) سره د خبری کولو څخه (په مستقیم ډول یا د نورو خلکو له لاری) د ښوونځي بورډ غړي منع کوي پرته د هغی چی د اپیل په پروسه کی وړاندی شوي دي. له همدې امله، زده کوونکي / والدین / سرپرست یا د هغوي استازي باید د روانی انضباطي موضوع او / یا اپیل په اړه د ښوونځي بورډ غړو سره اړیکه ونلري یا اړیکه ټینګه نه کړي. د ښوونځي بورډ هغه غړو چې د دروازی تر شا ناستې اپیل/استیناف څخه بهر یی د ګډون کوونکو سره خبری اتری کړي اوسی، باید په داسې اپیل کې د ګډون کولو څخه ځان بې برخې کړي او په هیڅ ډول ممکن په اپیل کې مداخله ونه کړي. همدا ډول، زده کوونکي/والدین/سرپرستان باید د پاتی (ماتل) انضباطي ستونزی یا استیناف په اړه د ډیویژن سپرنټنډنټ (یا د هغه/هغی مرستیال سپرانټنډنټ) سره خبری اتری ونه کړي یا ورسره اړیکه ټینګه نه کړي.
که چیرته د دې مقرری کومه برخه، ماده، فرعي برخه، جمله، فقره، یا نیمګری جمله د کوم دلیل لپاره غیر قانونی یا باطل اعلان شي، یا په بل ډول د قانون څخه سرغړونه وي، هغه اعالامیه باید د دې مقرری د کومی بلی برخی اعتبار یا جواز اغیزمن نه کړي، دا د ښوونځي بورډ ښکاره هوډ دۍ چې د مقرری هر بند یا حکم خپلواکه دۍ او د قانون لخوا د ورکړل شوۍ اجازی پر اساس په زیاته کچه په جدی توګه پلی کیږي.
د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.
په وروستی ځل د مقرری د تازه کیدو نیټه: 16 جولای, 2024