Regulation 745-1 - Pashto

کتاب                                                             پالیسۍ او مقررات
برخه                                                              700 - زده کوونکي
عنوان                                                           مقرره - د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج
کوډ                                                               1-745
حالت                                                            فعال
تصویب شوۍ                                          19 ډسمبر, 2018
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                19 نومبر, 2021
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                 4 مارچ، 2020

 

زده کوونکي

مقرره 1-745

د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج

هغه قوانین یا قواعد چی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) څخه د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج اداره کوي، په دې مقرره کې په ډاګه شوي دي او د PWCS په "چلند کوډ یا قانون" کې لنډیز شوي دي.

  1. د اوږدې مودې ځنډونی او اخراج په تړاو عمومي احکام
    1. د اوږدی مودی لپاره ځنډونه یا اخراج ممکن د هغه ډول چلند لپاره وضع شي چی د وړکتون څخه تر دولسم (K-12) ټولګیو پوری د تعلیمي چاپیریال سره مطابقت نه لري، په ځانګړي توګه هغه ډول چلند لپاره چی د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ پالیسیو او مقرراتو څخه سرغړونه وي، د آیالت او فډرال قانون د ځینېو احکامو څخه د سرغړونی لپاره، هغه سرغړونی چی د "چلند په قانون" کې لنډیز شوي دي، د خطا کاری یا په ځینو جرمونو محکوم کیدو سره، لکه څرنګ چی د ویرجینیا په کوډ کی مشخص شوي دي، یا هغه نوری کړنی چی د ښوونځي په چارو، روغتیا، خوندیتوب، یا د زده کوونکو، کارکوونکو، یا د ښوونځي په ملکیت، یا د نورو زده کوونکو د زده کړې په فرصتونو باندی منفی اغیزه لري. د اوږدې مودې لپاره ځنډونه/تعلیق یا اخراج ممکن د هغو سرغړونو لپاره هم وضع شي چې په ضمیمه کی د 681-1 مقرری, “غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه” سره په تړاو ورته اشاره شوي ده.
    2. په هغه حالت کې چې مدیر پریکړه کوي چې یو زده کوونکي د لنډ مهاله ځنډونی څخه اخوا د امکان وړ لا زیات انضباطي اقدام لپاره سفارش کړي، د ښوونځی مدیر کولی شي چی په 744-1 مقرری, “د لنډی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه/تعلیق کې د ذکر شوي طرزالعملونه په تعقیبولو سره یو زده کوونکی تر 10 ښوونځي ورځو پوری وځنډوي، د لنډی مودی لپاره د د زده کوونکي د ځنډونی په موخه د مدیر پریکړه چی کله د لا زیات انضباطی اقدام لپاره د سفارش سره په ګډه تطبیق شي، پر زد یی د زده کوونکو د مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګې (SMAPD) ​​ته اپیل کیدی شي. د لنډ مهاله تعلیق/ځنډونی اپیل به د لا زیات انضباطی اقدام لپاره د مدیر د سفارش په اړه د اوریدنې پر مهال په پام کی نیول کیږي.
    3. کله چې یو زده کوونکی SMAPD ته د احتمالي لا زیلا ډسپلین لپاره راجع کیږي، د SMAPD اوریدنه باید ژر تر ژره مهالویش شي.
    4. کله چی د SMAPD لخوا د انضباطي اقدام وروستۍ پایلې او/یا د ښوونځي بورډ ته د SMAPD د هر ډول اقدام اپیل ته انتظار باسل کیږي، یا تر هغه چې د اوږدې مودې لپاره ځندونه/تعلیق یا اخراج وضح کیږي، زده کوونکي د 10 ورځو ځنډونی وروسته تعلیمي خدمتونه ترلاسه کولو لپاره وړ دي لکه څرنګ چې د راجع کوونکی ښوونځی او/یا د زده کونکي IEP ټیم لخوا مشخص شوي وي.
    5. هغه زده کوونکي چې د اوږدې مودې لپاره له ښوونځي څخه ځنډول شوي یا ایستل شوي دي، هغوي د اوږدی مودی ځنډونی یا اخراج مودی په بهیر کی د ښوونځي ملکیت او د ښوونځي اړوند فعالیتونو (ټیمونه، کلبونه او د ښوونځي لخوا نورو ټولو سپانسر شوي فعالیتونه) څخه منع دي، او کیدای شي د سرغړونې په تر سره کولو سره بندی شي، پرته له دې که یو زده کوونکی یو معلولیت لرونکی زده کوونکی وي چې په ودانی کې د کمپیوټر اړوند لارښوونه کی شامل وي، د عمومي زده کړې زده کوونکی وي چې د کمپیوټر اړوند لارښوونې کې ګډون کولو لپاره وړ وي یا د SMAPD لخوا د نورو تعلیمی پروګرامونو خدمتونه تر لاسه کولو یا پکی ګډون کولو لپاره د ښوونځی په ملیکیت کی د شتون لپاره اجازه ورکړل شوي اوسی.
    6. د جنسي تیري او/یا د جنسي ځورونې په قضیو کې لکه څرنګ چې د 1973 د تعلیمي تعدیلاتو ټائټل IX لخوا تعریف شوی دي (ټائټل IX)، د ښوونځي اداره کوونکی (پازوالان)، SMAPD، او د ښوونځي بورډ د قانون له مخې اړ دي چې د ښکیل زده کوونکو د خوندی کولو لپاره اقدامات پورته کړي، د زده کوونکو یا کارکوونکو پر وړاندې د دغه ډول سرغړونی یا ورته سرغړونو د بیاځلی تکرار کیدو مخه ونیسی، د غچ اخیستنې مخنیوی وکړي، او بل په ډول داسې مناسب اقدامات تر ترسره کړي چې د زده کوونکو حقونه ډاډمن کړي تر څو تعلیمي خدمتونو ته د هغوي لاسرسی منع یا رد نه شي. په دغه ډول حالاتو کې، د اوږدی مودی لپاره د ځنډونی تطبیق سره په ګډه، په یو زده کوونکي باندی ممکن اضافي انضباطي بندیزونه هم ولګول شي، د بیلګی په توګه، ممکن د خپل ځائي ښوونځی سربیره بل ښوو‎ځی کی د ګډون کولو لپاره اړ شي؛ د نورو اشخاصو سره د "اړیکه نه ساتلو" تړون ته ننوخی؛ د ټولګي دندې او مهالویش یی تغیر او تبدیل کړل شي؛ او/یا د ټائټل IX شرایطو سره برابرولو لپاره پر زد یی نور اقدامات تر سره شي.
    7. د دې مقرری د موخی لپاره، "school day یا د ښوونځي ورځ" په دی معنی ده کله چی ښوونځی د زده کړي لپاره پرانیستی وي، او د " business day یا د رسمی ورځ" اصطلاح په معنی دی کله چی SMAPD پرانیسی وي. په داسی حال کی چی دا مقرره دا غوښتنه کوي چی وړاندیز باید په لیکلې بڼه تر سره شي یا تر یوی مشخصی ورځی پوری هر استازی، کارکوونکي، یا د ښوونځی ډیویژن څانګی سره ثبت کیدی شي، خو په لیکلی بڼه دغه وړاندیز یا کاغذ باید استازی، کارکوونکی یا څانګې ته د ذکر شوي ښوونځی ورځی یا رسمی ورځی په بهیر کی د مازدیګر 4 بجو پوری ولیږدول شي.
    8. د اوږدی مودی لپاره د ځنډونی د طرزالعملونو او د اخراج لپاره سپارښتنو په اړه اضافي لارښوونې په 745-6 مقرری, “د اوږدې مودې لپاره د ځنډونی او اخراج پر زد د ښوونځي بورډ ته اپیل” او 747-1 مقرری, “د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه (SMAPD)” کی په ډاګه شوي دي.
    9. که چیرته د دې مقرری کومه برخه، ماده، فرعي برخه، جمله، فقره، یا نیمګری جمله د کوم دلیل لپاره غیر قانونی یا باطل اعلان شي، یا په بل ډول د قانون څخه سرغړونه وي، هغه اعالامیه باید د دې مقرری د کومی بلی برخی اعتبار یا جواز اغیزمن نه کړي، دا د ښوونځي بورډ ښکاره هوډ دۍ چې د مقرری هر بند یا حکم خپلواکه دۍ او د قانون لخوا د ورکړل شوۍ اجازی پر اساس په زیاته کچه په جدی توګه پلی کیږي.
  2. د معلولیت لرونکو زده کوونکو محافظتونه/خوندیتوب

    معلولیت لرونکي زده کوونکي د معلولیت پرته زده کوونکو په څیر د یو ډول محافظت/خوندیتوب پروسې او همدارنګه د آیالت او فډرال قانون تر لاندې د اضافي محافظتونو مستحق دي. د هر هغه زده کوونکي لپاره چې معلولیت لري، هغه طرزالعملونه چې په 745-2 مقرری, “د معلولیت لرونکو زده کونکو ډسپلین” کې وړکړل شوي دي، باید په دې مقرری کې په ډاګه شوي طرزالعملونو سره په ګډه پلي شي.
  3. ډ اوږدی مودی لپاره ځنډونه/تعلیق
    1. د جدي سرغړونو لپاره اوږد مهاله ځنډونه/تعلیق د 11 څخه تر 45 ښوونځي ورځو پورې دی. خو بیا هم، اوږد مهاله تعلیق/ځنډونه ممکن د 45 ښوونځي ورځو مودې څخه زیات وخت لپاره وغځیږي مګر باید د 364 کلینډر ورځو څخه زیاته نشي که چیرته (1) سرغړونه هغه ډول وی لکه څرنګ چی د ویرجینیا کوډ 22.1-277.07 §§ (د وسلو ځینی سرغړونی)، 22.1-277.08 (د ځینو نشه یی توکو سرغړونی) یا جدی فیزکی ژوبله پکی موجود شامله وي؛ یا (2) د سوپرټینډنټ د استازی په توګه، د ښوونځي بورډ یا SMAPD دا ومومي چی ناوړه شرایط شتون لري، لکه څرنګ چې په III.D پراګراف کی په ډاګه شوي دي.
    2. د پری سکول(ښوونځي) څخه تر دریم ټولګي پورې زده کوونکي ممکن یوازې په هغه وخت کی د دریو ورځو څخه زیات ورځو لپاره وځنډول شي یا د اخراج لپاره وړاندیز شی، که چېرته په سرغړونه کی فزیکي زیان یا نورو ته د فزیکي زیان معتبر ګواښ شامل وي، یا ناوړه شرایط شتون ولري، کله چی د سوپرانټینډنټ استازی په توګه دنده تر سره کولو سره د لیول ایسی سویټ سوپرنټینټ یا استازی لخوا (د څلورو څخه د ښوونځي تر 10 ورځو پورې) یا SMAPD (د ښوونځي له 10 ورځو څخه زیات ورځو پوری) لخوا مشخص کیږي.
    3. د ښوونخی مدیر یا د SMAPD اوریدنی افسر لخوا به د زده کوونکي عمر او د ټولګی کچه، د سرغړونې څرنګوالی، او نور اړوند فکتورونه په پام کې نیول کیږي کله چې د اصلاح کولو لپاره مناسب انضباطی یا ډسپلینی اقدام مشخص کوي. د تعلیق/ځنډونی موده باید د جرم یا سرغړونی بڼی/ماهیت، په نورو زده کوونکو، کارکوونکو، او/یا ډیویژن/ښوونځي خوندیتوب او چارو باندې د ځانګړي سرغړونې اغیزې سره تړاو ولري.
    4. لکه څرنګ چې د ویرجینیا د ښوونې او روزنې ریاست لخوا تعریف شوي دي، ناوړه شرایط باید پدې معنی وي:
      1. هغه زده کوونکی چې په ناوړه چلند کې ښکیل وي چې له امله یی بل شخص ته جدي زیان رسیدلی وي(د فزیکي، احساساتي، او رواني زیان په شمول مګر دغو پوری محدود نه دي) یا کوم بل شخص ته یی د زیان رسولو په موخه جدي باوري ګواښ وړاندی کړئ اوسی، لکه څرنګ چې د ګواښ ارزونی له لاری معلومیږي؛ یا
      2. په ښوونځي کې د زده کوونکي شتون ښوونځي ته، د ښوونځی زده کوونکو، کارکوونکو، یا په ښوونځي کې د نورو خوندیتوب ته دوامداره او غیر معقول خطر رامنځته کوي؛ یا
      3. زده کوونکی په یو داسی جدي سرغړونه کې ښکیل کیږي چې :
        1. دوامداره وي (ورته تکراری چلند د زده کوونکي په انضباطي ریکارډ کې مستند کیږي)، او
        2. موخیزه مداخلو لپاره غیر ځواب ویونکي وي کله چی د یو ټکل شوي مداخلې پروسې له لارې مستند کیږي.
  4. اخراج/شړل
    1. د سپرنټنډنټ د استازی په توګه، SMAPD ممکن د کافي اندازه دلیلونو لپاره د یو زده کوونکي د اخراج سپارښتنه وکړي. د اخراج لپاره په هر ډول سپارښتنې باندی باید د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې یا د ښوونځي بورډ لخوا څوک چې د زده کوونکي د ایستلو ځانګړي واک لري، عمل تر سره شي.
    2. هغه زده کوونکي چې له ښوونځي څخه ایستل شوي یا شړل شوي اوسی، باید ورته اجازه ور نکړل شي چې د ښوونځي ډیویژن دننه په ښوونځی کی ګډون وکړي او د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې یا د ښوونځي بورډ د پریکړې نیټې څخه وروسته باید د 365 تقویمی یا کلینډر ورځو لپاره بیاځلی د داخلیدو لپاره وړ نه وي. پرته له دی چی د ښوونځي بورډ انضباطي کمیټه یا د ښوونځي بورډ، د اداري ریکارډ بیاځلی کتنې او د اخراج لپاره د سپارښتنې وروسته دا شرط وړاندی کړي چې زده کوونکی کولی شي چی له وخت مخکی د بیاځلی داخلیدو وړاندیز وکړي. د ښوونځي بورډ ممکن هغه زده کوونکي چې خارج شوي اوسی، اړ کړي چی د اخراج مودی په بهیر کی په بدیل تعلیمي پروګرام کې ګډون وکړي.
    3. لکه څرنګ چې د ویرجینیا د 277.06-22.1 §§ څخه تر 277.08 پورې کوډ کی په ډاګه شوي دي، د ویرجینیا قانون د هیڅ ځانګړي سرغړونی لپاره د زده کوونکي اخراج ته اړتیا نه ښکاره کوي مګر مدیر، SMAPD، او د ښوونځي بورډ ته اجازه ورکوي چې د هر زده کوونکي ځانګړي شرایط او د یو ځانګړئ حالت حقایق په پام کې ونیسي.
    4. د وسلو او نشه یی توکو د هغه سرغړونو پرته چی د ویرجینیا په 277.07-22.1 §§ او 277.08 کوډ کې ذکر شوي دي، د نورو سرغړونو لپاره د اخراج پریکړه کولو کې باید د ښوونځی مدیر، SMAPD، او د ښوونځي بورډ لاندینی په پام کې ونیسي:
      1. د سرغړونې ماهیت او جدی توب.
      2. د ښوونځي ټولنې ته د خطر کچه.
      3. د پخوانی سرغړونو د جدی توب او شمیر په شمول د زده کوونکي انضباطي یا د ډسپلین تاریخچه
      4. د ځائ پر ځائ کولو یا پروګرام په موخه د بدیل تعلیم مناسبوالی او شتون
      5. د زده کوونکي عمر او د ټولګي کچه.
      6. د هر ډول رواني روغتیا، نشه یی توکو ناوړه ګټه اخیستنې، یا د ځانګړي زده کړې ارزونې پایلې.
      7. د زده کوونکي د حاضري او اکأډمیک ریکارډ.
      8. هر ډول ناوړه شرایط، لکه څرنګ چې د II.D پراګراف لخوا تعریف شوي دي.
    5. مدیر، SMAPD، او د ښوونځي بورډ ممکن نور اړونده فکتورونه هم په پام کې ونیسي په شمول د زده کوونکي د چلند او باور او د انضباطي پروسې په جریان کې نور شاهدان؛ د انضباطي تحقیقاتو او هر ډول نورو اوریدنې پرمهال د زده کوونکي د همکارۍ کچه؛ د زده کوونکي د اقدام لپاره جنایي یا د محکمې اجباری پایلې؛ او په رواني، د غوسه کنټرول کولو ، بیا رغونی، یا نوری معالجوي پروګرامونو کې ګډون مګر دغو پوری محدود نه دي.
    6. اخراج باید د نشه یی توکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې سرغړونو، د وسلو سرغړونو، ډله ایز برید، او په کارکوونکو باندې د برید په صورت کې په پام کې ونیول شي لکه څرنګ چې په لاندې ځائ کی د G پراګراف څخه تر I پراګراف پوری ورکړل شوي دي.
    7. د توکو څخه د ناوړه ګټی اخیستی سرغړونی 
       
      لکه څرنګ چی د ویرجینیا کوډ 277.08-22.1 کی په ډاګه شوي، د ښوونځي بورډ باید هر هغه زده کوونکی له حاضري څخه وباسي چې ښوونځی ته یا د ښوونځی لخوا سپانسر شوي فعالیت ته د کنټرول شوي توکو، د تقلیدی کنټرول توکو، یا چرس راوړلو لپاره د ښوونځی بورډ لخوا مشخص شوي اوسی. خو بیا هم، د ښوونځی مدیر، SMAPD، یا د ښوونخی بورډ ممکن د یو ځانګړي حالت د حقایقو پر اساس دا مشخصه کړي چې ځانګړي شرایط شتون لري او هیڅ ډول انضباطي اقدام یا کوم بل انضباطي اقدام یا د اخراج کومه بله بڼه مناسبه نه ده. د ښوونځی مدیر، SMAPD، او د ښوونځي بورډ ممکن د نشه یی توکو معایناتو ته د زده کوونکي رضاکارانه غاړه ایشودل یا د نشه یی توکو د ناوړه ګټه اخیستنې درملنې یا د سلا مشورې پروګرامونو کې ګډون په پام کې ونیسي.

      د هغه توکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې سرغړونو سربیره چې غیرقانوني دي یا د کوم لپاره چې قانون اخراجول اجباری کوي، د منع شوي توکو لکه (نسخه یی او/یا پرته د نسخی غیر قانونی درمل، الکول، تنفسي نشه یي توکی، د ورته ځایبوس، یا پارفیرنالیا) د لرلو، کارولو، تر اغیزی لاندی کیدو ، تر لاسه کولو یا د تر لاسه کولو حڅه کولو، اخیستلو یا د اخیستلو هڅه کولو، یا ویشلو یا د ویشلو هڅه کولو په شمول د نورو توکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنی سرغړونو لپاره هم SMAPD ممکن د اخراج سپارښتنه وکړي، او د ښوونځي بورډ ممکن زده کوونکي وشړي یا وباسي. زده کوونکي ممکن د هغه منع شوي توکو سرغړونو لپاره هم اخراج یا وشړل شي کوم چې د 735-1 مقرری, “منع شوي توکي” یا د PWCS "د چلند کوډ" څخه سرغړونه په ډاګه کوي.
    8. د وسلو سرغړونی/جرمونه
      1. د فډرال یا مرکزی حکومت د وسلو څځه پاک ښوونځی د 1994 کال قانون سره په مطابقت، او لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 22.1-277.07 § لخوا په ډاګه شوی دي، د ښوونځي بورډ مکلف دی چې هر هغه زده کوونکی د ښوونځي له حاضري څخه وباسی یا وشړی چی د 365 ورځو څخه کم نه وي، څوک چی د ښوونځي ملکیت ته یا د ښوونځي لخوا هر ډول سپانسر شوي فعالیت ته د ځینې وسلو راوړلو لپاره مشخص شوي وي.
      2. په هر صورت، هر حالت کې چې وسله پکی شامله وي (لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ لخوا تعریف شوی ده)، د ښوونځی مدیر، SMAPD، یا د ښوونځي بورډ کولی شي دا مشخص کړي چې ځانګړي شرایط شتون لري او دا چې هیڅ ډول انضباطي اقدام، لا زیات انضباطي اقدام، یا د اخراج بله بڼه مناسبه نه ده.
      3. د هغو وسلو د سرغړونو سربیره چې غیرقانوني دي یا د کوم لپاره چې قانون د اخراج حکم کوي، یو زده کوونکی ممکن د نورو وسلو یا توکو لرلو، کارولو، تر لاسه کولو یا د تر لاسه کولو هڅه کولو، اخیستلو یا د اخیستلو هڅه کولو، ویشلو یا د ویشلو هڅه کولو لپاره هم اخراج یا وو ایستل شي کوم چی د وسلې په توګه کارول کیږي یا یی د کارولو هڅه کیږي یا په معقولی ډول د وسلې په توګه پیژندل کیږي. زده کوونکي ممکن د هغه وسلو سرغړونو لپاره هم اخراج یا وشړل شي کوم چې د 775-1 مقرری, “وسلی او نور منع شوي توکي” یا د PWCS "د چلند کوډ" څخه سرغړونه په ډاګه کوي.
      4. زده کوونکي د هغه وسلو سرغړونو یا جرمونو لپاره هم ایستل یا شړل کیدی شی کوم چې د ښوونځي په ملکیت کې، ښوونځي ته د تګ راتګ په وخت کی، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیت کې رامنځ ته شوي وي. زده کوونکی د هغه وسلو سرغړونو لپاره هم ایستل یا شړل کیدی شي چې د ښوونځي ملکیت څخه بهر واقع کیږي، که چیرته دغه سرغړونی د ښوونځي، د زده کوونکو یا د کارکوونکو خوندیتوب یا امنیت ګواښوي؛ د ښوونځي د منظم فعالیت لپاره د توکو یا مالی پلوه د خنډ سبب ګرځي؛ د نورو زده کوونکو روغتیا، خوندیتوب، امنیت، او تعلیمي فرصتونو په منفي ډول اغیزمن کوي؛ که چیرته جرم یا سرغړونه په ښوونځي کی یا د ښوونځي لخوا په سپانسر شوي فعالیتونو کې پلان شوی وي؛ که چیرته جرم یا سرغړونه هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې زده کوونکی په loco parentis حالت د د والدینو پر ځائ د ښوونځي د واک تر لاندې وي؛ یا که سرغړونه په کوم بل ډول د ښوونځي سره تړلی وي. د انضباطی اقدام سربیره هغه زده کوونکي چې د وسلو پالیسی څخه سرغړونه کوي، باید په جنیایی محکمی یا د تنکی ځوانانو یا ماشومانو محکمی سیسټم کې سیمه ایزو چارواکو ته د مناسب اقدام لپاره راجع شي.
    9. ډله ایز برید/وهل ټکول او په کارکوونکو بریدونه

      په هر هغه حالت کې چې ډله ایز برید پکې شامل وي یا هر هغه حالت کی چې په ښوونکي، پازوال/اداره کووکی، یا په نورو کارکوونکو باندی په ښوونځي کې، د ښوونځی اړوند فعالیت یا په پروګرام کی فزیکي برید شامل وي، اخراج باید په پام کې ونیول شي. د ښوونځی مدیر، SMAPD، یا د ښوونځي بورډ ممکن دا مشخص کړي چې ځانګړي شرایط شتون لري او دا چې نور هیڅ ډول انضباطي اقدام یا بل ډول انضباطي اقدام مناسب نه دی.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.