Regulation 733 -1 - Pashto

کتاب                                                                پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                700 - زده کوونکي
عنوان                                                             مقرره - د زده کوونکو ځورول
کوډ                                                                 1-733
حالت                                                              فعال
تصویب شوۍ                                            26 جون، کال 2019
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                   27 جون, 2023



زده کوونکي

مقرره 1-733

د زده کوونکو ځورول/تنګول

د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی د یو داسې ښوونځی چاپیریال رامینځته کولو ته ژمن دی چې د زده کوونکو د ځورونې څخه پاک وي. د ښوونځي اداره کوونکۍ باید د ځورونې د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه پورته کړي او باید د ځورونې په اړه د راپورونو پر وړاندي په چټکی او ژمنتیا سره چلند وکړي. د دې مقرری موخه دا ده چی داسی لارښووني رامنځ ته کړي چی د مخنیوي او اصلاحي اقداماتو ډاډ رامنځ ته کړي. د ځورونکی چلند د پیژندلو په اړه د مرستی تر لاسه کولو معلومات په I ضمیمه, “ځورونکی چلند/رویه: فزیکي یا احساساتي" کی وړکړل شوئ.

  1. د ځورونی تعریف

    د ویرجینیا کوډ 276.01-22.1 § ځورونه د هر ډول تیری کوونکی او ناغوښتلی چلند په معنی تعریفوي کوم چې قرباني شخص ته د زیان رسولو، ګواښولو یا سپکولو په موخه وي. د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني کس تر منځ په حقیقت کی یا ظاهرا غیر توازن قوت پکې شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره بیا بیا تکراریږي یا د شدید احساساتي صدمی لامل کیږي.”  پیغور، ګواښونه، توهین، اوازه، سپکاوی، تنګول، ټیله کول، خپه اچول، او وهل ټول ځورونکی چلند یا عملونه ګڼل کیږي.

    په ځورونه کې سایبری ځورونه هم شامله ده، چې په هغي کی د بریښنایی پیغامونو او/یا عکسونو لیږد، لاس ته راوړل یا په ډاګه کول شامل دي. سایبري ځورونه د یو زده کوونکي لخوا د بل زده کوونکی پر زد د هر ډول ګواښ په معنی دۍ، په نمونه یی ډول د بریښنالیکونو یا ویب پاڼو لا لاری (د بیلګې په توګه، بلاګونه، د ټولنیزو شبکې سایټونه) او د بریښنایی ارتباطاتو یا اړیکو له لاری کوم چې په قصدي ډول نورو ته د زیان رسولو په موخه د سخت دریزه، زیان رسوونکی پیغامونو څخه ملاتړ کوي؛ په دې کې داسې څیزونه شامل دي لکه د تند، فحش، یا ګواښونکي پیغامونو یا انځورونو لیږل؛ د بل شخص په اړه حساس، شخصي معلومات خپرول؛ د بل کس نوم خرابولو لپاره د هغه د نوم څخه ناوړه ګټه پورته کول؛ او د بدنامولو انلاین شخصي رای ورکولو ویب پاڼې. د ټیکنالوژۍ د نه منلو وړ ګټه پورته کونه کی د ښوونځي څخه بهر د ټیکنالوژۍ کارول شامل دي کوم چې د ښوونځي ډیویژن په چارو یا عمومي هوساینې باندې له مالي پلوه اغیزه لري، د تعلیمي پروسې بشپړتیا اغیزمنه کوي، د زده کوونکو، ښوونځی کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښی، یا په بل ډول د زده کوونکو یا کارکوونکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

    په "ځورونه" کې په عادي ډول تنګول، ټونګي وهل، لفظی شخړه، یا دټولګیوالو سره شخړه نه ده شامله.

    هغه چلند چې د ځورونې له تعریف سره نه وي برابر ممکن بیا هم د ښوونځي د ادارې لخوا مداخلې ته لار خواره کړي او کیدای شي د PWCS "د چلند قانون" د نورو احکامو څځه سرغړونه په ډاکه کړي کوم چې د انضباطي پایلو لامل ګرځي.
  2. ځورول منع دي

    د دی پام کی نیولو پرته چې سرچینه یی کوم ځائ کی ده، د هر ډول زده کوونکي ځورول منع دي، که چیرته دا کار د زده کړې چاپیریال ګډوډوي. سرغړونکي د PWCS د "چلند کوډ یا قانون" تر لاندی د ښوونځیو څخه د ځنډولو یا خارجولو په شمول د اصلاحی اقداماتو تابع دي.
  3. هغه ځورونکی چلند دي چی د یو خوندي شوي کټګورئ یا پروټیکټډ کلاس پر بنسټ زده کوونکي په نښه کوي

    هغه ځورونکی چلند چې د نسل/نژاد، رنګ، مذهب، ملي اصل، عمر، ازدواجي حالت، تجربه لرونکي حالت، معلولیت، جینیاتی معلوماتو، یا کوم بل ځانګړتیا پر بنسټ یو یا زیات کسان په نښه کوي کوم چی د آیالت یا فډرال قانون لخوا خوندي شوي دي، دغه ډول چلند به د ځورونې په توګه طبقه بندي کیږي او د PWCS په 738-3 مقرره, “د تبعیض او ځورونې زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل” کی په ډاګه شوي طرزالعملونو په تعقیبولو سره به حل شي.
  4. د ځورونې څخه د مخنیوي کولو لپاره د ښوونخی په کچه کوردیناتور ګمارل

    د ښوونځئ هر مدیر باید یو د ځورونی څخه مخنیوي لپاره د ښوو‎ځی په کچه یو کوردیناتور وګماري. د ښوونځي په کچه ګمارل شوی د ځورونې مخنیوي کوردیناتور به د مدیر سره د شکایتونو په حل کولو کی، د مرکو په مستند کولو کی، او مدیر ته د راپور په وړاندي کولو کې مرسته کوي.
  5. د ځورونې د تورونو په اړه والدینو/سرپرستانو ته خبرتیا

    د ښوونځی مدیر، د ځورونې څخه د مخنیوي کوردیناتور، یا مدیر نور استازی، باید څومره زر چی په عملی توګه امکان ولري، د هر هغه زده کوونکي مور او پلار/سرپرست ته خبر ورکړي چې د ځورونې په پیښه کې ښکیل وي مګر د ځورونکی چلند په اړه د خبریدو 24 ساعتونو څخه وروسته نه.

    پرته له دې که د قانون لخوا ممکن منع شوي وي، هر هغه عمل چی د جنایی جرم بڼه په ‌ډاګه کوي، د ښوونځی مدیر باید سمدلاسه د کم عمره زده کوونکی چې ممکن د دغه اقدام قرباني وي، والدینو / سرپرست ته راپور ورکړي. د ښوونځی مدیر باید والدینو ته دا راپور ورکړي چې د پیښی په اړه سیمه ایزه قانون پلي کوونکو چارواکو ته راپور ورکړل شوۍ دۍ او دا چې والدین/سرپرست کولی شي د لا زیاتو معلوماتو لپاره سیمه ایز قانون پلي کوونکو سره اړیکه ټینګه کړي، که والدین چیرته وغواړي.
  6. د شکایت کولو کړنلاره

    ټول زده کوونکي باید د ځورونکی چلند پر وړاندې د خپل محافظت حق او د شکایت درج کولو حق څخه خبر شي که چیرته هغوي په دي باور وي چې هغوي د ځورونکی چلند قرباني دي.. هر یو زده کوونکی کولی شي چی د ښوونځی اداره کوونکي سره د خبرو اترو کولو له لاری یا د شکایت فورمه (II ضمیمه) بشپړولو له لاری شکایت پیل کړي، او دا فورم بیرته د ښوونځي اداره کوونکی ته وسپاری. هر یو اداری غړی هم کولی شي چی د یو زده کوونکي یا والدینو / سرپرست په استازیتوب شکایت پیل کړي څوک چې د اداره کوونکي سره د خبرو کولو له لاری او/یا د شکایت فورم ډکولو سره د ځورونې راپور ورکوي (دوهمه ضمیمه). د ښوونځي ټول کارکوونکي باید د شکایت پیل کولو لپاره د زده کوونکي د حق څخه خبر شي او باید د دې وړتیا ولري چې زده کوونکو ته د شکایت پيل کولو لپاره د څرنګوالی په اړه سلا مشوره ورکړي.

    د ځورونې په اړه د راپور ترلاسه کولو سره سم، د ښوونځي مدیر یا د هغه استازی باید په سمدستي ډول شکایت وګوري ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې تورونه د پورته ځورونې تعریف سره په مطابقت دي. که چیرته شکایت یو داسی ډول چلند ښکاره کړي چی ځورونه په ډاګه کوي او رښتیا وي، د ښوونځی مدیر، د ځورونې څخه د مخنیوي کوردیناتور، یا د مدیر بل استازی باید په دې مقرری کی د وړکړل شوي لارښوونو په تعقیبولو سره څیړنه تر سره کړي.

    که چیرته په ادعا شوي چلند کی د ځورونې پر ځای د خوندي شوي قانون پر بنسټ ځورونه یا تیری شامل وي، زده کوونکي او والدینو/سرپرست ته به خبر ورکول کیږي چې شکایت به د (PWCS) پی ډبلیو سی ایس 3-738 مقرری، "د تبعیض او ځورونې زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل" تر لاندی پروسس کیږي.
  7. د زده کوونکو د ځورونې شکایتونو څیړنی او ځوابولو لپاره لارښوونی

    لاندې ذکر شوئ پروتوکول د عمومی کاری چوکاټ موخی لپاره دی تر څو د ځورونې شکایتونو د څیړنی او اسنادو په برخه کی لارښونی وړاندی کړي. که اړتیا وي، د دې چوکاټ څخه توپیرونه پلي کیدی شي.
    1. د شکایت کوونکي سره ملاقات کول؛
      1. لومړني معلومات راغونډول (څوک، څه، کله، چیرته).
      2. کله چې امکان ولري له زده کوونکي څخه په لیکلي بڼه بیان ترلاسه کول.
      3. د شاهدانو یا تصدیق کوونکي معلوماتو / شواهدو په اړه پوښتنی کول.
      4. کله چی مناسب وي، د سلا مشورې ورکولو خدمات ورته وړاندې کول.
      5. د غچ اخیستنې د ډار پر وړاندې ورته د خوندیتوب ډاډ ورکول.
      6. د تعقیبی اقداماتو لپاره طرزالعملونه یا تګلاری تشریح کول.
      7. د امکان تر حده پوری د ټولو اړخونو محرمیت ساتل او پرده خوندي کول.
      8. د ځورونې د تورونو اسناد او "د چلند قانون" سرغړونې باید د زده کوونکو د معلوماتو سیسټم ته داخل شي.
    2. ثبتونه کتل او د شاهدانو سره مرکه تر سره کول
    3. د ځورونکي کس سره کتل
      1. ځورونکی چلند او د هغې جدي توب تشریح کول.
      2. تور وړاندې کول.
      3. د ځواب ورکولو/ په قانونی دلایلو دفع کولو لپاره فرصت ورکول.
      4. د ځیړنی او تعقیبولو طرزالعملونه تشریح کول.
      5. د غچ اخیستنې یا ځوابی عکس العمل ښوودلو پر وړاندې احتیاط.
      6. مناسب اصلاحي / انضباطي اقدام پورته کول.
      7. د اړتیا په صورت کې د ځنډونی/ پیښو راپور بشپړول.
    4. د حقایقو په راټولولو او ارزونو کې شامل دي، مګر دی پوری محدود نه دي:
      1. د چلند بڼی په شمول د پیښی توضیحات
      2. یو عمل څو ځلی رامنځ ته شوی.
      3. آیا دا چی د چلند پخوانۍ پیښې یا دوام داره نمونې/کړنی موجود وې
      4. د ښکیلو اړخونو ترمنځ اړیکه.
      5. د ښکیلو اړخونو ځانګړتیاوې (د بیلګی په توګه، ټولګۍ، عمر، جندر، توکم. او نور وغیره).
      6. د هغو کسانو په ډاګه کول او شمیر چې په ځورونه یا ځورونکي چلند کې یې برخه اخیستی.
      7. د ادعا شوې پیښې یا پیښو موقعیت، وخت او نیټه.
      8. آیا دغه ډول اقدام یا چلند د زده کوونکي په زده کړی باندي په منفي ډول اغیزه کړې یا په تعلیمي چاپیریال یی منفي اغیزه درلودۍ؛ کوم چی د قربانی زده کوونکي د نمرو (ګریډ)، حاضري، چلند، د ملګرو سره تعامل، په ښوونځي کې ګډون او لا زیات نصابي فعالیتونو، او د نورو کړنو/فعالیتونو یا چلند شاخصونو په پام کې نیولو لا لاری مشخص کیږي.

        د نیټو، وختونو، ځایونو، د شاهدانو د نومونو نوټونو، او د مرکو او پیښو په اړه د نورو معلوماتونو په شمول د څیړنی د برخی په توګه څیړونکي د زده کوونکو سره د ټولو غونډو او خبرو اترو د ریکارډ په لیکلی بڼه د ساتلو مسؤلیت په غاړي لري.

        یو داسی راپور چې دا په ډاګه کوي چې آیا ځانګړی عمل یا پیښه د ځورونې پالیسي او "د چلند قانون" څخه سرغړونه ده او که څرنګ، د حقایقو او شاوخوا شرایطو پر اساس پریکړی ته اړتیا لري او په دې کې شامل دي:
        1. د ځورونې او/یا تنګوونکی چلند مخه نیولو لپاره اړین وړاندیز شوي ګامونه؛
        2. د قرباني کس سره د خوندیتوب پلان او تعقیبی خبری اتری.
        3. د ښوونځی مدیر ته وروستی راپور.
  8. د معلولیت لرونکو زده کوونکو حفاظت/ساتنه

    که چیرته دا په ډاګه شی چی یو معلولیت لرونکی زده کوونکی ځورول شوئ دي، د زده کوونکي د انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) ټیم باید دا مشخص کولو لپاره غونډه تر سره کړي چې آیا د ځورونې د اغیزې په پایله کې، د زده کوونکي په اړتیاوو کی بدلون رامنځ ته شوئ، او دا چی آیا IEP کی تعدیل ته اړتیا شته او که څرنګ ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې زده کوونکي ته معنی لرونکي تعلیمي خدمتونه وړاندی کیږي. پریکړی باید د IEP ټیم لخوا تر سره شي او باید د معلولیت لرونکو اشخاصو د زده کړې قانون (IDEA) والدینو د ګډون احکامو سره مطابقت ولري. والدین/سرپرست حق لري چې هر وخت د IEP ټیم سره د غونډې وړاندیز وکړي کله چې د ځورونې په پایله کې د زده کوونکي په اړتیاو کی ممکن بدلون رامنځ ته شوئ اوسی.

    که چیرته یو معلول زده کوونکی په ځورونکی چلند کې ښکیل کیږي، د IEP ټیم باید د زده کوونکي IEP بیاځلی وګوري ترڅو دا معلومه کړي چې آیا د نامناسب چلند ستونزی حل لپاره اضافي مرستې او خدماتو ته اړتیا شته او که څرنګ.
  9. د تحقیقاتو د پایلو په اړه راپور ورکول 

    درې احتمالي پایلې شتون لري:
    1. اصلاحي اقدام/عمل - که چیرته پیښه د ځورونې د پالیسۍ چوکاټ سره برابر وي، د جوړ شوي انضباطي طرزالعملونو سره سم باید مناسبې پایلې او/یا مداخلې پلي شي. ټاکل شوي یا وړاندیز شوي اقدامات باید د ځورونې مخنیوي او اصلاح کولو لپاره ډیزاین شي او باید داسی مداخلې پکې شاملې وي کوم چې د چلند د کړی وړی او شدت سره مناسب وي. د پیښې جديت، مخکینیو پیښو، او په راتلوونکي کی د قربانیانو او د نورو زده کوونکو د ځورونی څخه د ساتلو اړتیا ته په کتو سره، په اصلاحي اقدام کیدای شي د نصیحت څخه نیولۍ تر ځنډونی یا اخراج پورې شامل وي. هغه نورو ته باید مناسب مرستندویه خدمات وړاندي شي څوک چې د ځورونې د چلند له امله اغیزمن شوي وي.
    2. که چیرته پیښه د ځورونې د پالیسۍ د دائرې څخه بهر وي، او/یا د جنایی عمل په توګه مشخص شي، باید د قانون پلي کوونکو مناسب چارواکو او د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو دفتر ته راجع شي.
    3. که چیرې پیښه د ښوونځي د ډیویژن د پالیسۍ له دائرې څخه بهر وي، او د جنایی عمل په توګه مشخص شوي نه اوسی، د ټولو ښکیلو زده کوونکو والدینو/سرپرستانو ته باید خبر ورکړل شي.
    دا په یاد ولرئ که چیرته دغه چلند د ځورونې له پالیسۍ څخه بهر هم وي ممکن بیا هم د "چلند د قانون" یا د اصلاحي عمل نورو ډولونو تر لاندی د زده کونکي ډسپلین کولو ته لار هواره کړي.
  10. د والدینو/سرپرستانو سره ارتباط

    د ښوونځي مدیر، ځورونې څخه د مخنیوي کوردیناتور، یا د مدیر لخوا نور استازی باید دا ډاډ رامنځ ته کړي چې د ښکیل زده کوونکو والدین/سرپرستان په وخت و زمان سره د هر ډول څیړنی د حالت څخه خبر شي کوم چی په پنځو ورځو کی نه وی بشپړ شوي. والدین/سرپرستان باید د څیړنی پای ته رسیدو سره سم د هر ډول اصلاحی ګامونو په شمول د څیړنی د پایلی څخه خبر شي کوم چی په مستقیم ډول د هغوي په ماشوم اغیزه کوي.
  11. د نورو قوانینو سره مطابقت/اړیکه

    د ښوونځي څانګه (ډیویژن) د تیری، تهدیدولو، یا ځورونې اړوند د آیالت او فډرال ټولو قوانینو سره په مطابقت چاری پرمخ بیایی.. د سیمه ییزه، آیالت یا فډرل قانون تر لاندی په قانوني توګه په خوندي شوي ماده کې د جنسیت یا غړیتوب پر بنسټ، په پالیسي کې هیڅ کوم څیز یو زده کوونکي، والدین/سرپرست، یا د ښوونځي څانګه د ځورونې، یا د تبعیض د مخنیوي لپاره د اقدام کولو څخه نه منع کوي.

    په دې مقرری کې هیڅ کوم څیز باید د زده کوونکو د لومړي تعدیل حقونو څخه د سرغړونې لپاره ونه کارول نشي او د دې موخی لپاره ندي چې د مذهبي، فلسفي یا سیاسي نظرونو د بیان مخه ونیسي په دې شرط چې دا ډول څرګندونې د ښوونځي په کار کې د حقیقي، مالی خنډ سبب نشي.
  12. د ځوابی اقدام یا عکس العمل څخه خوندیتوب
     
    زده کوونکي باید د تورن کس لخوا د ځوابی اقدام ویرې پرته د ځورونې د پیښو په اړه په آزاده ډول راپور ورکړي. د ځوابی اقدام کولو لپاره هر ډول هڅه به د اخراج په شمول د مناسبو اصلاحي اقداماتو لا لاری اصلاح شي.
  13. د اپیل یا استیناف کړنلاری

    دواړه خواوې حق لري چې په هر حالت کې چې ځورونکی چلند پکې شامل وي، د ښوونځي ادارې پریکړې پر زد د استیناف غوښتنه وکړي. استیناف/اپیل باید د مور او پلار/سرپرست یا آزاد یا خپلواکه زده کوونکي لخوا په لیکلي بڼه تر سره شي او مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته ولیږدول شي. د 731 پالیسی، “د زده کوونکو د چارو یا ستونزو استناف/اپیل” او 731-1 مقرره, “د زده کوونکو د چارو یا ستونزو استناف/اپیل” سره په مطابقت والدین/سرپرستان او آزاد یا خپلواکه زده کوونکي د لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ او د ښوونځي بورډ ته د لا نورو اپیلونو حق لري.
  14. د ځورونې د پالیسیو او د شکایت پروسیجرونو په اړه ټولنې ته خبرتیا
     
    زده کوونکي او والدین/ سرپرستان باید د "چلند قانون" له لاری خبر شي چې ځورونکی چلند باید ونه زغمل شي. د ښوونځي اداره کوونکي باید د زده کوونکو او کارکوونکو د ځورونی د مخنیوي او د شکایتونو د راپور ورکولو د کړنلارو څخه د خبرولو لپاره د اعلانونو، خبرتیاوو، د پوهنځیو غونډو، یا نورو مناسبو لارو چارو څخه ګټه پورته کړي. د ښوونځي ډیویژن ویب پاڼه باید د ځورونې د راپور ورکولو په اړه معلومات او د ډیویژن د ځورونې د مخنیوي کوردیناتور سره د اړیکی ټینګولو معلومات په څرګنده ډول خپاره کړي.
  15. لارښوونه

    د ځورونې نامناسبتوب باید د K-12 د ښوونځي د سلا مشورې پروګرامونو او په "چلند قانون" کې د لارښوونو له لارې حل شي.
  16. مخه نیوونکي تدابیر
    1. د ځورونې مخه نیول کیدی شي که چیرته د ښوونځي ټول کارکوونکي د زده کوونکو او کارکوونکو ته لاندی معلومات ورکولو کی مرسته وکړي:
      1. ځورونکی چلند څه شی دی (تعریف).
      2. ځورونه باید ونه زغمل شي.
      3. عواقب یا پایلی یی څه دي.
      4. د شکایتونو په اړه باید څرنګ راپور ورکړل شي.
      5. شکایتونه څرنګ اداره کیږي.
      6. والدینو/سرپرستانو ته باید خبر ورکړل شي.
    2. د چلند څارنه او د قواعدو پلي کول
      1. د شکایتونو په اړه په چټکی سره، په عادلانه توګه او پریکړه کوونکي بڼه اقدام کول.
      2. زده کوونکو ته د لاندې ګامونو د پورته کولو په اړه خبر ورکول که چیرته وځورول شي:
      3. ځورونکي ته په ښکاره ډول وویاست چې دا ډول کړنې نه غوښتونکی دي.
      4. ځورونکي ته په کلکه وویاست چی بس کړي؛
      5. د ځورونی د حقیقی پیښو په اړه د نیټو، وخت، ځایونو، د شاهدانو نومونه، او د نورو معلوماتو په اړه لیکلی نوټونه وساتۍ.
      6. د ځورونی نوټونه، لیکونه او د ځورونې نور شواهد وساتئ.
      7. د سلاکار یا اداره کوونکی سره خبرې وکړئ او که مناسب وي، شکایت ثبت کړئ.
    3. د پوهنځي او کارکوونکو تعلیم
      1. د ځورونې د پیژندلو، د مداخلې پروسې، د راپور ورکولو پروسې، او پایلو په اړه کلنۍ زده کړې باید ترسره شي.
        1. د پرنس ویلیم کاونټي د عامه ښوونځیو د " چلند کوډ" د ځورونې د تعریف، د اندیښنو د راپور ورکولو پروسې، او د پایلو په اړه د زده کوونکو، کورنیو او کارکوونکو لپاره معلومات لري.
        2. په هر ښوونځي کې د ځورونې د مخنیوي کوردیناتور به د ځورونې د پیژندلو، د مداخلې کولو پروسې، د راپور ورکولو پروسې، او په کلني مسلکي پراختیا کې د پایلو په اړه معلومات اضافه کړي.
        3. د ځورونې څخه د مخنیوي کولو روزنه، د څیړنې پر بنسټ د پروګرامونو کارول، او د تخنیکونو پلي کیدل به دوام مومي.
        4. د ښوونځي ډیویژن د ځورونې څخه د مخنیوي کوردیناتور به د مسلکي زده کړو څانګی سره د آنلاین ځورونې مخنیوي روزنې وړاندي کولو کې مرسته کوي کوم چې د ځورونی د پیژندلو، د مداخلې پروسې، د راپور ورکولو پروسې، او د ځورونکی چلند پایلو په اړه په ګوته کوي.
      2. د زده کوونکو، پوهنځیو یا فاکولتو، کارکوونکو، او والدینو/سرپرستانو تر منځ به د ډیويژن کلنی سروي ترسره کیږي ترڅو هڅې او پروګرامونه وو ارزول او تعدیل شي.
      3. هغه ښوونځي چې د څیړنې پر بنسټ د پروګرامونو په پلي کولو کې روزل شوي دي، د زده کوونکو سروې کولو ته دوام ورکوي ترڅو د هغوي د مداخلو اغیزې وو ارزوي او هڅې او پروګرامونه نوي کړي.
      4. د ډیویژن په کچه د ځورونې مخنیوي کوردیناتور به د څیړنی، اکاونټیبیلټی (حساب ورکونی)، او ستراتیژیکی پلان جوړونی څانګی سره په ګډه هڅی ارزوي.
  17. د مداخلی لپاره د ځورونکی چلند قربانیانو او مرتکبینو د راجع کولو کړنلارې 

    د مداخلې لپاره باید یو پروتوکول شتون ولري کله چې د تیری یا ځورونې شک شتون ولري یا کله چې د ځورونکی پیښې په اړه راپور ورکول کیږي. د پیښو د ممکنه شدت مناسبی کچي پوری په دوام داره ملاتړ کی شامل دي: (د هغو زده کوونکو څخه نیولی چې کولی شي د ټولنیزو مهارتونو له روزنې څخه ګټه پورته کړي تر هغو زده کوونکو پوری چی جنایی کړنو تورونو سره به مخ کیږي)
    1. د راجع پیل کولو لپاره په واضح ډول کوردینه شوي پروسه؛ او
    2. د مناسبو ښوونځي میشته خدماتو په پام کې نیولو لپاره د ښوونځي مداخلې ټیم ته راجع کول چې په دی کی ممکن لاندینی شامل وي:
      1. د څیړنې پر بنسټ او انفرادی مداخلې تر څو د هغه زده کوونکو د چلند په اړه خبری اتری وشي چې نور خلک ځوروي (د بیلګې په توګه، د خواخوږۍ یا پوهی روزنه)؛ او
      2. د څیړنې پر بنسټ مداخلې چې په هغي کی د والدینو/سرپرستانو څخه ملاتړ کول شامل دي، که اړین یا مناسب وګڼل شي.
    اداره کوونکي او د ښوونځي ټول کارکوونکی په دوامداره توګه د خپلو مسٔولیتونو په دایره کې د دې مقرری د پلي کولو او د امکان تر حده پوری د زده کوونکو د محرمیت د تضمین کولو مسؤلیت په غاړه لري.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) او لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


§