Regulation 721-1 - Pashto

کتاب                                                          پالیسۍ او مقررات

برخه                                                           700 - زده کوونکي

عنوان                                                        مقرره - د زده کوونکو لیږدول - وړکتون/ابتدایهٔ/منځنی ښوونځی

کوډ                                                            1-721 

حالت                                                        فعال

تصویب شوۍ/خپل شوئ                 24 جنوری 2018



زده کوونکې

مقرره 1-721

د زده کوونکو لیږدول - وړکتون/ابتدایهٔ/منځنی ښوونځی
 

  1. د ښوونځي حاضری لپاره زونونه/سیمی
     
    1. زده کوونکي اړ دي چې د شپې لخوا د خپلو استوګنځایونو/ټاټوبی پر اساس په ټاکل شوي ښوونځیو زونونو/ساحو کې ګډون وکړي. دا ښوونځی، ځايي ښوونځی ګڼړل کیږي.
       
    2. د لیږدولو د وړاندیز پروسې په کارولو سره، والدین/سرپرستان کولی شي چی د خپل حاضري زون څخه بهر بل ښوونځي ته د لیږدول کیدو لپاره وړاندیز وکړي.
       
  2. د زده کوونکي/والدینو لخوا د لیږد وړاندیز لپاره د منلو وړ دلیلونه
     
    1. تخصصي پروګرام
       
      1. زده کوونکي باید په ټاکلی شوي وروستی نیټو کی دننه درخواست وړاندی کړي او په پروګرام کی د ګډون لپاره ومنل شي.
         
      2. په هغه حالاتو کی کله چې دوه یا ډیر پروګرامونه شتون ولري، د حاضرۍ ساحی به په کلنی توګه ټاکل کیږي او کوردینه کیږي.
         
      3. که چیرته یو زده کوونکی د تخصصي پروګرام څخه پخپله وځي یا وو ایستل شي، هغه کولئ شي چی بیرته ګمارل شوي یا ټاکل شوي ځايي ښوونځي ته ستون شي کله چی د وتلو یا ایستلو پروسه بشپړه شي.
         
    2. په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې د والدینو دنده
       
      1. مور یا پلار/سرپرست باید د بشپړ وخت (فل ټایم) کارکوونکی وي.
         
      2. والدین/سرپرست کولی شي چی د خپل د دندی په ښوونځی کی د خپل زده کوونکي د شاملولو غوښتنه وکړي، یا په کوم بل ښوونځي کی چې د هغوي د دندي ځای ته بیخی نږدې وي.
         
      3. په مرکزي ودانیو کې ګمارل شوي کارکوونکی کولی شي چی د خپلو زده کوونکو لپاره یوازې په هغه ښوونځیو کې د شاملیدو وړاندیز وکړي چې د هغوي د دندو ځایونو ته نږدې موقعیت ولري.
         
    3. له حده زیاته ګڼه ګوڼه لرونکی ښوونځي پریښودل تر څو ګڼه ګوڼه کمه شي
       
      1. والدین/سرپرست کولئ شی چی د پام وړ ګڼه ګوڼه لرونکي ښوونځي څخه د پام وړ کمه نوم لیکنه تر لاسه کوونکی ښوونځي ته، د زده کوونکی د لیږدولو غوښتنه وکړي.
         
      2. د هر ښوونځي کال د جنوري تر 15 نیټی پورې به د هغه ښوونځیو لیست خپریږي چې دا فقره پری ممکن د پلي کیدو وړ وي.  
         
    4. د زده کوونکي د حاضري زون دننه د ښوونځي دمخه او / یا وروسته د ماشوم د پاملرنې خوندي ارزانه ځائ موندلو ستونزې حل کول
       
      1. د ماشوم د پاملرنی خدمات وړاندی کوونکی باید په پرنس ویلیم کاونټي کې فعالیت ولري.
         
      2. والدین / سرپرست باید د ماشوم د پاملرنې د تصدیق فورمه بشپړ کړي (III ضمیمه).
         
      3. زده کوونکی باید په داسی یو ښوونځی کی ګډون وکړي چی د ماشوم څخه پاملرنه کوونکی پتی لپاره زون شوي وي.
         
    5. د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو لپاره د پاملرنې پروګرام موجودیت- یوازې ابتدايهٔ ښوونځیو لپاره

      که چیرته د ښوونځي عمر لرونکي ماشومانو د پاملرنی یا ساتنی (SACC) پروګرام خدمتونه نه وړاندی کیږي یا د زده کوونکي په ځايي ښوونځي کې ځائ ډک شوئ وي، والدین/سرپرست کولی شي داسی یو ښوونځي ته د لیږدیدو غوښتنه وکړي چې لیږدیدنه منی او د ابتدايهٔ ښوونځیو زده کوونکو ته د SACC پروګرام خدمتونه وړاندی کوي. 
       
    6. تخفیفی حالات یا نرموونکی حالات
       
      1. د زده کوونکي مشخصی روغتیایی اړتیاوی پوره کولو لپاره، د لیږد غوښتنی سره باید د زده کوونکي د روغتیا معلوماتو فورمه (II ضمیمه) شامله وي چې د مناسب طبي مسلک لرونکی کس لخوا بشپړ شوی وي.
         
      2. د زده کوونکي مشخصی احساساتي اړتیاوی پوره کولو لپاره، د لیږد غوښتنی سره باید د زده کوونکي د روغتیا معلوماتو فورمه (II ضمیمه) شامله وي چې د مناسب طبي مسلک لرونکی کس لخوا بشپړ شوی وي.
         
      3. د دې لپاره چې یو زده کوونکي ته د لیږد اجازه ورکړل شي چې د تاوتریخوالي لرونکی جرم قرباني شوی وي، باید ملاتړی اسناد وسپارل شي.
         
      4. زده کوونکو ته اجازه ورکول چې د ښوونځي کال بشپړ کړي کله چې د ښوونځي کال په دوهم سمستر کې د کورنی د کډه کیدو حالت رامنځ ته کیږي.
         
      5. زده کوونکو ته په استوګنځی کی د اټکل شوي بدلون پر اساس د لیږد اجازه ورکول.
         
        1. د کډه کیدو نیټه باید د سمستر په لومړیو 90 تقویمی ورځو کې دننه وي په کوم کی چې د لیږد غوښتنه کیږي.
           
        2. د دې ډول لیږد څخه د ملاتړ په موخه باید اسناد وړاندی شي (د قوالی سند، د کرایی، د قرارداد کاپی، نور وغیره). 
           
  3. د لیږد د غوښتنې معیارونه
     
    1. د زده کوونکو لیږد ته اجازه د یو ښوونیز کال لپاره یا د روان ښوونځي کال تر پائ پوری ورکول کیږي، که چیرته غوښتنه د ښوونځي کال له پیل څخه وروسته منظور شوي وي.
       
    2. بل ښوونځي ته لیږدونه امتیاز ګڼل کیږي. د "چلند قانون" څخه د هر ډول جدي سرغړونې لپاره، د ښوونځی څخه د تیښتی یا ناوخته راتلولو ستونزو، یا د تخصصي پروګرام د شرایط سره په مطابقت عمل کولو کې د پاتې راتللو له امله لیږدونه ممکن د روان کال لپاره بیرته فسخه شي یا د راتلوونکی کال لپاره رد شي.
       
    3. د دواړو موجوده او نوي زده کوونکو د لیږدونی لپاره سپارل شوي غوښتنه به د ټاکل شوي وروستی نیټې څخه وروسته د وړاندیز کړل شوي ښوونځي مدیر لخوا رد کیږي.
       
    4. د ترانسپورت خدمات به په محدود ډول وړاندی کیږي، یوازې هغه زده کوونکو ته چې د تخصصی پروګرام غړي دي. د هغو زده کوونکو لپاره ترانسپورت برابرول به د والدینو/سرپرست مسؤلیت وي، چې لیږد یی د نورو ټولو منلو وړ لیږد لاملونو پر اساس منل شوی وي.
       
    5. د زده کوونکو د لیږد وړاندیز پروسه یوازې هغه زده کوونکو لپاره شتون لري چې د پرنس ویلیم کاونټي اصلي اوسیدونکي دي. د هغه زده کوونکو په پام کی د نیولو په اړه معلومات، چې غیر اوسیدونکی دي، په 1-346 مقرره "ټیوشن/فیس سره زده کړه" کې موندل کیدی شي.
       
  4. د لیږد وړاندیز پروسه
     
    1. تخصصي پروګرامونه
       
      1. والدین/سرپرست تخصصي پروګرام ته وړاندیز کوي او منل کیږي.
         
      2. د زده کوونکي د لیږد فورمه هم وخت بشپړیږي کله چې زده کوونکی خپل انتخاب شوي پروګرام ته ژمن پاتی شي او د پروګرام کوردیناتور ته یی وسپاري.
         
      3. په پرله پیسی کلونو کې، د تخصصی پروګرام کوردیناتور به د زده کوونکي د لیږد بهیر اداره کوي. کله چې یو زده کوونکی پرله پسی کلونو لپاره په هم یو پروګرام کې پاتې شي، د زده کوونکي د لیږد هیڅ فورمه نه بشپړیږي.
         
    2. نوری ټولی لیږدونی
       
      1. والدین/سرپرست یا بالغ زده کوونکی د لیږد د غوښتنې فورمه (ضمیمه I) بشپړوي او د ځايي ښوونځي مدیر ته یې سپاري. ټول اړین اسناد باید د فورمې سره یو ځائ شي.
         
      2. د ځایی ښوونځي مدیر دغه فورمه لاسلیک کوي او والدینو/سرپرست ته یې بیرته ګرځوئ یا په مستقیم ډول یی وړاندیز شوي ښوونځي ته لیږدوي.
         
      3. د وړاندیز شوي ښوونځي مدیر د لیږد غوښتنه تصویب یا ردوي 
         
  5. د لیږد لپاره بند/منع شوي ښوونځي
     
    1. هر کال، مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ به دا مشخص کوي چې د زده کوونکو لیږد لپاره کوم ښوونځي بند/منع شوي دي. بندش/منع کیدنه کیدی شی د ټول ښوونځي یا د یو مشخص ټولګی لپاره وي. د اغیزمن شوي تقویمی کال د جنوري تر 1 نیټی پورې به د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو ویب پاڼی او د نورو سرچینو له لارې، د پریکړی په اړه خبر ورکول کیږي.
       
    2. د یو ښوونځي مدیر هر وخت کولئ شي چې لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ ته وړاندیز وکړي چې ښوونځی یی د هر ډول نورو لیږدونو لپاره وتړل شي کله چی یی د ودانی ظرفیت پائ ته ورسیږي.
       
  6. د لیږد وړاندیز مهال ویش
     
    1. وړکتون
       
      1. د لیږد غوښتنې به وروسته له هغه قبلیږي کله چې والدین/سرپرست په ځایی ابتدايهٔ ښوونځي کې د وړکتون نوم لیکنې لپاره په ټاکلی شوي موده کي د نوم لیکنې پروسه بشپړه کړي.
         
      2. د لیږد د غوښتنې فورمه (I ضمیمه) یوازې وروسته له هغی سپارل کیدی شي کله چې د ښوونځي د نوم لیکنی ټوله پروسه بشپړه شي او په ځایی ښوونځي کې تایٔید شي.
         
      3. والدین/سرپرست ته به د غوښتل شوي ښوونځي مدیر د پریکړې په اړه د جون تر 1 نیټی پوری یا د بشپړ شوي لیږد فورمی او د اړوند اړینو اسنادو د ترلاسه کولو په 15 کاري ورځو کې خبر ورکول کیږي.
         
    2. تخصصي پروګرام
       
      1. پروګرام ته د وړاندیز کړل شوي ښوونځي لپاره د خپرې شوې نیټې پوری وړاندیز وکړئ.
         
      2. وروسته له هغی چې په پروګرام کې ومنل شئ، د لیږد وړاندیز فورمه (I ضمیمه) بشپړ کړئ.
         
      3. په پرله پسی کلونو کې، که چیرته په تخصصی پروګرام کی یو زده کوونکی په پروګرام کې پاتې شي، اړتیا به ونلري چی د لیږد وړاندیز فورمه بشپړه کړي. بلکه پر ځائ به یی، ښوونځی د تایید لپاره د راستنیدونکو زده کوونکو د نومونو لیست جوړ کړي.
         
    3. نوری ټولی لیږدونی
       
      1. د لیږد د غوښتنې فورمه (I ضمیمه) د جنوري له 2 نیټی څخه پیل کولو سره د ځایی ښوونځي مدیر ته وسپارئ، خو چی د اپریل 30 نیټی څخه وروسته نه شي.
         
      2. والدین / سرپرست به د می تر 15 نیټی پورې د غوښتل شوي ښوونځي پریکړې څخه خبرول کیږي.  
         
    4. هغه زده کوونکي چې پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي
       
      1. زده کوونکي کولی شي چی پرنس ویلیم کاونټي ته د کډه کیدو په 30 ورځو کی دننه په PWCS کې د مور/ پلار د دندې یا د نرم شوي حالاتو له امله د لیږد لپاره غوښتنه وکړي.
         
      2. هغه زده کوونکي چې د جنوري 1 نیټی څخه مخکی پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي، او ورپیسی ښوونځي کال لپاره د لیږد غوښتنه کوي، باید د تخصصی پروګرام غوښتنلیک پروسې لپاره په ټولو ټاکل شوي وروستی نیټو پوره وي.
         
      3. هغه زده کوونکي چې د جنوري 1 نیټی څخه وروسته پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي، کولی شي چی کاونټی ته د کډه کیدو څخه وروسته په 30 ورځو کی دننه د ورپیسی ښوونځي کال لپاره تخصصی پروګرام کی د شاملیدو لپاره وړاندیز وکړي. زده کوونکی ممکن د ځای شتون لرلو پر اساس شامل کړل شي.
         
  7. د اداری لخوا لیږدونی
     
    1. په داسې حالاتو کې چې لیږدونه اړینه وي، د مرستیال سپر انټنډنټ د منظورۍ پوری اړه لرلو سره، لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ دا واک لري چې د زده کوونکو فزیکي خوندیتوب یا رواني روغتیا ساتلو، یا تعلیمی پروګرامونو ته یا د ښوونځی اړوند خدماتو ته د زده کوونکو د لاسرسی او ګډون ډاډ رامنځ ته کولو په موخه یو زده کوونکي د اداري لیږد پر ترڅ کی د خپل ځایی ښوونځي پرته کوم بل ښوونځي ته، یا د یو پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي څخه بل ته ولیږدوي. اداري لیږدونی د استیناف/اپیل وړ ندي.
       
  8. د لیږد وړاندیز د استیناف پروسه
     
    1. استینافونه/اپیلونه د ثانوي ښوونځیو د مشورتی او د اړوند خدمتونو نظارت کوونکي ته (منځنی ښوونځئ) یا د ابتدایهٔ ښوونځیو او اړوند خدمتونو نظارت کوونکی ته (ابتدایهٔ ښوونځی) د هغه ښوونځي کال د جون تر1 نیټی پورې، په کوم کال کی چی د وړاندیز کړل شوي ښوونځی لخوا لیږدونه رد شوي وي.
       
    2. مناسب نظارت کوونکی به د زده کوونکو خدماتو رییس سره مشوره وکړي او د جون تر 30 نیټی پورې به د استیناف وروستۍ پریکړی په اړه به والدینو/سرپرست ته خبر ورکړۍ.
       

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


نوری حوالی