Regulation 723-5 - Pashto

کتاب                                                          پالیسۍ او مقررات
برخه                                                           700 - زده کوونکي
عنوان                                                        مقرره - فیزکی معاینات
کوډ                                                            5-723
حالت                                                         فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                 10 اکتوبر, 2018

زده کوونکې

مقرره 5-723

فیزیکی معاینات

 

د روغتیا احکامو سره په تړاو د ویرجینیا کوډ/قوانین کوم چې په عامه ښوونځي کې د ماشومانو شاملیدل اداره کوي په لاندې ډول دي:

  1. د زده کوونکو فزیکي معاینات
     
    1. د ویرجینیا کوډ سره په مطابقت، فزیکي معاینات چې د جواز لرونکي ډاکټر، جواز لرونکي نرس، یا جواز لرونکي ډاکټر مرستیال لخوا تطبیق کیږي، باید د پری سکول څخه تر پنځم ټولګي پورې ټولو زده کوونکو څخه چی په لومړي ځل ښوونځي ته داخلیږي، وغوښتل شي او د عالي ښوونځی او د منځني ښوونځي په ورزشي پروګرامونو کې د ګډون کولو لپاره د یوی برخی په توګه وغوښتل شي. هیڅ زده کوونکی ته باید په ښوونځی ډیویژن کی په لومړي ځل په کوم پری سکول، عامه وړکتون، یا ابتدايه ښوونځي کی داخله ور نه کړل شي، مګر پرته له دی چې زده کوونکی د داخلیدو دمخه لاندینی وړاندی کړي:
       
      1. د روغتیایی پاملرنې ډاکتر لخوا راپور چې په متحده ایالاتو کې د کار کولو جواز ولري، د ایالت د روغتیا کمیشنر لخوا د سکوپ هر اړخیزه فزیکي معاینات چې د زده کوونکی په لومړی ځل دا ډول پری سکول، عامه وړکتون یا ابتدایه ښوونځي ته د ننوتلو نیټی څخه راپدیخوا په 12 میاشتو کی دننه تر سره شوي اوسی; یا
         
      2. داسی ریکارډ چی دا په ډاګه کړي چې زده کوونکي بل ښوونځي کی یا ښوونځي ډیویژن کی د داخلیدو وړاندی راپور وړاندی کړی وو او په هغه راپور کې موجود معلومات یی ورکړي وو.
         
    2. که چیرته زده کوونکی بې کوره ماشوم یا تنکی ځوان وي لکه څرنګ چې په 1-718 مقرره "زده کوونکي د بې کوری حالت تجربه کوي،" کې تعریف شوي دي، او د فزیکي معایناتو هیڅ ډول اسناد په لاس نلري، نو هغه ماشوم باید سمدستي د ښوونځي نرس ته راجع شي څوک چې به ورسره د کاونټی یا ښار روغتیا ریاست، کلینیک، یا د ډاکتر دفتر لخوا تر سره شوي اړین فزیکي معایناتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د ښوونځي کارکوونکي باید ماشوم ته اجازه ورکړي چې په ښوونځي کې شامل شي.
       
    3. لکه څرنګ چې په 1-714 مقرره "د فوسټر کییر زده کوونکو نوم لیکنه/راجسټریشن،" کې تعریف شوی دي، یو رضاعي ماشوم د فزیکي معایناتو راپور وړاندې کولو څخه مخکی تر 30 ورځو پورې په ښوونځی کی شامل کیدی شي، که چیرته هغه کس چی دغه زده کوونکي شاملوي، په لیکلی ډول دا بیان وړاندې کړي چې د هغه/هغی د غوره پوهې سره زده کوونکی په ښه روغتیایی حالت کې دی او د ساري ناروغیو څخه پاک دی.  
       
    4. هغه معالج، جواز لرونکی نرس، یا د جواز لرونکي ډاکټر مرستیال چی د جواز لرونکي ډاکټر تر نظارت لاندې کار کوي څوک چې د دې برخې له مخی د اړین هراړخیز فزیکي معایناتو راپور چمتو کوي، باید د دې راپور په پائ کې غیر نورمال فزیکي موندنې لنډیز کړي، که چیرته کومی وي، او باید په مشخص ډول په ډاګه کړي که چیرته کوم داسی حالتونه وموندل شي، کوم چې به ماشوم د معلول ماشوم په توګه وپیژنی.
       
    5. د فزیکي معایناتو راپور باید په ښوونځی کی د ماشوم په روغتیایی ریکارډ کې ځای په ځای شي او باید د روغتیا ریاست د کارکوونکی یا چارواکي یا د هر ډول روغتیایی څانګی لخوا د وړاندیز پر اساس د کارکوونکو یا چارواکو د کتلو لپاره په لاس ورکړل شي.
       
    6. د هر هغه ماشوم فزیکي معایناتو تر سره کولو ته اړتیا نشته کله چې یی والدین پری د مذهبي دلیلونو له پلوه اعتراض وکړي او څوک چې د ناروغۍ هیڅ ډول بصري شواهد نه ښکاره کوي، په دې شرط سره چې والدین یې په لیکلي ډول دا بیان وړاندی کړي او دا تصدیق کړي چې د هغه/هغی د غوره پوهې سره سم، د ماشوم روغتیایی حالت ښه دۍ او د هر ډول ساري ناروغیو څخه پاک دۍ.
       
    7. د ویرجینیا دولت مشترک د ټولو کاونټیانو او ښارونو روغتیایی څانګې باید د وړاندیز پر اساس د طبي پلوه د بې وزله ماشومانو فزیکي معاینات ترسره کړي او کولی شي د نورو په دوامداره توګه معاینات تر سره کړي کله یی چې څانګی کولی شي.
       
    8. د شاملیدونکی زده کوونکو والدین/سرپرستان باید ښوونځي د ننوتلو د ویرجینیا کامن ویلت روغتیا فورمه ډکه کړي (د ښوونځي په دفتر یا د سلا مشورو څانګه کې شتون لري). د فزیکي معایناتو فورمې باید د راجستریشن پر مهال بیرته راوړل شي. د نوم لیکنې په وخت کې د والدینو یا سرپرست د فورمې په ډکولو کې د پاتې راتلل له امله، زده کوونکی به تر هغه وخته پورې له ښوونځي څخه ایستل کیږي تر څو چې ښوونځي ته د فزیکي معایناتو بشپړ شوۍ سند په لاس ور نه کړل شي. د اړتیا وړ توکو لپاره، I ضمیمه، د ښوونځي ماشومانو فزیکي ارزونه، وګورئ.
       
  2. د ویرجینیا کوډ پر بنسټ، لاندې کړنلارې باید وکارول شي:
     
    1. د ورجینیا دننه یا د ویرجینیا بهر څخه لیږدیدونکی زده کوونکی (د وړکتون تر پنځم ټولګي پوری) باید نوي فیزیکی معاینات تر سره کړي یا د زده خپلو پخواني ښوونځي څخه د فزیکي معایناتو یوه کاپي وړاندی کړي. هر اړخیز فزیکي معاینات باید ښوونځي ته د هغوي په لومړی ځل د ننوتلو څخه مخکی په 12 میاشتو کې دننه بشپړ شوې اوسی. هغه فزیکي معاینات چې د ویرجینیا څخه بهر تر سره شوي اوسی، د منلو وړ دي که چیرته دغه معاینات د ویرجینیا ایالت شرایط پوره کوي. بیلګه: که چیرته یو کس د پنځم ټولګي زده کوونکی دۍ او فزیکي معاینات وړکتون ته د داخلیدو څخه دوه میاشتې مخکی بشپړ شوې وو، دا د منلو وړ دي.
       
    2. د دې ریکارډ د تر لاسه کولو مسؤلیت بار د والدینو/سرپرستانو په غاړه دۍ.

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.