Regulation 722-2 - Pashto

کتاب                                                             پالیسۍ او مقررات
برخه                                                              700 - زده کوونکي
عنوان                                                           مقرره - د والدینو لخوا په کور دننه لارښوونې
کوډ                                                               2-722
حالت                                                            فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                    24 اکتوبر, 2018

زده کوونکې

مقرره 2-722

د والدینو لخوا په کور دننه لارښوونې

 

 

د ویرجینیا کوډ 254-22.1 § له مخې، هر هغه مور یا پلار، سرپرست، یا کوم بل کس چې په دولت مشترک کې د یو داسی ماشوم کنټرول یا مسٔولیت به غاړه لري چې د ښوونځي کال د سپتمبر په 30 نیټه یا له هغی وړاندی به د زیږون پنځمی کلیزی نیټی ته رسیدلی وي، او څوک چی لا هم 18 کلیزی ته نه وی رسیدلی، د هر ښوونخی کال په بهیر کې چی ښوونځی پرانیستی وي، او د عامه ښوونځی د ورځو او ساعتونو پر مهال باید دغه ماشوم عامه ښوونځي یا شخصي، مذهبي، یا د کلیسا ښوونځی ته واستوي، یا دغه ډول ماشوم لپاره د لارښوونکی یا ښوونکي لخوا داسی زده کړي برابر کړي چی د ښوونې او روزنې بورډ لخوا توصیه شوي وي او د ډیویژن سپرانټینډنټ (سپرانټینډنټ) لخوا تصویب شوي وي یا دغه ډول ماشوم ته دی په کور دننه لارښوونی برابری کړي.

د ماشوم یا ماشومانو په کور دننه لارښوونه چی د مور یا پلار، سرپرست، یا کوم بل کس لخوا تر سره کیږي چې د دغه ماشوم یا ماشومانو کنټرول یا مسؤلیت په غاړه لري باید د شخصي، مذهبي، یا کلیسا ښوونځي په توګه طبقه بندي یا تعریف نشي.
 

  1. د ماشومانو په کور دننه لارښوونې لپاره شرایط
     
    1. کله چې ټول شرایط پوره کړل شي، د ویرجینیا د دولت مشترکه پالیسۍ تر لاندی د والدینو/سرپرستانو لخوا په خپل کور کې د ماشومانو لارښوونې، د زده کړې یوه بله د منلو وړ بدیله لار ده. هر هغه ماشوم چې د هر ښوونځي کال د سپتمبر په 30 نیټه یا له هغی وړاندی به د زیږدنی پنځمی کلیزی ته رسیږي، او څوک چې لا هم د زیږدنی 18می کلیزی ته نه وی رسیدلی، والدین یی کولی شي چی د ښوونځي حاضری په بدل کې ورته په کور دننه لارښوونه وړاندی کړي، که چیرته والدین:
       
      1. د عالي ښوونځی ډیپلوم په لاس لري؛ یا
         
      2. د ښوونې او روزنې بورډ لخوا وړ ښوونکی اعلان شوئ وي؛ یا
         
      3. د لیک لوست کورس یا د لیرې څخه د زده کړې پروګرام له لاری یا په کومه بله طریقه د مطالعې یا درسی نصاب پروګرام وړاندې کوي؛ یا
         
      4. دا شواهد وړاندې کړي چې هغه د ماشوم لپاره د مناسب تعلیم برابرولو توان لري.
         
    2. هر هغه مور یا پلار/سرپرست چې په ښوونځي کی د ګډون کولو په بدل کې په کور دننه لارښوونې وړاندی کول غوره کوي، باید د ښوونځی کال پيل کیدو څخه وړاندی د اګسټ میاشتی تر 15 نیټی پورې ماشوم ته د لارښوونی کولو په موخه د ښوونځي سپرانټینډنټ استازی ته د خپلی ارادی په اړه خبر ورکړي او باید د درسی نصاب تفصیلات وړاندی کړي چی باید د راتلونکي کال په اوږدو کې د ویل کیدونکی مضامینو لیست پوری محدود وي، او د دې مقرری د I.A فرعي برخی شرط سره سم، په کور دننه د لارښوونې وړاندی کولو معیارونو څخه په یو د برابریدو ثبوت وړاندی کړي. هر هغه مور یا پلار/سرپرست چې ښوونځي ډیویژن ته کډه کیږي یا د ښوونځي کال پیل کیدو څخه وروسته په کور دننه لارښوونې پیل کوي، باید څومره ژر چی په عملی توګه امکان ولري، په کور دننه د لارښوونی خپل/خپلی ارادې په اړه د سپرانټینډنټ استازی ته خبر ورکړي او د دا ډول خبرتیا ورکولو وروسته په 30 ورځو کی دننه د دی برخی شرایطو باندی ځان برابر کړي. د سپرانټینډنټ استازی باید د عامه لارښوونو سرمامور یا سپرانټینډنټ ته په ښوونځي ډیویژن کې د هغه زده کوونکو د شمیر په اړه خبر ورکړي چې په کور دننه لارښوونې ترلاسه کوي.
       
  2. د پرمختګ ثبوت
     
    1. هر هغه مور یا پلار/سرپرست چې په کور دننه لارښوونې وړاندی کول غوره کوي، باید د ښوونځی کال پائ ته رسیدو وروسته، په کوم کی چی ماشوم په کور دننه لارښوونه تر لاسه کړي اوسی، د اګست تر 1 نیټی پورې د سوپرانټینډنټ استازی ته د لاندینیو څخه یو وړاندی کړي:
       
      1. داسی شواهد وړاندی کړي چې ماشوم د ملي معیاري لاسته راوړنې په آزموینې کې په څلورم سټیناین (د آزموینی د اندازه کولو یو میتوډ دی) کی دننه یا پورته جامع نمرې ترلاسه کړې دي؛ یا
         
      2. داسی ارزونه چی د سرمامور یا سپرانټینډنټ استازی یی مشخص کوي او دا په ډاګه کوي چې ماشوم د لاندی ذکر شویو په شمول د تعلیم په موخه کافی اندازه وده او پرمختګ ترلاسه کوي، مګر دغو پوری محدود نه دي:
         
        1. یو داسی کس چې په هر آیالت کې د ښوونی تر سره کولو جواز لري، یا یو داسی کس چې په اکاډمیکی ډسپلین کې د ماسټرۍ یا تر هغی لوړه درجه لري، د ماشوم د اکاډمیکی پرمختګ په اړه پوهه لري، لخوا د ارزونی لیک چی دا په ډاګه کوي چې ماشوم کافی اندازه تعلیمي وده او پرمختګ ترلاسه کوي؛ یا
           
        2. د ټولنیز کالج یا کالج، له لیری څخه د کالج زده کړې پروګرام، یا په کور دننه د زده کړې درسی مواد لیږدونی ښوونځي لخوا راپور کارت یا اطلانامه.
           
    2. په هغه حالت کې چې که د دې مقرری په II.A فرعي برخه کې د اړتیا سره سم د والدینو/سرپرست لخوا د پرمختګ شواهد وړاندی نه شي، د هغوي د ماشوم لپاره په کور دننه د لارښوونې پروګرام ممکن د یو کال لپاره په امتحانی دوره کی واچول شي. والدین/سرپرست باید د سوپرانټینډنټ استازی ته د آزمایښتی کال لپاره خپل ماشوم ته د کافي اندازه زده کړې وړاندی کولو د وړتیا او د اصلاحی پلان شواهد وسپاري کوم چې دا په ډاګه کوي چې د هغوي پروګرام د هر ډول تعلیمي نیمګړتیا ستونزی حل کولو لپاره ډیزاین شوې دي. د سپرانټینډنټ استازی لخوا د دغه شواهدو او پلان منل کیدو سره، په کور دننه لارښوونې کیدی شي چی د یو آزمایښتی کال لپاره دوام ومومي. که چیرته اصلاحی پلان او ثبتونه ونه منل شي یا د آزمایښتی کال وروسته د اګست تر 1 نیټی پورې د پرمختګ اړین شواهد وړاندې نه شي، په کور دننه لارښوونې به بندیږي او والدین/سرپرست به د ویرجینیا کوډ 254-22.1 § سره په مطابقت د ماشوم د زده کړې لپاره نور ترتیبات برابروي.

      د سپرانټینډنټ استازی دا اختیار لري چې آزمایښتی یا امتحانی دوری ته اجازه ور نکړي که چیرته دا معلومه شي چې په کور دننه د لارښوونې پروګرام د ماشوم/ماشومانو اړتیاوو پوره کولو کې پاتې راغلی دی او باید ختم شي. د دې احکامو د موخې لپاره، "not provided/نه دی وړاندی شوي" پدې معنی دي چې هیڅ معلومات ندي سپارل شوي یا ماشوم د قناعت وړ اکاډمیکی پرمختګ نه کوي لکه څرنګ چې د آزموینو د پایلو څخه یا د والدینو/سرپرست لخوا د سپارل شوي خپلواکی ارزونې لخوا معلومیږي.
       
    3. د دې مقرری د II.A فرعي برخې شرایط به د ښوونځي کال د سپتمبر تر 30 پورې د شپږو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو باندې نه پلی کیږي.
       
  3. په انتخاب شوي کورسونو کی، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی، او د ځانګړی زده کړو خدماتو په پروګرام کې ګډون کول
     
    1. د پرنس ویلیم کاونټي هغه زده کوونکی چې والدینو/سرپرست یې په کور دننه د لارښوونې ټول شرایط پوره کړی اوسی یا څوک چې په خصوصي ښوونځي کې شامل وي، باید ورته په هغه منځنی یا عالي ښوونځی کی، په یو سمسټر کی تر دوه کریډیټ لروونکی کورسونو پوری د شاملیدو اجازه ورکړل شي چی د زده کوونکي د حاضري په ساحه کې خدمات وړاندی کوي، پرته د غیر مستحق زده کوونکو چې پر ضد یی انضباطي اقدام پاتې وي یا څوک چې د کوم ښوونځي څخه د اوږدې مودې لپاره ځنډیدلی یا ایستل شوي وي. د تخصصی پروګرام کورسونو لپاره د لیږد په استثنا سره، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې له یو ښوونځي څخه بل ښوونځی ته د زده کوونکو لیږد به په پام کې نه نیول کیږي.
       
    2. په کور دننه د لارښوونې یا د خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې غواړي د تخصصی پروګرام په کورسونو کې شامل شي، باید د شاملیدو وړاندي د غوښتنلیک ټول شرایط او مهال ویشونه پوره کړي لکه څرنګ چې په مقرره 1-630.02، "تخصصی پروګرامونه،" مقرره 1-721، "د زده کوونکي لیږدونی - وړکتون/ابتدایهٔ ښوونځي/منځنی ښوونځی، "او مقرره 2-721، "د زده کوونکي لیږدونی - عالي ښوونځئ" کی بیان شوي دي.
       
    3. لکه څرنګ چې په 1-711 مقرره "د زده کوونکي د نو لیکنی شرایط او تګلاي" کې تعریف شوي دي، په جزوي ډول شامل شوي په کور دننه د لارښوونې او د خصوصي ښوونځي زده کوونکي باید د انتخاب کړي کورس لپاره د داخلیدو وړاندي د توقیف، د شاملیدو لپاره د وړوالی لرلو، استوګنځې، او د ځای پرځای کولو اړوند د نوم لیکنې ټول شرایط پوره کړي.

      د ښوونځي اداری کارکوونکي باید د والدینو په مشوري سره دا معلومه کړي چې آیا زده کوونکی د غوښتل شوي کورس لپاره شرایط پوره کوي یا څرنګ.
       
    4. په جزوي ډول شامل شوي په کور دننه د لارښوونې او د خصوصي ښوونځي زده کوونکي ممکن د ویرجینیا عالي ښوونځي لیګ فعالیتونو په استثنا، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي داخلي لوبو، د زده کوونکو سازمانونو او کلبونو او نورو غیر نصابي فعالیتونو کې ګډون وکړي. هغه زده کوونکي چې پر زد یی انضباطي اقدام پاتې یا زیر التوا وي، یا څوک چې د اوږدې مودې لپاره د کوم ښوونځی څخه ځنډول شوي یا شړل شوي وي، په دغه ډول فعالیتونو کې د ګډون کولو لپاره وړ نه دي. په کور دننه په جزوي ډول د لارښوونې او د خصوصي ښوونځي زده کوونکي باید د خوښی په اداره، کلب، او غیر نصابي فعالیتونو کې د ګډون کولو لپاره ټول معیارونه پوره کړي.
       
    5. هر هغه زده کوونکی چې د زده کړې معیارونو (SOL)، د کورس پائ آزموینې کورس سره یو برابر په کوم بل کورس کی شامل وي، آزموینه به ورکوي. د SOL د کورس پائ ازموینې د امتحان معافیت پروسې ټول شرایط به په جزوي ډول شامل شوي زده کوونکو باندې د پلي کیدو وړ وي. په کور دننه لارښووني کی په جزوي ډول شامل شوي زده کوړنکي کولئ شئ د ریاضي او انګلیسی ژبې کورسونو لپاره د SOL ازموینې پایلو څخه ګټه پورته کړي ترڅو په هم هغه ښوونځي کال کی د اکاډمیکی پرمختګ ثبوت په ډاګه کړي.
       
    6. په کور دننه په جزوي ډول د لارښووني او د خصوصي ښوونځي زده کوونکي به د PWCS د نمری ورکولو ټولو پالیسیو، د "چلند قانون" د احکامو او د زده کوونکو اړوند ټولو مقرراتو تابع وي.
       
    7. هغه زده کوونکو ته چې په کور دننه لارښوونې ترلاسه کوي او د هغوي والدینو/سرپرستانو ته د پرمختللي کورسنو پروګرامونو (AP) او د وړتیا معلومولو بنسټیزه آزمونی/د سکالرشپ لپاره لار موندلو ملی وړوالی (PSAT/NMSQT) آزموینو د شتون په اړه باید د مطابقت لرلو یا موافقت لیک له لاری خبر وړکړل شي کوم چی ټولو والدینو/سرپرستانو ته هغه وخت لیږدول کیږي چې د ویرجینیا کوډ 254.1-22.1 § شرایط یی پوره کړی اوسی. په کور دننه د لارښوونې زده کوونکي، په PWCS کی د شامل زده کوونکو په اندازه د وړیا AP او PSAT آزموینې فرصتونه ترلاسه کولو لپاره وړ دي. والدین/سرپرستان هڅول کیږي چې د مشخصی آزموینې نیټو او وختونو لپاره د هغه عالي ښوونځی سره اړیکه ونیسي کوم چې د هغوي د کور پتی په ساحه کی خدمات وړاندې کوي. د AP, SAT, او PSAT/NMSQT ازموینو مهالویشونه د ښوونځي ډیویژن په ویب پاڼه کې د زده کوونکو د خدماتو دفتر ځانګی تر لاندې شتون لري. هغه زده کوونکي چې پر زد یی انضباطي اقدام پاتې یا زیر التوا وي، یا څوک چې د اوږدې مودې لپاره د کوم ښوونځی څخه ځنډول شوي یا شړل شوي وي، مګر د ویرجینیا کوډ 254.1-22.1 § تر لاندی په کور دننه لارښوونې ترلاسه کوي، باید د ښوونځي له مدیر سره اړیکه ونیسي ترڅو یوازی د دغه ډول آزموینې موخی لپاره ورڅخه ښوونځي ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي او باید د آزموینې بشپړیدو وروسته سمدستي د ښوونځي ملکیت پریږدي.
       
    8. هر هغه زده کوونکی چې د PWCS عالي ښوونځی ډیپلوم ترلاسه کولو موخی سره په کور دننه لارښوونې څخه ځان پرنس ویلیم کاونټي ته لیږدوي، باید د فراغت د ټولو شرایطو پوره کولو سربیره، د فراغت څخه سمدستی مخکی لږ تر لږه د نهه اونیو مودې لپاره (د نمری ورکولو یوه دوره)، د PWCS عالي ښوونځی د ټولی ورځې مهالویش کی شامل وي.
       
    9. په هغه حالت کی چی که یو ماشوم په شخصی یا د کلیسا په ښوونځی کې شامل وي یا په کور دننه لارښوونی تر لاسه کوي او معلوله وي او د PWCS لخوا د خدماتو تر لاسه کولو لپاره وړ پيژندل شوي وي، نو د آیالت او فډرال قوانینو او مقرراتو سره په مطابقت به ورته ځانګړې زده کړې او اړونده خدمتونه وړاندی کیږي. هره خوا یا اړخ چې د سپرانټینډنټ یا د هغه/هغی د استازی د پریکړې له امله ځوریدلی یا خپه شوي وي، کولی شي د پریکړې پر ضد په 30 ورځو کی دننه د اوریدنې خپلواک افسر ته اپیل وکړي. د اوریدنې خپلواک افسر باید د هغه لیست څخه غوره شي چې د معلولیت لرونکو ماشومانو د ځای پرځای کولو د استیناف د غوښتنو اوریدلو لپاره د ستری محکمی د اجرایوي سکرتر لخوا ساتل کیږي. د اوریدنې لګښتونه به د اوریدنی افسر لخوا د هغه/هغي د موندنو سره په مطابقت د اړخونو ترمینځ ویشل کیږي.
       
    10. د ویرجینیا کوډ 254-22.1 § او 2-728 مقرری "له مذهبي پلوه معافیت" سره په مطابقت، په دې مقرره کې هیڅ یو څیز باید زده کوونکی او د هغه/هغې والدین د ریښتنی مذهبي روزنې یا عقیدې له امله ښوونځي ته له حاضریدو څخه د عذر ترلاسه کولو څخه منع نه کړي.

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.