Regulation 723-6 - Pashto

کتاب                                                          پالیسۍ او مقررات
برخه                                                           700 - زده کوونکي
عنوان                                                        مقرره - د واکسینو شرایٔط/اړتیاوی
کوډ                                                            6-723
حالت                                                         فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                 10 اکتوبر, 2018

زده کوونکې

مقرره 6-723

د واکسینو شرایٔط/اړتیاوی
 

  1. په عامه ښوونځیو کې د ځینو ماشومانو د نوم لیکنی سره په تړاو د ویرجینیا کوډ سره په مطابقت:
     
    1. هغه ماشومان چې د ښوونځي او ورځی پاملرنې پروګرام لپاره د ویرجینیا د روغتیا څانګی لږ تر لږه واکسینو شرایٔطو سره په مطابقت په سمه توګه واکسین شوي نه دي (I ضمیمه)، شاملیدو ته به اجازه ورنکړل شي. د داخلیدو په وخت کې باید د ښوونځي چارواکو / د ښوونځي عمر لرونکی ماشومانو پاملرنې (SACC) پروګرام ته د واکسینو مستند ثبوت یا د مذهبي معافیت یا طبي معافیت اسناد وړاندې شي. هغه زده کوونکي چې د بې کوری حالت تجربه کوي لکه څرنګ چې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو 1-718 مقرره "زده کوونکي د بې کوری حالت تجربه کوي" کې تعریف شوي دي، یا هغه زده کوونکی چی په فوسټر کییر کی ژوند کوي لکه څرنګ چې په 1-714 مقرره "د فوسټر کیر زده کوونکو نوم لیکنه/راجسټریشن" کې تعریف شوي، معاف دي.

      زده کوونکی باید واکسین شي او د جواز لرونکي ډاکټر، راجستر شوي نرس، یا د ځایی روغتیا څانګی کارکوونکی څخه تصدیق ترلاسه کړي.

      ښوونځی باید والدینو ته د روغتیایی مرکزونو د موقعیت او د واکسین کولو مهالویش په اړه معلومات ورکړي.
       
    2. هغه زده کوونکي چې نا بشپړ شوي واکسین لري، په مشروط ډول به د شاملیدو اجازه ورکول کیږي، که:
       
      1. زده کوونکی لږ تر لږه د اړتیا وړ واکسینونو یو ډوز/خوراک تر لاسه کړی او ښوونځي ته یې مناسب اسناد وړاندي کړي دي.
         
      2. زده کوونکی د اړتیا وړ واکسینو/ډوزونو بشپړولو لپاره د مهالویش اسناد وړاندی کوي.
         

هغه زده کوونکي چې په مشروط ډول داخل شوي دي، باید د 90 ورځو په پائ کې خپل د واکسینو ریکارډ بیاځلی وګوري. هر هغه زده کوونکی چې په مشروط ډول داخل شوۍ وي او څوک چې د اړینو واکسینو بشپړولو لپاره د مهالویش سره په مطابقت عمل تر سره کولو کی پاتې راځی، تر هغه وخت پوری به له ښوونځي/ SACC پروګرام څخه ایستل کیږي تر څو چی خپل واکسین بشپړ نه کړی. د ښوونځي هر څومره ورځې چې د واکسین شرایطو سره مطابقت نه لرلو له امله له لاس ورکول کیږي، غیر عذر شوي غیر حاضری به ګڼړل کیږي.
 

  1. که چیرته زده کوونکی بې کوره ماشوم یا تنکی ځوان دی لکه څرنګ چې په 1-718 مقرره "زده کوونکي د بې کوری حالت تجربه کوي،" کې تعریف شوي دي، او د واکسینو هیڅ ډول مستند شوي اسناد په لاس نلري، نو هغه ماشوم باید په سمدستي ډول د ښوونځي نرس ته راجع شي څوک چې به ورسره د کاونټی یا ښار روغتیا ریاست، کلینیک، یا د ډاکتر دفتر لخوا د تر سره شوي اړین واکسنو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د ښوونځي کارکوونکی باید هغه ماشوم ته په ښوونځی کی د شاملیدو اجازه ورکړي چې ټول روغتیایی اړتیاوې/شرایط حل کول یی پاتی وي لکه څرنګ چې په 1-718 مقرره "زده کوونکي د بې کوری حالت تجربه کوي،" کې په ډاګه شوي دي.
     
  2. که چیرته یو زده کوونکی د فوسټر کیئر ماشوم دۍ لکه څرنګ چې په 1-714 مقرره "د فوسټر کییر زده کوونکو نوم لیکنه/راجسټریشن،" کې تعریف شوی دي، د واکسینو هیڅ ډول مستند اسناد په لاس نلري، باید تر 30 ورځو پورې په ښوونځی کی شامل کړل شي مخکی له دی چی د واکسینو ثبوت وړاندی کولو ته اړ شي که چیرته هغه کس چی دغه زده کوونکي شاملوي، په لیکلی ډول دا بیان وړاندې کړي چې د هغه/هغی د غوره پوهې سره زده کوونکی په ښه روغتیایی حالت کې دی او د ساري ناروغیو څخه پاک دی.
     
  1. د واکسین شرایٔطو څخه معافیت

    دیني او طبي معافیتونه - ښوونځي ته د داخلیدو لپاره د هیڅ زده کوونکي څخه باید د واکسینو هیڅ تصدیق ونه غوښتل شي که چیرته:
     
    1. زده کوونکی یا والدین/سرپرست د هغه ښوونځی داخلونکی چارواکو ته په کوم کی چی زده کوونکی د داخلیدو په لټه کی دۍ، د مذهبي معافیت تصدیق نامه (د CRE 1 فورمه)، II ضمیمه وسپاري. د CRE 1 فورمه یو تخلیف پاڼه ده چې دا په ډاګه کوي چې د واکسینی توکو تطبیقول د زده کوونکي له مذهبي اصولو یا دودونو سره په ټکر کې دی.
       
    2. یو ښوونځي د آیالت لخوا ښوونځي ته د ننوتلو د روغتیا په فورمه کې د یو ډاکټر یا د روغتیا ځايي څانګې لخوا په لیکلی شکل دا تائیدی یا اسناد لري چې یو یا ډیر اړین واکسینونه ممکن د زده کوونکي روغتیا ته زیان ورسوي. د طبي معافیت دا ډول تصدیق نامه د طبي حالت یا شرایطو احتمالي موده او نوعیت مشخص کړي چې د واکسینو سره په ټکر کی وي. د موجوده شامل زده کوونکي لپاره، هر هغه سند چې د دې حقیقت پخلی یا تصدیق وکړي چې یو یا زیات اړین واکسینونه ممکن د زده کوونکي روغتیا ته زیان ورسوي، د آیالت لخوا ښوونځي ته د ننوتلو د روغتیا فورمی په بدل کې به د منلو وړ وي.
       
    3. مګر ، د پورته لومړي یا دویم معیار څخه په هر یو کی، د وبا په صورت کې دا ماشومان باید له ښوونځي څخه وو ایستل شي. هغه زده کوونکي چې د پورته ورکړل شوي لومړئ یا دویم معیار تر لاندې له ښوونځي څخه ایستل کیږي، باید د خپلو ټولګیو لخوا ورته کورنی دندی ورکړل شي، او له ښوونځي څخه د ایستل کیدو مودې لپاره د حاضري په لیست کې به د عذر شوي غیر حاضر په توګه حساب کړل شي. 
       

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


نوری حوالی