Regulation 745-2 - Pashto

کتاب                                                            پالیسۍ او مقررات
برخه                                                             700 - زده کوونکي
عنوان                                                          مقرره - د معلولیت لرونکو زده کوونکو نظم/ډسپلین
کوډ                                                              745-2
حالت                                                           فعال
تصویب شوۍ                                         27 مارچ، 2019
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                 4 مارچ، 2020; 19نومبر، 2021

 

زده کوونکي

مقرره 2-745

د معلولیت لرونکو زده کوونکو نظم/ډسپلین

  1. عمومي کړنلاری یا پروسیجرونه
    1. معلولیت لرونکی زده کوونکی د نورو ټولو زده کوونکو په څیر د ورته پروسې حق لري. کله چې یو معلول زده کوونکی د "چلند قانون" څخه سرغړونه وکړي، د ښوونځي چارواکی یا اداره باید د PWCS "د چلند قانون" او د آیالت یا فډرال قانون سره مطابقت لرونکی د تطبیق وړ وړاندیز شوي ډسپلین په شمول هم هغه ډول تحقیقاتي او انضباطي کړنلاری تعقیب کړي چې په نورو ټولو زده کوونکو باندې تطبیق کیږي.
    2. کله چې یو معلول زده کوونکی د انضباطي سرغړونې مرتکب کیږي چې ډسپلین اصلاح کولو ته اړتیا لیدل کیږي کوم چی به ځای په ځای کونه کې بدلون رامینځته کړي، د یو زده کوونکی وړیا مناسب عامه زده کړو (FAPE) ته د حق لرلو سره معلول زده کوونکی د معلولیت تبعیض او د مداخلی کولو پر زد د خوندی ساتلو ځینی اضافي خوندیتوبونو مستحق دۍ.
    3. پرته له دې په پام کی نیولو چی په ځای پرځای کیدنه کې بدلون د انضباطي پروسې د یوې برخې په توګه رامنځ ته کیږي او که بل ډول، د انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) ټیم باید چلند ته ځواب ویلو لپاره باید د مثبت چلند مداخلی، ستراتیژی او ملاتړ راغونډ کړي، په پام کی ونیسی، او مستند کړي، که چیرته د زده کوونکي چلند د هغه/هغی یا د نورو زده کوونکو په زده کړه کی خنډ رامنځ ته کوي. د IEP ټیم په څرګندونو / ملاخظاتو کې باید لاندینی شامل وي:
      1. په ځانګړي ډول د چلند له پلوه د زده کوونکي اړتیاو ته رسیدګی کولو لپاره د IEP د موخو او خدمتونو پراختیا؛ یا
      2. د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د فعالی چلند ارزونې (FBA) پروسې پلي کول او مستند کول او د چلند له پلوه د زده کوونکي اړتیاوی پوره کولو لپاره د چلند مداخلې پلان (BIP) لپاره اړتیا مشخص کول او مستند کول.
  2. په انضباطي پروسه کې د ځای پر ځای کونی د بدلون مشخص کول

    د انضباطي موخو لپاره ځای پر ځای کولو کې بدلون په دی معنی دی:
    1. د زده کوونکي دموجوده تعلیمي ځای څخه د 10 پرله پسې ښوونځیو ورځو لپاره لیرې کول؛ یا
    2. زده کوونکی د یو لړ کارونو لپاره د لیرې کولو تابع دي کوم چې یوه ګڼنښه یا طرز تشکیلوي. لنډمهاله مودی لپاره لیرې کول یو داسی طرز یا پیترن تشکلوي کله چې:
      1. په یو ښوونیز کال کې لیری کونی له لسو څخه زیات د ښوونځي ورځې پوری جمع شي؛
      2. لیری کونه د یو داسی چلند له امله رامنځ ته کیږي چې د تیرو پیښو د چلند سره ورته والی لري چې له امله یی زیات ځلی لیری کول رامنځ ته شوي وی؛ او
      3. لیری کونه کی اضافي عوامل شامل وي، د بیلګې په توګه، د هر ځلی لیرې کولو اوږدوالی، د زده کوونکي د لیرې کولو مجموعی وخت، او د لیری کونو تر منځ د وخت نږدېوالی.
    3. کله چې د زده کوونکی چلند د لنډی مودی لپاره د څو ځله لیری کولو پایله ولري، د ښوونځي کارکوونکی باید د ځانګړي زده کړې څانګې سره سلا مشوره وکړي.
  3. لنډی مودی لپارهی لیرې کول (لنډ مهاله ځنډونه/تعلیق)
    1. لنډی مودی لپاره لیرې کول یوه داسی لیری کونه ده چې کیدای شي د یوی ورځی څخه تر 10 ورځو پورې وي.
    2. یو معلولیت لرونکی زده کوونکی ممکن د خپل اوسني تعلیمي پروګرام څخه یو مناسب انتقالی بدیل تعلیمي پروګرام (IAES) ته، یو بل ډول پروګرام ته لیری شي، یا وځنډول شي، تر ډیره حده هم هغه ډول چې څرنګ دا بدیلونه د معلولیت پرته زده کوونکي باندی پلي کیږي.
    3. معلولیت لرونکي زده کوونکي ممکن د ښوونځي کال په بهیر کې د ناوړه چلند جلا پیښو لپاره هم د زیاتو لنډ مهاله لیرې کونو تابع وي که چیرته لیرې کونی کوم پیترن نه تشکیلوي. که چیرته کوم پیترن یا نمونه شتون ولري، په بل صورت کی، لیرې کول د اوږدې مودې لپاره لیرې کول او ځای په ځای کونه کې بدلون ګڼل کیږي. دا مشخص کولو لپاره چی آیا نمونه یا پیترن شتون لري او که څرنګ د لارښوونی لپاره پورته ځائ کی II.B برخه وګورئ. د لنډی مودی لپاره د لیری کولو په بهیر کی خدمتونه.
      1. په ښوونځي کال کې د لیرې کونی په لومړیو 10 ښوونځیو ورځو کی، یو معلول زده کوونکی ممکن د معلولیت پرته زده کوونکو په څیر وځنډول شي. د دې مودی په بهیر کی زده کوونکی د ځانګړی زده کړی د خدمتونو ترلاسه کولو حق نلري. د اضافي لنډ مهاله لیرې کولو لپاره چې پیترن / نمونه نه تشکلیلوي، د لیرې کولو په 11 مه ورځ، PWCS باید زده کوونکي ته خدمتونه وړاندې کړي کوم چې:
        1. د عمومي زده کړو په نصاب کې ګډون کول وړ کوي؛
        2. د زده کوونکي د IEP موخو د پوره کولو په لور پرمختګ وړ کوي؛ او
        3. د آیالت او ډیویژن په کچه د آزموینې په پروګرامونو کې ګډون اضافه کوي.
  4. اوږدی مودی لپاره لیرې کول (اوږدمهاله ځنډونه/تعلیق او اخراج)
    1. د اوږدې مودې لپاره لیرې کول په دی معنی دي:
      1. د ښوونځي د 10 پرله پسې ورځو لپاره لیرې کول؛ یا
      2. د لنډ مهاله لیرې کولو لړۍ چې یوه نمونه یا پیترن تشکیلوي. دا مشخص کولو لپاره چی آیا نمونه یا پیترن شتون لري او که څرنګ د لارښوونی لپاره پورته ځائ کی II.B برخه وګورئ. د ښوونځي مدیران باید د "چلند قانون/کوډ" څخه د سرغړونې له امله د زده کوونکي د اوږدې مودې لپاره د ایستلو په اړه والدینو /سرپرستانو ته خبر ورکړي او والدینو/سرپرستانو ته د هغی نیټی په اړه د محافظتونو طرزالعمل وړاندی کړي په کومه نیټه چې به د زده کوونکي د اوږدې مودې لیرې کولو پریکړه تر سره کیږي.
    2. د اوږدې مودې لپاره د لیرې کولو په بهیر کی خدمتونه:

      PWCS باید د اوږدې مودې لپاره د لیرې کولو پر مهال معلولیت لرونکي زده کوونکي ته خدمتونه وړاندې کړي کوم چې:
      1. د والدینو/سرپرستانو په شمول د IEP ټیم لخوا مشخص کیږي.
      2. زده کوونکي وړ کوي چې په عمومي نصاب کې ګډون وکړي، که څه هم په بل ترتیب کی یا پروګرام کې.
      3. په موجوده IEP کې د خدمتونو او اصلاحاتو وړاندی کولو ته دوام ورکوي کوم چې د IEP موخو په لور پرمختګ وړ کوي.
      4. زده کوونکي وړ کوي چی کله مناسب وی، FBA او د چلند مداخلې او اصلاحات ترلاسه کړي کوم چې ناوړه چلند حل کوي ترڅو بیاځلی تکرار نشي.
  5. د کړنلاری یا عمل مشخص کولو کتنه/جائزه
    1. د عمل د مشخص کولو کتنه (MDR) د ټولو اړوند معلوماتونو او د زده کوونکی معلولیت او د هغه د چلند تر منځ د ارتباط کتلو لپاره یوه پروسه ده کوم چې د انضباطی اقدام تابع ده.
    2. MDR اړین دۍ کله چې د لیرې کولو له امله په ځائ کی بدلون رامنځ ته کیږي لکه څرنګ چی لاندی تشریح شوي دي:
      1. PWCS د اوږدې مودې لیرې کولو په اړه فکر کوي (د ښوونځي له 10 پرله پسې ورځو څخه زیات).
      2. زده کوونکي په لنډ مهاله توګه ددی مهاله لیرې کولو لړۍ ترلاسه کړې چې یوه نمونه تشکیلوي.
    3. MDR باید د PWCS، والدینو/سرپرستانو او د IEP ټیم نورو غړو لخوا ترسره شي. د MDR لپاره د IEP ټیم اړوند غړي PWCS او والدین/سرپرست یا سرپرستان مشخص کوي.
    4. د MDR ټیم باید:
      1. د هغی نیټې څخه وروسته په 10 ښوونځي ورځو کی دننه غونډه تر سره کړئ په کومه نیټه چی د زده کوونکی د اوږدې مودې لیرې کولو لپاره د راجع کولو پریکړه تر سره کیږي لکه څرنګ چې په VI برخه کې تعریف شوې دي او دا معلومه کړئ چې ایا د پوښتنې وړ چلند د زده کوونکي د معلولیت څرګندونه وه او که څرنګ.
      2. د IEP ښوونکي اندیښنی، او هغه معلومات چې د والدینو/سرپرستونو لخوا وړاندی کیږي او د زده کوونکي ریکارډ کې نور ټول اړونده معلومات وګوري.
      3. د IEP ټیم باید هغه چلند مشخص کړي کوم چې د زده کوونکي د معلولیت څرګندونه وي که چیرته:
        1. چلند "د مستقیم او کافی اندازه اړیکې له امله رامینځته شوی وي یا مستقیم او کافی اندازه اړیکه درلوده"؛ یا
        2. چلند "د IEP په پلي کولو کې په مستقیم ډول د PWCS د پاتی راتللو له امله وو."
    5. که چیرته د MDR ټیم دا معلومه کړي چې PWCS د IEP په پلي کولو کې پاتې راغلی دی، ښوونځی باید سمدستي نیمګړتیاوې سمی یا حل کړي.
    6. که چیرته چلند د زده کوونکي د معیوبیت ښکارندوینه وي، زده کوونکي سمدلاسه بیرته هم هغه تعلیمي ځای ته ستون کړئ له کوم ځائ څخه چی لیرې شوي اوسی یا کوم بل ځائ ته چی پری اتفاق شوي اوسی، د FBA/BIP پروسه پلي کړئ، یا د چلند ستونزه ختمولو لپاره اړتیا ته په کتو سره اوسنی BIP بیاځلی وګورئ او تعدیل کړئ.
    7. که چیرته چلند د زده کوونکي د اوسني معلولیت څرګندونه نه وي، اړونده انضباطي پروسیجرونه په ورته طریقه او موده کې پلي کړئ لکه څرنګ چې د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره پلي کیږي پرته له دې چې زده کوونکي د FBA/BIP پروسې پلي کولو په شمول په بل پروګرام کې خدمتونه ترلاسه کوي.
  6. د MDR اپیل/استیناف
    1. که چیرته والدین/سرپرست د MDR له پریکړې سره یا د انضباطي پروسې اړوند د ځای پرځای کولو پریکړې سره موافق نه وي، والدین/سرپرست کولی شي د ځانګړي تعلیم څانګې COR پروسی له لارې یا د چټکی اوریدلو پروسی لپاره د وړاندیز کولو سره د MDR د موندنې پر زد د اپیل/استیناف وړاندیز وکړي.
      1. والدین/سرپرست (سرپرستان) کولی شي د ځانګړې زده کړو رییس ته په لیکلي بڼه د وړاندیز کولو سره په سیمه ییزه کچه د استیناف غوښتنه وکړي. په سیمه ایزه کچه استیناف د مناسبې اوریدلو پروسې (DPH) سره د والدینو/سرپرست (سرپرستانو) د مخ کیدو مخه نه نیسي.
      2. والدین/سرپرست (سرپرستان) کولی شي چی د PWCS د ځانګړي زده کړو رییس ته د کاپی په لیږدولو سره په لیکلی بڼه د ویرجینیا د پوهنې څانګی (VDOE) ته د ګړندي DPH وړاندیز وکړي. د PWCS د ځانګړي زده کړو څانګه د اوریدنی د ګړندي پروسې د تنظیمولو مسؤلیت په غاړه لري. اوریدنه باید د اوریدنې لپاره د وړاندیز ثبتولو نیټی څخه وروسته د ښوونځي په 20 ورځو کې ترسره شي.
    2. د سیمه ییزه اپيل یا DPH پریکړي ته انتظار باسلو پوری یا د انضباطی مودی د وخت پوره کیدو پوری، هر یو چی مخکی تر سره شي، د استیناف پروسې په بهیر کې ځای په ځای کیدنه IAES ګڼړل کیږي، پرته له دی که والدینو/سرپرست(سرپرستانو) او PWCS بل ډول متفق شوي اوسی.
  7. ځانګړی حالات/شرایط
    1. د ځانګړي زده کړو لپاره د ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ او د مناسب لیول سوپرانټینډنټ سره په سلا مشوره، د ښوونځي اداره کوونکی(پازوال)، ممکن یو معلول زده کوونکی د ښوونځي تر 45 ورځو پورې مناسب IAES ته لیرې کړي یا ولیږدوي پرته له دی پریکړي په پام کی نیولو چی چلند د زده کوونکي د معلولیت په ښکاره ډول څرګندونه ده که چیرته په ښوونځي، د ښوونځي په ودانۍ، یا د ښوونځي په فعالیت کې وي:
      1. زده کوونکی له ځان سره خطرناکه وسله ګرځوي یا لري؛
      2. زده کوونکی په پوهی سره غیرقانوني نشه یی توکي لري یا کاروي یا د کنټرول شوي موادو پلوری یا د پلورلو ملاتړ کوي؛ یا
      3. "زده کوونکي بل کس ته جدي فزیکي ژوبله رسوي چې پکی په کافی اندازه د مرګ خطر، خورا فزیکي درد، په بڼه یا شکل کی اوږدمهاله او ښکاره بدلون، یا د بدن د غړي، عضوي یا دماغي فعالیت اوږدمهاله ضایع یا نیمګرتیا شامل دي."
    2. د "سلاح"، "کنټرول شوي توکو،" او "جدي فیزکی ژوبلی" د پلی کیدو وړ تعریفونو لپاره 8VAC20-81-10 ته مراجعه وکړئ.
  8. د هغه زده کوونکو خوندیتوب چی لا هم د ځانګړي زده کړې او اړوند خدمتونو تر لاسه کولو لپاره وړ نه دي
    1. که چیرته PWCS پدې پوه شی چې یو زده کوونکی د معلولیت لرونکي زده کوونکي په توګه د پیژندل کیدو څخه وړاندی یو داسی چلند تر سره کړئ چی د انضباطی اقدام سبب ګرځی، هغه زده کوونکی چې د "چلند کوډ" څخه سرغړونه کوي کولی شی د معلولیت لرونکی زده کوونکی په توګه د هر ډول محافظت ادعا وکړي (د بیلګئ په توګه، ګړندی ارزونه، او که چیرته وړ وي، MDR او IEP).
    2. له PWCS تمه کیږي چی د دی بنسټیزه معلوماتو په اړه پوهه ولري چې آیا زده کوونکی د انضباطی عمل تر سره کولو څخه وړاندی یو معلولیت لرونکی زده کوونکی وو کوم چی رامنځ ته شوئ:
      1. والدینو/سرپرست یا سرپرستانو د ښوونځي کارکوونکو ته په شفاهي یا لیکلي ډول اندیښنه څرګنده کړی وي چې زده کوونکي ځانګړي زده کړې او اړوند خدماتو ته اړتیا لري؛
      2. د والدینو/سرپرست یا سرپرستانو لخوا د ځانګړې زده کړې ارزونې لپاره غوښتنه شوې وه؛ یا
      3. د ښوونځي کارکوونکو د PWCS څارونکي پرسونل ته د چلند د پیترن یا طرز په اړه اندیښنه ښودلی وه کوم چی د زده کوونکي لخوا ښکاره شوي وه.
    3. PWCS به د معلومات لرلو لپاره اساس ونه ګڼل شي چې یو زده کوونکی معلول زده کوونکی دی که چیرته:
      1. والدین/سرپرست مخکنی ارزونی ته اجازه ورکولو کی پاتی راغلی وي یا د ځانګړو زده کړو خدمتونه یی رد کړي اوسی؛ یا
      2. زده کوونکی ارزول شوی او د خدمتونو تر لاسه کولو لپاره وړ نه دی ګڼل شوۍ.
    4. کله چې د پوهې یا معلوماتو اساس شتون ولري، PWCS باید:
      1. د ارزونې / وړوالی معلومولو ګړندۍ پروسه ترسره کړئ. که چیرته زده کوونکی وړ وګڼړل شي، د وړوالی مشخص کیدو وروسته MDR ترسره کړئ او په ښوونځي یا IAES کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره IEP رامینځته کړئ، لکه څرنګ چې د MDR پایلې لخوا مشخص کیږي؛ او
      2. که چیرته زده کوونکی وړ ونه ګڼړل شي، انضباطي طرزالعملونو پلي کولو ته دوام ورکړئ کوم چی ټولو زده کوونکو لپاره په ګوته شوي دي.
    5. کله چې د انضباطي اقداماتو ترسره کولو وړاندی د PWCS لخوا د پوهې اساس شتون ونلري، هغه زده کوونکی چی په پرتله کیدونکی چلند کی ښکیل کیږي، ممکن د معلولیت پرته زده کوونکي په څیر ډیسپلین شي.
  9. هغه ارزونی چی پداسې حال کې وړاندیز کیږي کله چې زده کوونکي د انضباطي اقداماتو تابع وي، باید په ګړندۍ توګه ترسره شي.
    1. د ارزونې او وړوالی معلومولو پروسې په بهیر کی، زده کوونکي د تعلیمي خدمتونو پرته، د ښوونځي پرسونل لخوا مشخص شوي کی د ډسپلین کیدو په موخه پاتې کیږي.
    2. که چیرته یو زده کوونکی د معلولیت لرونکو اشخاصو د زده کړې قانون تر لاندی د ځانګړو زده کړو خدماتو تر لاسه کولو لپاره وړ پیژندل کیږي، PWCS باید د والدینو/سرپرستانو د ارزونې او معلوماتو پراساس یو IEP رامینځته کړي او د اړتیا سره سم د هغه معلولیت لرونکی زده کوونکی لپاره ځانګړي زده کړې او اړوند خدمات رامنځ ته کړي څوک چی ډسپلین کیږي.
  10. قانون پلي کوونکو چارواکو ته راجع کول او د هغوي لخوا اقدام
    1. PWCS باید د آیالت د جنایی جرمونو د راپور ورکولو شرایطو سره ځان برابر کړي او د امکان تر حده پوری د معلولیت لرونکو زده کوونکو لخوا د ترسره شوي جرمونو په ارتباط د قانون پلي کوونکي یا قضایي چارواکو د مسؤلیتونو د ترسره کولو مخه ونه نیسي، دا ډول اقدامات د معلولیت پرته زده کوونکو باندی هم د پلي کیدو وړ دي.
    2. PWCS به د زده کوونکو د ریکارډونو مدیریت لپاره د PWCS د شرایطو سره په مطابقت د مناسبو چارواکو لخوا د پام کی نیولو لپاره د زده کوونکي د ځانګړي تعلیم او انضباطي ریکارډونو کاپي وړاندی کړي.
    3. کله چې PWCS د یو جرم لپاره د یو زده کوونکي پر وړاندې د انضباطي اقدام غوښتنه کوي، PWCS به هغه انضباطي کړنلارې تعقیبوي کوم چې له مخکې څخه په ډاګه شوي دي، د MDR ترسره کولو په شمول که چیرته د پلی کیدو وړ وي.
  11. کله چې د یو زده کوونکي ریکارډ VDOE ته یا د ښوونځیو ترمنځ لیږدول کیږي، په دغه ریکارډ کی باید د اوسني یا پخوانیو انضباطي اقداماتو سره سره د اوسني IEP په اړه څرګندونی شامل وي کوم چې د زده کوونکي پر وړاندې پورته شوي وي، کله چی په ډاګه شوي وي.

د ځانګړي تعلیم لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.