زده کوونکي
مقرره 1-747
د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه(SMAPD)
دا مقرره د زده کوونکو د نظم په ارتباط هغه پروسه او کړنلاری اداره کوي چې د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګی (SMAPD) لخوا تعقیب یا پلی کیږي.
- د اوږد مهاله مودې لپاره د ځنډولو او اخراجولو کړنلاری
- ښوونځي میشته کړنلاری
- لکه څنګه چې په 1-744 مقرره "د زده کوونکو لنډ مهاله ځنډونه" کې په ډاګه شوي دي، په هغه صورت کې چې مدیر (یا د مدیر استازی)، د لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ سره په موافقه دا پریکړه وکړي چې یو زده کوونکي دي د اوږد مهاله ځنډونی او اخراج په شمول د لنډ مهاله ځنډونی څخه وروسته د انضباطي اقدام لپاره SMAPD ته راجع شي، د ښوونځي کارکوونکی باید د مدیر غیر رسمي کنفرانس څخه وروسته په دوه ورځو کی دننه SMAPD سره اړیکه ټینګه کړي ترڅو د اوریدنې پروسه مهالویش کړي. د SMAPD اوریدنې ته د انتظار باسلو پر مهال، د ښوونځی مدیر ممکن د اصلي لنډ مهاله ځنډونی سره یو ځاي یو اضافي لنډمهاله ځنډونه هم تحمیل کړي کوم چې باید د ښوونځي له لسو رسمی ورځو څخه زیاته نه وي. د ځنډونی دا اضافي لنډمهاله موده باید په 1-744 مقرره، "د زده کوونکو لنډ مهاله ځنډونه"، کی په ډاګه شوي کړنلاری خپلی کړي، او د ځنډونی اضافه مودي لپاره زده کوونکي ته باید د خبرولو او استیناف غوښتلو ټول حقونه ورکړل شي کوم چی په دې مقرره کې په ډاګه شوي دي. د بدیل په توګه، د لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ سره په هوکړه مدیر ممکن زده کوونکي زر تر زره SMAPD ته راجع کړي.
- د مدیر یا د هغه/هغی د استازی لخوا SMAPD ته د راجع کولو او د لنډ مهاله ځنډونی څخه وروسته د زده کوونکی د لا زیات انضباطي اقدام لپاره د سفارش کولو او دلیلونو په اړه باید زده کوونکي او د زده کوونکي مور یا پلار/سرپرست ته د اصلی ځنډونی د لومړی ورځی څخه راپدیخوا په لسو ورځو کی په لیکلي بڼه خبرتیا ورکړل شي. په لیکلي ډول دغه خبرتیا باید زده کوونکي/مور یا پلار د جرم او "د چلند قانون" څخه د سرغړونې د حقایقو څخه خبر کړي او د SMAPD اوریدونکي افسر په وړاندې د مناسب پروسې اوریدلو حق خبرتیا ورکړي. د ښوونځي بورډ لخوا د انضباطي اقدام وروستۍ پایلې ته د انتظار باسلو پر مهال، یا تر هغه وخت چې اوږد مهاله ځنډونه تحمیلیږي یا لګول کیږي، د ځنډونی له 10می ورځې وروسته زده کوونکي د تعلیمي خدماتو ترلاسه کولو لپاره وړ دي.
- معلولیت لرونکي/معذوره زده کوونکي
- مخکې له دې چې د یو معلولیت لرونکي زده کوونکي د اوږدې مودې لپاره د لیرې کولو وړاندیز وشي، څوک چې د معلولیت لرونکي اشخاصو قانون (IDEA) یا 504 مادی تر لاندې خدمات ترلاسه کوي، د ښوونځي په کچه باید د د څرګندتیا د ټاکلو کتنه (MDR) بشپړ شي ترڅو دا معلومه شي چې د کوم چلند لپاره چی به زده کوونکی ډسپلین کیږي، آیا د زده کوونکي د معلولیت څرګندونه ده او که څرنګ. که چیرته MDR دا په ډاګه کړي چې دغه پیښه د زده کوونکي د معیوبیت څرګندونه ده، زده کوونکی به د لا زیات انضباطي اقدام لپاره SMAPD ته نه راجع کیږي.
که چیرته د انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) ټیم دا په ډاګه کړي چې دغه چلند د زده کوونکي د معیوبیت څرګندونه وه:- پرته له دي چی مور یا پلار/قانوني سرپرست او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) د ځای په ځای کولو لپاره د بدلون سره موافقت وکړي، د IEP ټیم باید زده کوونکی بیرته هغه ځای ته راستون کړي د کوم ځاي څخه چې زده کوونکی لیری شوۍ اوسی. د دې حکم استثنا هغه وخت ده چې زده کوونکی د ځانګړو شرایطو له امله د لنډمهاله بدیل زده کړې ترتیب لپاره د ښوونځي له 45 ورځو څخه زیات نه وي ایستل شوی. په دغه حالت کې، د ښوونځي پرسونل کولی شي چی زده کوونکي د 45 ورځو مودې پای ته رسیدو پورې د لنډ مهاله بدیل زده کړې پروګرام کې وساتي.
- (پرته له دی که PWCS دا ارزونه د دغه ډول چلند څخه وړاندی تر سره کړي اوسی چی له امله یی ځای پر ځای کولو کی بدلون رامنځ ته شوۍ وي)، ښوونځی باید په فعاله توګه د چلند ارزونه ترسره کړي او د زده کوونکي لپاره باید د چلند مداخلې پلان پلي کړي.
- ځانګړی شرایط/حالات
د ښوونځي پرسونل کولی شي چی یو معلول زده کوونکی د مناسب لنډ مهاله بدیل زده کړې پروګرام لپاره د هم هغه اندازه مودی لپاره لیرې کړي چې د څومره مودی لپاره د معلولیت پرته زده کوونکی د ډسپلین تابع وي، مګر باید د 45 ښوونځي ورځو څخه زیات نه وي، پرته له دې په پام کی نیولو چې آیا دغه چلند د زده کوونکي د معلولیت څرګندونه کوی او که څرنګ، که چیرته:- زده کوونکی ښوونځی ته وسله راوړي یا له ځانه سره وسله ولری په داسې حال کې چې په ښوونځي کې، د ښوونځي په ملکیت کې، یا د PWCS یا د ویرجینیا د پوهنې ریاست تر واک لاندې د ښوونځي په فعالیت کې وي؛ یا
- زده کوونکی په پوهی سره غیرقانوني نشه یی توکي لري یا کاروي یا په ښوونځي کې، د ښوونځي په ملکیت کې، یا د PWCS یا د ویرجینیا د پوهنې ریاست تر واک لاندې د ښوونځي په فعالیت کې منع شوي توکی پلوری یا اسانتیا برابروي؛ یا
- زده کوونکی په ښوونځي کې، د ښوونځي په ملکیت کې، یا د PWCS یا د ویرجینیا د پوهنې ریاست تر واک لاندې د ښوونځي په فعالیت کې بل کس ته جدي جسماني زیان رسوي.
- که چیرته د ادعا شوي انضباطي سرغړونې دمخی، مور او پلار / قانوني سرپرست غوښتنه کړې وي چې د عمومي زده کړې زده کوونکي دی د بنسټیزه وړوالي لپاره د ځانګړو زده کړو خدماتو لپاره وو ارزول شي یا د شک کولو لامل شتون ولري چې زده کوونکي معلولیت لري، یا که د ادعا شوي انضباطي سرغړونې وروسته، مور او پلار/قانوني سرپرست غوښتنه وکړي چې د عمومي زده کړې زده کوونکي دی د بنسټیزه ځانګړي زده کړې خدماتو لپاره وو ارزول شي، د SMAPD انضباطي پروسه به تر هغه وخته دوام ومومي چې د SMAPD یا د ښوونځي بورډ وروستۍ پایلې ته ورسیږي. په هرصورت، د ښوونځي کارکوونکو لخوا باید په چټک ډول ارزونه ترسره شي.
- که چیرته زده کوونکی د ځانګړو زده کړو خدماتو لپاره وړ ونه پیژندل شي، د SMAPD انضباطي پروسه به دوام ومومي، او د SMAPD/د ښوونځي بورډ پریکړه به پلي شي.
- که چیرته زده کوونکی د ځانګړو زده کړو خدماتو لپاره وړ وپیژندل شي، د SMAPD انضباطي بهیر به دوام ومومي، مګر MDR باید ژر تر ژره ترسره شي، مګر چی د ځنډونی له لسمی ورځې څخه وروسته نه شي. که چیرته MDR دا په ګوته کړي چې انضباطي پیښه د زده کوونکي د معلولیت څرګندونه نه وه، د SMAPD انضباطي پروسه به دوام ومومي، او د SMAPD/ښوونځي بورډ پریکړه به پلي شي. که چیرته MDR دا په ډاګه کړي چې پیښه د زده کوونکي د معیوبیت څرګندونه وه، انضباطي پروسه به ودریږي، او زده کوونکي ته به د IDEA ترلاندې مناسب خدمات وړاندې شي. که چیرته اوږد مهاله ځنډونه یا اخراج لګول شوی وي، اوږد مهال ځنډونه یا اخراج باید د زده کوونکي څخه پورته شي او د زده کوونکی له ریکارډ څخه لیری شي.
- مخکې له دې چې د یو معلولیت لرونکي زده کوونکي د اوږدې مودې لپاره د لیرې کولو وړاندیز وشي، څوک چې د معلولیت لرونکي اشخاصو قانون (IDEA) یا 504 مادی تر لاندې خدمات ترلاسه کوي، د ښوونځي په کچه باید د د څرګندتیا د ټاکلو کتنه (MDR) بشپړ شي ترڅو دا معلومه شي چې د کوم چلند لپاره چی به زده کوونکی ډسپلین کیږي، آیا د زده کوونکي د معلولیت څرګندونه ده او که څرنګ. که چیرته MDR دا په ډاګه کړي چې دغه پیښه د زده کوونکي د معیوبیت څرګندونه ده، زده کوونکی به د لا زیات انضباطي اقدام لپاره SMAPD ته نه راجع کیږي.
- د SMAPD د اوریدنی کړنلاري
- زده کوونکی ته باید د SMAPD د اوریدنې افسر لخوا د مناسبې پروسې اوریدنې لپاره فرصت ورکړل شي څوک چې د سپرانټینډنټ د استازی په توګه دنده تر سره کوي. د اوریدنی څځه وړاندي، SMAPD باید زده کوونکي او مور او پلار/سرپرستانو ته د اوریدنې نیټې، وخت، او ځای په اړه د تصدیق شوي او منظم پوست له لارې دا خبر ورکړي؛ چې زده کوونکي ته به فرصت ورکړل شي چې شواهد وړاندې کړي او د "چلند قانون" سرغړونو ته ځواب ووايي؛ او دا چې زده کوونکی حق لري چې د SMAPD د اوریدنې پروسې کی له ځانه سره مور یا پلار/سرپرست او/یا مدافع وکیل کې موجود ولري. زده کوونکی او مور یا پلار/سرپرست باید دا حق هم ولري چې د اوریدنی لپاره شاهدانو ته بلنه ورکړي. په هرصورت، شاهدانو ته د اوریدلو په خونه کې اجازه نه ورکول کیږي، پرته له دې که د شاهدي ورکولو لپاره وي. د هغه موادو یا اسنادو یوه کاپي چې د اوریدنې په مناسب بهیر کې کارول کیږي د اوریدنې څخه دوه ورځې مخکې د مور یا پلار/سرپرست لخوا د SMAPD څخه ترلاسه کولۍ شي.
- په هغه صورت کې چې زده کوونکی، مور یا پلار یا سرپرست د SMAPD اوریدنې کې د حاضریدو حق ونه کاروي یا په حاضریدو کی پاتی راشي، اوریدنه به د هغوي په غیر موجودګی کې ترسره شي او پریکړه به د هر ډول اسنادو او شواهدو پر بنسټ وي چی د ښوونځي چارواکو یا استازو لخوا وړاندي کیږي. د SMAPD د ریٔیس د تصویب سره، SMAPD باید یوازې د کورنۍ د غړي د مړینې، د زده کوونکي په روغتون کې د بستر کیدو، یا د نورو سختو شرایطو له امله د اوریدنې بیا ځلی مهالویش کول په پام کې ونیسي.
- د SMAPD اوریدنه به تر 45 دقیقو پورې محدوده وي. د ښوونځي کارکوونکي باید د پیښې په اړه شواهد وړاندې کړي. زده کوونکی، د هغه/هغی والدین/سرپرست، یا مدافع وکیل به د ښوونځي د کارکوونکو یا نورو شاهدانو څخه د پوښتنې کولو فرصت ولري او د زده کوونکي په استازیتوب به شواهد وړاندې کړي. زده کوونکی، مور یا پلار/سرپرست، مدافع وکیل او شاهدان یو دلیل یا شواهد بیاځلی یا تکراری نه شی وړاندې کولۍ. د اوریدنې افسر ممکن د ښوونځي کارکوونکو، زده کوونکي، او د زده کوونکي مور یا پلار/سرپرست(سرپرستانو) په شمول د هر شاهد څخه پوښتنې وکړي. د SMAPD اوریدونکي افسر لخوا ممکن د شاهدانو شمیر محدود شي ترڅو د تکرار یا غیر اړوند شاهدی څخه مخنیوی وشي یا د اوریدنې بهیر د اوږدیدو څخه مخنیوی وشي. زده کوونکي هڅول کیږي چې په لیکلي بڼه د ښه کردار لرلو ثبوت وړاندې کړي.
- د وکیلانو او مدافع وکیلانو په ګډون ټول اړخونه باید بی طرفه پاتې شي او د شخصي بریدونو یا نورو نامناسبه چلند څخه ډډه وکړي. د اوریدنې افسر واک لري چې هغه کسان له اوریدنې څخه لیرې کړي چې په نامناسبه چلند کې ښکیل کیږي یا د اوریدنی بهیر ګډوډوي. پرته له محدود شرایطو، قانون د ښوونځي څانګه نه مجبوروي چې وکیلانو یا مدافع وکیلانو ته اجازه ورکړي چې په اوریدنه کې ګډون وکړي.
- ټولی اوریدنی آډیوی ثبت کیږي. د اوریدنی څخه وروسته، مور یا پلار/سرپرست کولۍ شي چی په SMAPD کی د ثبت شوي آډیو اوریدلو لپاره وخت مهالویش کړي. په هرصورت، مور او پلار/سرپرست ممکن د اوریدنې په جریان کې ثبت ونه کړاي شي.
- د SMAPD د اوریدنې افسر پریکړه د مناسبې پروسې د اوریدلو وروسته پرته له غیر معقول ځنډ څخه صادریږي. SMAPD باید خپل پریکړه لیک زده کوونکي او/یا والدینو/سرپرستانو ته د تصدیق شوي او عادی پوست له لارې د زده کوونکی د بیړنی حالت په معلوماتی کارت کی موجودی پتی ته واستوي. په هرصورت، دا به د زده کوونکي او والدینو (سرپرست) مسٔولیت وي چې SMAPD ته د پتې د هر ډول بدلون څخه خبر ورکړي او باید په سمدستي توګه د SMAPD د پریکړې لیک یوه کاپي ترلاسه کړي دا ځکه چی د SMAPD د پریکړې پر زد د ایستناف غوښتنه باید د SMAPD د پریکړې لیک د نیټې څخه وروسته باید په پر له پسی 10 ورځو کی تر سره شي. زده کوونکی او/یا والدین/سرپرست کولی شي د SMAPD څخه د لیک په اخیستلو سره د صادرولو په نیټه د پریکړې لیک یوه کاپي ترلاسه کړي یا دا غوښتنه وکړي چې لیک دی دوی ته د فکس یا بریښنالیک له لارې واستول شي. که چیرته مور/پلار یا قانوني سرپرست غوښتنه وکړي چې پریکړه لیک د بریښنالیک یا فاکس له لارې واستول شي، نو تصدیق شوی پوست یا میل به نه لیږل کیږي. په هرصورت، لیک باید د عادي پوست له لارې واستول شي.
- د کوم استیناف په نه شتون کې، د اخراج لپاره وړاندیز باید د SMAPD د اوریدنې افسر لخوا په لیکلې توګه د ښوونځي بورډ انضباطي کمیټې یا د ښوونځي بشپړ بورډ ته د دروازی تر شا ناسته کې د تایید یا رد لپاره وړاندې شي.
- د عمومي زده کړو زده کوونکو لپاره، د هر ډول انضباطي اقدام له پایلو څخه وړاندي، تعلیمي خدمات باید د ډیری وسایطو له لارې وړاندي شي، په شمول مګر محدود نه وي، د کار کڅوړې، آنلاین لارښوونې، او نور.
یوځل چې انضباطي پایله وټاکل شي، زده کوونکي ممکن د کمپیوټر اړوند لارښوونې پروګرام، بل ډول بدیل تعلیمي پروګرام، یا د دودیز ښوونځي ترتیب ته راجع شي چیرته چې به تعلیمي خدمات دوام مومي. دا د SMAPD حق دۍ چې دا مشخص کړي چې کوم ډول ځای پرځای کول، تعلیمي خدمات، یا نور بدیل پروګرامونه، که کوم وي، باید زده کوونکي ته وړاندي شي.
د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره، د هر ډول انضباطي اقدام د پایلی مخکی، تعلیمي خدمات باید هم هغه ډول وړاندي شي، څرنګ چی د IEP ټیم لخوا مشخص شوي وي. یوځل چې انضباطي پایله وټاکل شي، د IEP ټیم باید دا مشخص کړي چې تعلیمي خدمات به په کوم شکل وړاندې کیږي. SMAPD دا حق لري چې د یاد شوي تعلیمي خدماتو موقعیت مشخص کړي.
- هوکړه لیک
- اوریدنې لپاره د بدیل په توګه، د SMAPD اوریدونکي افسر واک لري چې د زده کوونکي او والدینو/سرپرستانو سره یو تړون لاسلیک کړي، په کوم کې چې زده کوونکی او والدین/سرپرست د انضباطي اپیل څخه بیرته په شاه کیده قبلوي او لپاره هوکړه کوي او د SMAPD لخوا وړاندیز شوي ځای پرځای کیدل او ټول شرایط (غیر دودیز تعلیم لپاره ځای پرځای کول ، د چلند تړون او نور وغیره) مني. تړون لیک باید پابند او وروستی وي، او هیڅ ډول استیناف نه شی تر سره کیدۍ.
- که چیرته یو زده کوونکی ته د تړون لیک وړاندیز وشي او وی مني او په لیک کې په ډاګه شوي اړینی نیټې پورې یو یا ډیر شرایط پوره نکړي، نو زده کوونکی به د تړون لیک څخه د سرغړونکۍ په توګه پیژندل کیږي.
- که چیرته یو زده کوونکی د تړون لیک په پایله کې د "امتحانی دوری زده کوونکی" وګڼل شي او په ښوونځي کې د چلند تړون په توګه ځای پرځای شي، که چیرته یو زده کوونکی د " چلند کوډ یا قانون" څخه د سرغړونی کولو سره یو داسې جرم ترسره کړي چې لپاره یی د ښوونځي څخه د ځنډولو لامل کیږي، نو زده کوونکی به د تړون لیک څخه سرغړونکی وګڼل شي. په دې حالاتو کې، زده کوونکی باید د پنځو ورځو لپاره له ښوونځي څخه وځنډول شي او د SMAPD د سرغړونې اوریدنه به تر سره شي. د ښوونځي څخه بهر د ځنډولو په هغه پنځو ورځو کې باید د سرغړونې اوریدنې د ترسره کولو لپاره هره معقوله هڅه تر سره شي.
- ښوونځي میشته کړنلاری
که چیرته د دې مقرری کومه برخه، ماده، فرعي برخه، جمله، فقره، یا نیمګری جمله د کوم دلیل لپاره غیر قانونی یا باطل اعلان شي، یا په بل ډول د قانون څخه سرغړونه وي، هغه اعالامیه باید د دې مقرری د کومی بلی برخی اعتبار یا جواز اغیزمن نه کړي، دا د ښوونځي بورډ ښکاره هوډ دۍ چې د مقرری هر بند یا حکم خپلواکه دۍ او د قانون لخوا د ورکړل شوۍ اجازی پر اساس په زیاته کچه په جدی توګه پلی کیږي.
د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.