Regulation 723-4 - Pashto

کتاب                                                      پالیسۍ او مقررات
برخه                                                       700 - زده کوونکي
عنوان                                                    مقرره - د توبر کلوز / نری رنځ (TB) سکرینینګ شرایٔط
کوډ                                                        4-723
حالت                                                     فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ             10 اکتوبر, 2018

زده کوونکې

مقرره 4-723

د توبر کلوز / نری رنځ (TB) سکرینینګ شرایٔط
 

 

په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې د زده کوونکي د شاملولو په وخت کی به د ټولو والدینو / سرپرستانو لخوا د زده کوونکی د شاملولو نري رنځ/توبر کلوز فورمه (I ضمیمه) بشپړیږي.

 

  1. ټول هغه زده کوونکی چې په تیرو پنځو کلونو کې د پرله پسې پنځه یا ډیرو میاشتو لپاره په یو داسی بهرني هیواد کې اوسیدلی وي چی د نړیوال روغتیا سازمان د لوړ توبرکلوز شمیر لرونکی هیواد لیست (II ضمیمه) کې شامل دي، د لاندېنو څخه یو وړاندی کول اړین دي:
     
    1. د نري رنځ د پوستکي منفي معایناتو ثبوت (TST)، یا کوانټی فیرن توبر کلوز کولډ وینې معاینات (QFT)، او د علایمو منفي معاینات چی د جواز لرونکی ډاکټر لخوا یا د روغیتا څانګی لخوا د شاملیدو نیټی څخه وړاندی په 90 تقویمی ورځو کې دننه بشپړ شوی وي (III ضمیمه).
       
    2. د عادي (منفي) سینې ایکس رې ثبوت چی د شاملیدو نیټی څخه وړاندی په 90 تقویمی ورځو دننه اخیستل شوي وي.
       
    3. هغه زده کوونکي چې د توبرکلوز انفیکشن یا توبر کلوز / نری رنځ ناروغۍ لپاره په لیکلی ډول د درملنې بشپړولو اسناد وړاندې کوي باید د روغتیا څانګې یا شخصی ډاکټر لخوا د منفي نښی نښانو سکرین او د خطر ارزونی اسناد وړاندی کړي.

    زده کوونکي ممکن په مشروط ډول په PWCS کې شامل کړل شي که چیرته هغوي د توبرکلوز پوټکي معاینی لنډمهاله طبي معافیت وړاندې کړي. طبي معافیت باید د معافیت لاملونه او د پائ ته رسیدو نیټه لیست کړي. کله چې طبي معافیت پائ ته ورسیږي، مخکې له دې چې زده کوونکی ته په PWCS کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شي، زده کوونکی باید د سپیڅل توب لیک یا د پیروفایډ پروټین ډیراویټیف (د انفکشن معلومولو معاینات) (PPD) منفی لیکلي راپور یا TST وړاندې کړي. دا ډول معافیت به یوازې هغه وخت منل کیږي که چیرته زده کوونکی د نري رنځ نښو نښانو څخه پاک تصدیق شوی وي. که چیرته د نري رنځ د نښې نښانې ارزونه مثبته وي، زده کوونکی باید ښوونځی ته د دخلیدو څخه وړاندی د روغتیا پاملرنی ډاکټر یا د پرنس ویلیم کاونټی روغتیایی اولسوالی لخوا PPD، TST، یا د سینې ایکس رې او د فعالې ناروغۍ لپاره ارزونه تر سره کړي.

    هغه هیوادونه چې پدې لیست کې نه موندل کیږي، زده کوونکی یی د روغتیا څانګی یا د متحده ایالاتو جواز لرونکي روغتیایی ډاکټر لخوا د سپیڅلتوب لیک ته اړتیا لري (IV ضمیمه). دا زده کوونکي باید یوازې په هغه حالت کی معاینه شي که چیرته هغوي نښی نښانی ولري یا د توبرکلوز انفیکشن لپاره انفرادي خطر ولري یا د توبرکلوز ناروغۍ په لور روان وي.
     
  2. د بدلیدونکو شرایطو یا نورو طبي دلایلو پر بنسټ، هر راتلونکی زده کوونکی ممکن د توبرکلوز/نري رنځ معاینات تر سره کولو ته اړ شي.
     
  3. اداری کارکوونکی باید د زده کوونکو لخوا د وړاندی شوي اسنادو په اړه هر ډول اندیښنه د لا زیاتو ارزونو لپاره د ښوونځي نرس ته راجع کړي. د ښوونځي نرس به د ښوونځي د روغتیایی خدماتو نظارت کوونکي او د پرنس ویلیم روغتیا ولسوالۍ سره مشوره کوي.
     
  4. ټول راپورونه باید د روغتیا ریاست، یو ډاکټر، یا د نرس ​​​​پریکټیشنر لخوا تصدیق شي څوک چې په متحده ایالاتو کې په طبی څانګه کی د دندی تر سره کولو جواز لري.

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


نوری حوالی