Regulation 713-1 - Pashto

کتاب                                                               پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                700 - زده کوونکي
عنوان                                                             مقرره - د زده کوونکو د تبادلی کولو پروګرام
کوډ                                                                1-713
حالت                                                             فعال
تصویب شوۍ                                           22 فبروري, 2017

زده کوونکي

مقررات 1-713

د زده کوونکو د تبادلی کولو پروګرام 

 

د ښوونځي مدیر یا استازی کولی شي د منظور شوي زده کوونکي تبادلې سپانسرشپ پروګرام تر لاندې د عالي ښوونځي زده کوونکو ته په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د یو ښوونځي کال لپاره د ګډون کولو ته اجازه ورکړي. د پرنس ویلیم کاونټي په عالي ښوونځیو کې د ګډون کولو لپاره د زده کوونکو د تبادلې سازمانونو منظور شوي لیست د زده کوونکو د خدماتو دفتر لخوا ساتل کیږي او د عالي ښوونځیو د سلا مشوری څانګې ته ورکول کیږي. په دی لیست کې اضافه کونه/حذف کونه باید د زده کوونکو د خدماتو دفتر لخوا بشپړ شي.
 

  1. د را رسیدو دمخه، د تبادلې زده کوونکي په توګه د پرنس ویلیم کاونټي په عالي ښوونځی کی د داخلې لپاره د غوښتنلیک برخې په توګه، په کورنی هیواد کی د بشپړ کړل شوي ښوونځي کلونو او د ثانوي ښوونځي یا بدیلو زده کړو بشپړولو لپاره د اړتیا وړ کلونو شمیر په اړه معلومات باید شتون ولري. هر هغه زده کوونکی چې په هغه هیواد کې یی د عالي ښوونځی لپاره د فراغت شرایط پوره کړي اوسی، په کوم کی چی ژوند کوي، په خپل هیواد کې یې ښوونځي بشپړ کړي اوسی، یا نولس کلن وي یا ډیر عمر لري، د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځيو کی د زده کوونکو د تبادلې په پروګرام کې به د ګډون کولو لپاره وړ نه وي. په ټولګي کی د شمولیت تائیدولو لپاره د زده کوونکي د کور هیواد ښوونځي کې د ورکړل شوي ټولو مضمونونو یا کورسونو په انګلیسي ژبه کې اطلانامه باید د زده کوونکي د نوم لیکنی غوښتنلیک سره یو ځائ شي.
     
  2. په مشخص عالي ښوونځیو کې د تبادله کوونکو زده کوونکو شاملونه باید د ښوونځي د مدیر یا د هغه/هغی د استازی لخوا تصویب شي، او لاندې کړنلاری باید تعقیب شي:
     
    1. د زده کوونکو د تبادلې سازمانونه باید د زده کوونکو غوښتنلیکونه څومره زر چی امکان ولري، د ښوونځي مدیر یا د هغه/هغی استازی ته وسپاري مګر چی د ښوونځي د پیل کیدو نیټی څخه دوه اونۍ وړاندی دا کار تر سره کړي. د ښوونځی د مدیر یا د هغه/هغی د استازی د تصویب پرته، د تبادلې یو ضامن سازمان هم باید د تبادلې زده کوونکي د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو ته په ښوونځی کی د ګډون کولو موخی لپاره را نه ولی. د زده کوونکي د ویزې حالت به په دغه وخت کې په ډاګه کیږي. د زده کوونکی د تبادلې سازمان به د تبادلې زده کوونکي او د هغه/هغې کورنۍ سره په ګډه کار کوي ترڅو د J-1 تبادلې ویزوټور ویزه تر لاسه کړي.
       
    2. ښوونځی به د زده کوونکی غوښتنلیک د زده کوونکی د تبادلې سازمان استازی یا کوربه کورنۍ سره یوځائ ګوري ترڅو لاندې ذکر شوي پکی اضافه کړي:
       
      1. د زده کوونکي لخوا شخصي لیک؛
         
      2. د زده کوونکي او د هغه/هغی د کورنۍ په اړه تفصیلی معلومات؛  
         
      3. دا ثبوت چې زده کوونکی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځيو د عالي ښوونځي په ټولګي کې د فعالیت کولو لپاره کافي اندازه د انګلیسي ژبی مهارت لري؛
         
      4. د انګلیسي ژباړې سره د زده کوونکي د عالي ښوونځي د نمرو اصلي اطلانامه؛ او
         
      5. د واکسینونو ثبوت، او همدارنګه نور اسناد چې دا په ډګه کړي چی زده کوونکی د ساري ناروغیو څخه پاک دی.
         
    3. که ټول پورته ذکر شوي معیارونه پوره شي، د سپانسر کوونکی کورنی د سیمه یزه ښوونځي مدیر یا د هغه/هغی استازی به نوم لیکنه تصویب کړي. سپانسر کوونکی یا ضامن کورنۍ به د ویزې د حالت د صدیق کولو او د نورو اضافي اسنادو وړاندی کولو مسؤلیت په غاړه لري چی د تر لاسه کوونکی ښوونځي لخوا یی غوښتنه شوي وي.
       
  3. زده کوونکی او د سپانسر کوونکی کورنۍ استازی باید د نوم لیکنی خدمات وړاندی کولو په مرکزی دفتر کی د نوم لیکنې لومړنۍ پروسه بشپړه کړي. ټول هغه زده کوونکی چی J-1 ویزی سره په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو کی د شاملیدو حڅه کوي، د انګلیسي ژبې مهارت معلومولو لپاره به هغوي ارزول کیږي. زده کوونکو ته به د انګلیسي ژبې زده کړې ملاتړ وړاندی کیږي که چیرته د انګلیسی ژبی د مهارت ارزونو د پایلو پر اساس دغه ډول ملاتړ ته اړتیا لیدل کیږي.
     
  4. د تبادلې زده کوونکو ته د لنډمهاله، کلتوري تبادلې په اساس اجازه ورکول کیږي نه د عالي ښوونځی څخه د فراغت تر لاسه کولو موخو لپاره، له هم دی امله، هغوي ممکن د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو څخه ډیپلوم ترلاسه نه کړاي شي یا د فراغت په مراسمو کې ګډون ونه کړای شي. هغه زده کوونکي چې په رسمي ډول د پیژندل شوي زده کوونکي تبادلې سپانسر کوونکی سازمان له لارې شامل شوي وي، هغوي به د زده کړو تصدیق نامه تر لاسه کوي چې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو په عالي ښوونځی کې د یو کال لپاره د زده کړو بشپړولو پخلی کوي (مقرره 1B-662).
     
  5. د تبادلې زده کوونکي چې د منظور شوي زده کوونکو تبادلې سازمانونو لخوا سپانسر شوي وي او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو په عالي ښوونځیو کې شامل شوي وي، د یو کال مودې لپاره د ښوونځي ورزشی او د ویرجینیا عالي ښوونځي نور (VHSL) لیګ فعالیتونو کې د ګډون کولو لپاره وړ دي. د ګډون لپاره ټول شرایط باید پوره شي، لکه څرنګ چې په اوسني VHSL لاسي کتاب کې ذکر شوي دي.
     
  6. د تبادلې زده کوونکو لخوا د موټر چلوونی د زده کړي په ټولګیو کې ګډون کول یوه داسی پریکړه ده چې د زده کوونکو د تبادلې سازمان، کوربه والدین، د زده کوونکي والدین او ښوونځي ورته په ګډه سره رسیږي. د بیمې او د موټر چلولو پورې اړوند ټولو لګښتونو لپاره به کوربه والدین مسؤلیت په غاړه لري. د استوګنې او جواز په تړاو د ویرجینیا د قوانینو سره مطابقت لرل اړین دی.
     
  7. د تبادلې زده کوونکي کولئ شئ د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د نورو زده کوونکو په څیر د وړیا غرمې خواړو مرستې لپاره غوښتنه وکړي. د تبادلې زده کوونکی د هغه کورنۍ غړی ګڼل کیږي د چا سره چی ژوند کوي، پدې توګه، د کوربه کورنۍ عاید باید په پام کې ونیول شي. VIII. کوربه کورنۍ او د تبادلې زده کوونکی سپانسر کوونکی سازمانونه باید د نړیوال تعلیمي سفر لارښودونو لپاره د نړیوال تعلیمي سفر معیارونو شورا (CSIET) معیارونو سره مطابقت ولري. د دې لارښوونو سره په مطابقت عمل تر سره کول د کیفیت کنټرول او د زده کوونکي خوندیتوب تضمینوي (د بیلګې په توګه، روغتیا، پیښه، او د مسؤلیت یا تاوان بیمه).

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) په 2020 کال کی د دې مقرری د بیاځلی کتلو مسؤلیت په غاړه لري.

 

حوالی:

د نړیوال تعلیمي سفر او تبادلې پروګرام لپاره د CSIET د مشورتی لیست

د ځوانانو د تبدالی اداره کولو په اړه د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ لاښود،

د نړیوال تبادله کوونکی زده کوونکي پروګرام په اړه د متحده آیالاتو د عالي ښوونځیو لارښود