Regulation 714-1 - Pashto

کتاب                                                            پالیسۍ او مقررات
برخه                                                            700 - زده کوونکي
عنوان                                                         مقررات - فوسټر کيئر (د حکومت تر نظارت تر لاندی پاملرنه, د والدینو پر ځائ د بل چا لخوا): تعلیمي ثبات، نوم لیکنه او د زده کوونکو شاملول
کوډ                                                             1-714
حالت                                                          فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                 14 اکتوبر، کال 2020
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی              12 جون، کال 2019

زده کوونکې

مقررات 1-714

د حکومت تر نظارت تر لاندی پاملرنه، د والدینو پر ځائ د بل چا لخوا (فوسټر کيئر): تعلیمي ثبات، نوم لیکنه،

او د زده کوونکو شاملول
  

د بریالیتوب او په خپلوئ نیولو لپاره د پالنی ارتباطاتو د 2008 کال قانون (د پالنی ارتباطات یا فوسټرنګ کنکشن) او په "هر زده کوونکی بریالی کیږي" (ESSA) قانون کی د ټائټل I د لومړي برخی احکام د ټولنیزو خدماتو سیمه ییزه څانګه (LDSS) او د تعلیم سیمه ییزه اداره (LEA) (د ښوونځي ډیویژن) اړ کوي چی په فوسټر کيئر کی زده کوونکو لپاره د ښوونځی ثبات ډاډمن کړي تر څو دغه څانګی په ګډه سره کار وکړي او دا ډاډ رامنځ ته کړي چی په دغو برخو کی د پالنی ارتباطاتو یا د فوسټرینګ کنکشن قانون شرایط پوری شوي دي: د LDSS او LEA رول او مسؤلیتونه، په ښوونځي کی ځای پرځای کونه مشخص کول، معلولیت لرونکي زده کوونکي، ترانسپورت، ځانګړې قضیې، ټیوشن یا په فیس زده کړه کول، خواړه، او د شخړو حل کول.
 

  1. په دغه ډول اشخاصو کی باید لاندینی شامل وي:
     
    1. په فوسټر کيئر کی هغه ټول ماشومان او تنکی ځوانان چې د پری سکول په پروګرامونو کی ګډون کوي او ​​​​چې د سیمه ییزه ښوونځي ډیویژن یا د ویرجینیا د پوهنې ریاست (VDOE) لخوا اداره کیږي.
       
    2. یو داسی زده کوونکی چې 18 کلنۍ ته د رسیدو په وخت کې په فوسټر کيئر کې وه مګر دغه زده کوونکی لا تر اوسه 22 کلنۍ ته نه دی رسیدلی.
       
    3. هغه ماشومان چې فوسټر کيئر ته د لاندی ذکر شویو له لاری ننوځي:
       
      1. د محکمې ژمنه یا حکم (د بیلګې په توګه، ناوړه چلند، غفلت)؛
         
      2. د رضاکارانه سپارنی تړونونو له لاری کله چې والدین LDSS ته وړاندیز کوي چې په لنډمهاله یا په دایمي شکل د ماشومانو توقیف په غاړه واخلي؛ یا
         
      3. د والدینو سره غیر توقیفی رضاکارانه تړونونه تر څو ماشومان په فوسټر کییر کی ځائ پر ځائ کړي پداسې حال کې چې والدین به یی قانوني توقیف په لاس لري او LDSS د ځای پرځای کولو ، پاملرنې او د قضیې مدیریت مسؤلیتونه په غاړه لري.
         
  2. LDSS اړ دئ چی:
     
    1. د تعلیمي ثبات مشخص شوي رابط افسر رامینځته کړئ.
       
    2. د زده کوونکي په استوګنځي کې د بدلون سره (په 72 ساعتونو کې)، لاندې ذکر شوي توکی باید د لیږدونکي او ترلاسه کوونکی ښوونځي ډیویژن د فوسټر کییر رابط افسر یا استازی ته واستول شي:
       
      1. د زده کوونکي خبرتیا چې د فوسټر کيئر خدمتونه ترلاسه کوي او د غوره ګټو مشخص کولو په موخه د ګډون لپاره وړاندیز. دا فورمه په استوګنځی کی د بدلون او د غوره ګټو مشخص کولو (BID) غونډې اړتیا مستند کولو لپاره کارول کیږي او د ښوونځي ټولنیز کارکونکي، فوسټر کیئر برخی تر لاندې د زده کوونکو خدماتو دفتر په ویب پاڼه کې موندل کیدی شي؛ او
         
      2. د زده کوونکي تعلیمي ریکارډ چی پکی درجې یا نمری، د حاضرۍ ریکارډ، د نظم ریکارډ او د انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) (که چیرته زده کوونکی د ځانګړې زده کړو په پروګرام کې وي)، شامل وي.
         
    3. د BID غونډه کوردینه کړئ او د مناسب ګډون کوونکو د نظر ورکولو ډاډ رامنځ ته کولو سره د BID فوسټر کیئر ښوونځي کی د ځای پرځای کولو فورمه بشپړ کړئ.
       
    4. بلنی او هغه غړي چې په BID کې یې ګډون کړئ وي، مستند کړئ.
       
    5. په ښوونځي کی د ځای پر ځای کونی مشخص کولو سره، د فوسټر کیئر په فورمه کې د ماشوم په سمدستي ډول د نوم لیکنې برخه په کارولو سره زده کوونکي د سمدستي نوم لیکنې لپاره وړاندې کړئ کوم چې د اسنادو په توګه دا په ډاګه کوي چی د سمدستي نوم لیکنې لپاره ټول قانوني شرایط پوره شوي دي. دغه فورمه د ښوونځي ټولنیز کارکوونکي، فوسټر کیئر برخی تر لاندې د زده کوونکو خدماتو دفتر په ویب پاڼه کې موندل کیدی شي. سمدستي نوم لیکنه پدې معنی ده چې د بلی یا راتلونکي ښوونځي ورځې څخه وروسته نه شي. 
       
    6. نوي ښوونځي ته په 30 ورځو کی دننه ټول اړین اسناد په لاس ورکړئ لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ 289-22.1 E § کې ذکر شوي دي.
       
    7. د ښوونځي ډیویژن د فوسټر کيئر رابط افسر سره په ګډه همکاری وکړئ ترڅو د ټائټل یو، A برخې پلان سره په مطابقت ترانسپورت لپاره وړاندیز تر سره شي (چې پکی ممکن د اضافي لګښت لپاره د LDSS مجرا کونه شامل وي)، پرته له دې که زده کوونکي د ځانګړي ترانسپورت سره IEP ولري. که چیرته PWCS د ترانسپورت لپاره لاری چاری نه لري، LDSS باید د ترانسپورت او تادیی بندوبست وکړي. د ټائټل IV-E په کارولو سره به د وړ ماشومانو او تنکی ځوانانو لپاره یا د ماشومانو د خدماتو قانون (CSA) په مرسته د آیالت د پول فنډ لپاره د وړاندیز کولو له لاری به د غیر ټائټل IV-E وړ ماشومانو او تنکی ځوانانو لپاره مناسب لګښت ورکول کیږي.
       
    زده کوونکي باید په اصلي ښوونځي کې شامل پاتې شي کله چې د BID پروسه د بشپړیدو په حال کی وي پرته له دې چې دا د زده کوونکي غوره ګټو سره په ټکر کی وي. BID باید په نوي استوګنځائ کې د ماشوم ځای په ځای کیدنه ونه ځنډوي.
     
  3. ښوونځي ډیویژن لپاره اړتیاوي/شرایٔط
     
    1. د فوسټر کیئر رابط کس ټاکل چی د ښوونځي ډیویژن سره د اړیکه ټینګولو په توګه دنده تر سره کړي.
       
    2. د فوسټر کیئر زده کوونکی د استوګنځای بدلولو په تړاو د LDSS لخوا د زده کوونکی خبرتیا منل څوک چی د فوسټر کیئر خدمتونه تر لاسه کوي او د غوره ګټو مشخص کولو په موخه د ګډون کولو لپاره وړاندیز کول.
       
    3. که چیرته زده کوونکی د ځانګړې زده کړې په پروګرام کې وي، نو د ښوونځي میشته د ښوونځي ټولنیز کارکوونکی، د ځانګړي زده کړو اړیکی سره اړیکه نیول، او که چیرته زده کوونکی د ډسپلین تاریخچه لري، نو بیا د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو دفتر (OSMAP) سره اړیکه نیول.
       
    4. د BID په غونډه کې ګډون کول.
       
    5. په فوسټر کیئر فورمه کې د موجود زده کوونکي په سمدستي ډول نوم لیکنه منل. ښوونځی باید په سمدستی ډول د راتلونکي ښوونځي ورځې پیل کیدو څخه وړاندی زده کوونکي شامل کړي. د هغو زده کوونکو په سمدستي ډول شاملول اړین دي چې 18 کلنۍ ته د رسیدو په وخت کی په فوسټر کیئر کې وو مګر چې 22 کلنۍ ته لا نه وو رسیدلي د کوم لپاره چې LDSS یا د ماشومانو د ځای پرځای کولو اداره نه دی توانیدلی چی هغه اسناد وړاندی کړي کوم چی په نورمال ډول د نوم لیکنې لپاره اړین وي.
       
    6. دا ډاډ رامنځ ته کول چې زده کوونکی د زده کوونکي په معلوماتی سیسټم کې د فوسټر کیئر زده کونکي په توګه په نښه شوی دی. دا کار به د وړیا او کم لګښت ښوونځی خواړو لپاره د غوښتنلیک بشپړولو پرته وړیا خواړه تر لاسه کولو ته لار خواره کړي. په فوسټر کیئر کی زده کوونکي فیس معاف کونی لپاره وړ دي چې په هغی کی د سیمه ییزه سفرونو فیسونه او د فزیکي زده کړې یونیفورم فیس شامل دي مګر دغو پوری محدود نه دي.
       
    7. که چیرته یو زده کوونکی په PWCS کې د ښوونځي لپاره نوم لیکنه کوي، نو د زده کوونکي په مجموعي ریکارډ کې، په فوسټر کیئر کی د زده کوونکو د سمدستی شاملولو فورمه اضافه کړئ.
       
    8. د فوسټر کیئر د رابط افسر استازی به د ترانسپورت خدماتو دفتر ته د فوسټر کیئر پروګرام زده کوونکي د والدینو پته ورکړي ترڅو دا معلومه کړي چې آیا کوم ترانسپورت شتون لري او که څرنګ. که چیرته شتون ولري، د ترانسپورت ترتیبات برابرول د کوردینه کولو لپاره ممکن تر پنځو کاري ورځو پورې وخت ونیسي.
       
  4. په ښوونځي کی ځای پرځای کونه مشخص کول
     
    1. د ښوونځي ډیویژن د فوسټر کیئر رابط افسر به د LDSS کیس ورکر یا قضیې کارکونکي سره په ګډه په ښوونځي کی د ځای پرځای کولو لپاره په فوسټر کیئر کی د ځائ پر ځای کولو لپاره د غوره ګټو د مشخص کولو فورمی په کارولو سره د زده کوونکي غوره ګټی مشخص کوي ترڅو د با ثباته ښوونځي ډاډ رامنځ ته کړي. دا فورمه د ښوونځي ټولنیز کارکوونکي، فوسټر کیئر برخی تر لاندې د زده کوونکو خدماتو دفتر په ویب پاڼه کې موندل کیدی شي.
       
    2. د دې فورمې بشپړولو لپاره ډاټا یا معلومات د مخامخ ناستې له لاری، د کنفرانس خبرو اترو له لاری، یا نورو بریښنایی غونډو پلیټ فارمونو له لارې جمع کیدی شي.
       
    3. د مشخص کولو پروسې ټیم په اړینو غړو کی شامل دي:
       
      1. ماشوم یا تنکی ځوان؛
         
      2. د زیږون یا اصلی مور / پلار؛
         
      3. د IEP ټیم استازی، که اړتیا ورته وي؛
         
      4. د LDSS کیس کاروونکی یا قضیی کارکوونکی؛ او
         
      5. د پالنی یا فوسټر کیئر رابط افسر یا ځائ ناستی.
         
    4. په بشپړیدو سره، په فوسټر کیئر کی د ځائ پر ځای کولو لپاره د غوره ګټو د مشخص کولو فورمی یوه کاپي د LDSS قضیې په دوسیه کې او بله کاپی د زده کونکي په مجموعي ریکارډ کې ځای په ځای کړئ. یوه کاپي د زده کوونکو د خدماتو په دفتر کې د ښوونځي ټولنیز کارکوونکو څارونکی یا نظارت کوونکی ته وسپارئ.
       
    5. لیږدونکی او ترلاسه کوونکی ښوونځي ډیویژن باید د ویرجینیا کوډ 289-22.1 E § سره په مطابقت د زده کوونکي د ریکارډ لیږدونه ګړندی یا چټک کړي.
       
    BID ته اړتیا نشته دۍ کله چې د اوسني ښوونځي لپاره نوی استوګنځائ زون شوی وي، نو زده کوونکی د C درجې جواز لرونکي استوګنځي ځای ته ننوځي، که چیرته یو زده کوونکی د اوسیدو ځای یا توقیف څخه بیرته هم هغه فوسټر کیئر ځای ته راستون شي، یا کله چې د اصلی ښوونځي او د نوي فوسټر کیئر ځای ترمنځ فاصله له 100 میلونو څخه ډیره وي.
     
  5. معلولیت لرونکي/معذوره زده کوونکي
     
    1. د ځای پرځای کولو لپاره د مشخص کولو مسؤلیت د اړیکو د تقویه کولو او ESSA قانون سره سره د معلولیت لرونکو کسانو د زده کړی قانون (IDEA) تر لاندي د آیالت او فډرال مقرراتو لخوا پرمخ وړل کیږي. د ښوونځي ډیویژن او LDSS باید دا معلومه کړي چې د IDEA تر لاندی د زده کوونکي وړیا او مناسبی عامه زده کړې (FAPE) لپاره کوم ښوونځي ډیویژن مسؤلیت په غاړه لري.
       
    2. د زده کوونکي د IEP ټیم څخه یو استازی باید په پریکړه کولو کې ونډه واخلي.
       
    3. که چیرته د زده کوونکي نوئ استوګنځائ په اوسنی ښوونځي ډیویژن کې وي، مګر د موجوده ښوونځي لپاره زون شوئ نه وي، زده کوونکی باید په اوسني ښوونځي کې پاتې شي پرته له دې که د زده کوونکي د غوره ګټو سره په ټکر کی وي. که چیرته د ښوونځي ځای پرځای کونه کې بدلون په پام کې ونیول شي، د ځانګړي زده کړو یو استازی چې د زده کوونکي IEP سره خبرې کولی شي، باید د BID پر مهال شتون ولري.
       
    4. که چیرته د زده کوونکي نوئ استوګنځاي په بل ښوونځي ډیویژن کې وي، د آیالت مقررات چی ځانګړي زده کړې اداره کوي داسی په ډاګه کوي چې هغه ښوونځي ډیویژن د FAPE مسؤلیت په غاړه لري چیرته چې د زده کوونکي نوئ استوګنځائ موقعیت لري. د لیږدونکی او ترلاسه کوونکی ښوونځيو ډیویژن استازي باید په BID کې ونډه واخلي. زده کوونکی باید په اوسني ښوونځي کې پاتې شي پرته له دې چې د زده کوونکي د غوره ګټو سره په ټګر کی وي.
       
    5. که چیرته پریکړه د دې خبری ملاتړ کوي چې زده کوونکی دې په اصلي ښوونځي کې پاتې شي، د زده کوونکي د نوي استوګنځائ ښوونځي ډیویژن د FAPE مسؤلیت په غاړه لري او باید تر هغه وخته پورې IEP خپل کړي چې د لیږد IEP جوړ شي، که څه هم زده کوونکی به په ترلاسه کونکي ښوونځي ډیویژن کی په فزیکي ډول ښوونځي کی ګډون نه کوي.
       
    6. په دریو کاري ورځو کې، د LDSS کیس ورکر یا قضیی کارکوونکی او د پالنی یا فوسټر کیئر رابط افسر به د ټولو اړخونو لخوا د نظرونو په پام کې نیولو وروسته په ثبات لرونکی او لږ تر لږه مخه نیوونکی چاپیرل باندی ټینګار کولو سره د BID پریکړه تر سره کوي.
       
    7. که چیرته BID، ترلاسه کونکي ښوونځي ته د لیږد ملاتړ کوي، هغوي باید سمدستي نوم لیکنه بشپړ کړي او د اوسني IEP سره په پرتله تعلیمي ملاتړ وړاندی کړي تر هغه پوری چې په 30 ورځو کی دننه د لیږد IEP بشپړ کیږي.
       
    8. که چیرته په هغه ښوونځی ډیویژن کی چیرته چی د زده کوونکی نوي استوګنځائ موقعیت لري، د IEP ټیم یا ډله دا مشخص کړي چې زده کوونکي باید د تعلیمي لاملونو لپاره د ورځی لخوا په شخصي ښوونځی یا د اوسیدنی په ځائ کې ځای پر ځای شي، مسؤلیت د FAPE څخه د ښوونځي څانګې ته بدلیږي کوم ته چې د LDSS لخوا خدمات وړاندی کیږي چې د زده کوونکي د پاملرنی مسؤلیت په غاړه لري.
       
  6. ځانګړې قضیې
     
    1. د ماشومانو د عدلیې ریاست سره د ژمنی کولو په وخت کې، یا که د 30 ورځو څخه زیاتی مودی لپاره په توقیف کې وي، په فوسټر کيئر کی د زده کوونکو لپاره د بیا نوم لیکنې پروسه باید تعقیب شي، او ورسره په ورته وخت کی باید BID بشپړ شي. د ژمنې څخه وړاندی د استوګنځی ځائ ښوونځی وروستی ښوونځئ دي چی پکې ګډون شوي وو. که چیرته یو زده کوونکی په PWCS کې د ګډون کولو لپاره په پام کې ونیول شي، هغوي باید OSMAP ته راجع شي. 
       
    2. د هغو زده کوونکو لپاره هیڅ BID نه بشپړ کیږي چې له 30 ورځو څخه لږ وخت لپاره هوکړه کوي او بیرته هم هغه فوسټر کور ته ستنیږي.
       
    3. که چیرته نوی فوسټر کور یا د پالنی ځائ په ورته ښوونځي زون کې نه وي، نو بیا به د BID غونډې ته اړتیا وي.
       
    4. که چیرته یو زده کوونکی د استوګنې ځائ څخه بل فوسټر کیئر کور ته تګ لپاره وو ایستل شي، په نوي ښوونځی کی د ځای پرځای کولو لپاره د سیمه ییزه ښوونځی ډیويژن استوګنې، او د ښوونځي ډیویژن چېرته چی LDSS توقیف لري، په شمول BID ته به اړتیا وي.
       
  7. ټیوشن یا فیس سره زده کړه

    د ورجینیا قانون 101.1-22.1 § تر لاندی د ښوونځي ډیویژن به د هر هغه پالوونکی یا فوسټر ماشوم لپاره د فوسټر ماشوم د زده کړې تادیه (فیس) غواړي چی د بل ښوونځي ډیویژن لخوا او د ویرجینیا آیالت څخه بهر د کوم بل فوسټر کیئر ادارې لخوا په PWCS کې ځای پرځای شوي وي. د زده کړې تادیه ورکونکي فوسټر کیئر زده کوونکي د شاملولو لپاره د وړاندیز فورمه (ضمیمه) باید د شاملولو په وخت کی د مشخصو خواو لخوا بشپړ شي. په هر صورت، هر هغه کس چی د ښوونځي عمر لري چې د ویرجینیا آیالت دننه د بل ښوونځي ډیویژن څخه راځي چې په فوسټر کیئر کی د ځای په ځای کولو وړ وي، باید ورڅخه فیس وانه خیستل شي، لکه څرنګ چی د ورجینیا کوډ 100-63.2 § کې تعریف شوي دي.
     
  8. د ترانسپورت خدمتونه
     
    1. د ښوونځي ډیویژن د فوسټر کيئر رابط افسر به د PWCS د ترانسپورت خدماتو دفتر سره په ګډه کار کوي ترڅو د ټائټل یو، A برخې پلان سره په مطابقت ترانسپورت برابر کړي (چې پکی ممکن د اضافي لګښت لپاره د LDSS مجرا کونه شامل وي). که چیرته PWCS د ترانسپورت لپاره لاری چاری نه لري، LDSS باید د ترانسپورت او تادیی بندوبست وکړي. د ټائټل IV-E په کارولو سره به د وړ ماشومانو او تنکی ځوانانو لپاره یا د CSA په مرسته د آیالت د پول فنډ لپاره د وړاندیز کولو له لاری به د غیر ټائټل IV-E وړ ماشومانو او تنکی ځوانانو لپاره مناسب لګښت ورکول کیږي. د ترانسپورت برابرول ممکن د کوردینه کولو لپاره تر پنځو کاري ورځو پورې وخت ونیسي، که چیرته شتون ولري.
       
    2. که چیرته یو زده کوونکی چی IEP لري او "ځانګړي" ترانسپورت ته اړتیا لري، دا لګښت به د ښوونځي ډیویژن لخوا ورکول کیږي چې د FAPE مسؤلیت په غاړه لري.
       
    3. د LDSS لخوا برابر شوي د ترانسپورت مناسب خدماتو وړاندی کوونکو کی شامل دي:
       
      1. پالونکي والدین؛
         
      2. بالغ ملګري؛
         
      3. خپلوان;
         
      4. د ماشوم یا پالونکي والدینو ګاونډیان؛
         
      5. د ماشومانو د ځای پر ځای کولو ادارو کارکوونکی؛ او
         
      6. عامه ترانسپورت.
         
  9. د فوسټر کيئر زده کوونکو لپاره وړیا خواړه
     
    1. هغه زده کوونکی چی په فوسټر کيئر کی ژوند کوي، په واضح ډول په ښوونځي کې د وړیا خواړو تر لاسه کولو لپاره وړ دي.
       
    2. د یو مناسب حکومتی یا سیمه ییزه ادارې څخه د اسنادو په ترلاسه کولو سره چې د زده کوونکي حالت د فوسټر یا پالونکی ماشوم په توګه په ګوته کوي، چې پاملرنه او ځای په ځای کونه یې د حکومت یا محکمې مسؤلیت دی، د زده کوونکي د پالنې حالت د زده کوونکي مدیریتی سیسټم ته داخلیږي. د ښوونځي د خواړو او تغذیې خدماتو دفتر دا معلومات له دی لپاره کاروي تر څو د وړیا غرمی خواړو لپاره د فوسټر کيئر زده کوونکی د وړوالی لرلو په اړه ښوونځی ته خبر ورکړي.
       
  10. په ښوونځي کی د ځای پرځای کولو یا شاملولو شخړی حل کول

    "د پالنی ارتباطات او د هر زده کوونکي بریالي کیږي قانون ته مراجعه وکړئ: په فوسټر کيئر کی د ماشومانو او تنکی ځوانانو د تعلیمی ثبات لپاره په ګډه لارښوونه" لارښوونه د ښوونځي ټولنیز کارکونکو، فوسټر کیئر تر لاندې د زده کوونکو د خدماتو په ویب پاڼه کې موقعیت لري.
     

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.


نوری حوالی