Regulation 721-2 - Pashto

کتاب                                                              پالیسۍ او مقررات
برخه                                                               700 - زده کوونکي
عنوان                                                            مقرره - د زده کوونکو لیږدونی – عالي ښوونځی
کوډ                                                                2-721
حالت                                                             فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                     24 جنوری 2018

زده کوونکې

مقرره 2-721

د زده کوونکو لیږدونی - عالي ښوونځئ
 

  1. د ښوونځي د حاضرۍ زونونه/ساحی
     
    1. زده کوونکي اړ دي چې د شپې لخوا د خپلو استوګنځایونو پر اساس په ټاکل شوي ښوونځیو زونونو/ساحو کې ګډون وکړي. دا ښوونځی، ځايي ښوونځی ګڼړل کیږي.
       
    2. والدین/سرپرستان د لیږدولو د وړاندیز پروسې په کارولو سره کولی شي چی د خپل حاضري زون څخه بهر بل ښوونځي ته د لیږدول کیدو لپاره وړاندیز وکړي.
       
  2. د زده کوونکي/والدینو لخوا د لیږد وړاندیز لپاره د منلو وړ دلیلونه
     
    1. تخصصي او مسلکی او تخنیکي تعلیمی/زده کړی پروګرامونه
       
      1. تخصصی یا د مسلک (کیریر) او تخنیکي زده کړو پروګرام د کورسونو یوه لړۍ ده چې په غوښتل شوي ښوونځي کې د یو کس د دورې په موده کې اخیستل یا ویل کیږي.
         
      2. زده کوونکي باید د ډیویژن په کچه د ټاکلی شوي نیټو دننه درخواست وړاندی کړي او په پروګرام کې ومنل شي.
         
      3. په هغه حالاتو کی کله چې دوه یا ډیر پروګرامونه شتون ولري، د حاضرۍ سیمی به په کلنی توګه ټاکل کیږي او کوردینه کیږي.
         
      4. که چیرته یو زده کوونکی د ښوونځی کال په بهیر کی د تخصصي یا مسلکی او تخنیکی زده کړو پروګرام څخه پخپله وځي یا وو ایستل شي، هغه کولئ شي چی بیرته ګمارل شوي یا ټاکل شوي ځايي عالي ښوونځي ته ستون شي کله چی د وتلو یا ایستلو پروسه بشپړه شي.
         
      5. که چیرته یو زده کوونکی د ښوونځی کال په پائ کی د تخصصي یا مسلکی او تخنیکی زده کړو پروګرام څخه پخپله وځي یا وو ایستل شي، د راتلونکي ښوونځي کال لیږد به فسخه کیږي او زده کوونکی به بیرته خپل ځايي عالي ښوونځي ته ستون کیږي.
         
      6. یو داسی زده کوونکی چی د هر دلیل لپاره وي او چی هر کله وي، د تخصصي یا مسلکی او تخنیکی زده کړو پروګرام څخه ایستل شوئ یا خارج شوئ وي، باید په دی پوه شي چې د ویرجینیا عالي ښوونځي لیګ (VHSL) په فعالیت کې ګډون کول ممکن اغیزمن شي. مقرره 2-640 "ګډ نصابي او غیر نصابي پروګرامونه" وګورئ.
         
    2. په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې د والدینو دنده
       
      1. مور یا پلار/سرپرست باید د بشپړ وخت (فل ټایم) کارکوونکی وي.
         
      2. والدین/سرپرست کولی شي چی د خپل د دندی په ښوونځی کی د خپل زده کوونکي د شاملولو غوښتنه وکړي، یا په کوم بل ښوونځي کی چې د هغوي د دندي ځای ته بیخی نږدې وي.
         
      3. په مرکزي ودانیو کې ګمارل شوي کارکوونکی کولی شي چی د خپلو زده کوونکو لپاره یوازې په هغه ښوونځیو کې د شاملیدو وړاندیز وکړي چې د هغوي د دندو ځایونو ته نږدې موقعیت ولري.
         
    3. د ګڼی ګوڼی کمولو په موخه له حده زیاته ګڼه ګوڼه لرونکی ښوونځي پریښودل
       
      1. والدین/سرپرست کولئ شی چی د پام وړ ګڼه ګوڼه لرونکي ښوونځي څخه د پام وړ کمه نوم لیکنه تر لاسه کوونکی ښوونځي ته د زده کوونکی د لیږدولو غوښتنه وکړي.
         
      2. د هر ښوونځي کال د جنوري تر 15 نیټی پورې به د هغه ښوونځیو لیست خپریږي چې دا فقره پری ممکن د پلي کیدو وړ وي.
         
    4. تخفیفی حالات یا نرموونکی حالات
       
      1. د زده کوونکي مشخصی روغتیایی اړتیاوی پوره کولو لپاره، د لیږد غوښتنی سره باید د زده کوونکي د روغتیا معلوماتو فورمه (II ضمیمه) شامله وي چې د مناسب طبي مسلک لرونکی کس لخوا بشپړ شوی وي.
         
      2. د زده کوونکي مشخصی احساساتي اړتیاوی پوره کولو لپاره، د لیږد غوښتنی سره باید د زده کوونکي د روغتیا معلوماتو فورمه (II ضمیمه) شامله وي چې د مناسب طبي مسلک لرونکی کس لخوا بشپړ شوی وي.
         
      3. د دې لپاره چې یو زده کوونکي ته د لیږد اجازه ورکړل شي چې د تاوتریخوالي لرونکی جرم قرباني شوی وي، باید ملاتړی اسناد وسپارل شي.
         
      4. زده کوونکو ته اجازه ورکول چې د ښوونځي کال بشپړ کړي کله چې د ښوونځي کال په دوهم سمستر کې د کورنی د کډه کیدو حالت رامنځ ته کیږي.
         
      5. زده کوونکو ته په استوګنځی کی د اټکل شوي بدلون پر اساس د لیږد اجازه ورکول.
         
        1. د کډه کیدو نیټه باید د سمستر په لومړیو 90 تقویمی ورځو کې دننه وي په کوم کی چې د لیږد غوښتنه کیږي.
           
        2. د دې ډول لیږد څخه د ملاتړ په موخه باید اسناد وړاندی شي (د قوالی سند، د کرایی، د قرارداد کاپی، نور وغیره). 
           
      6. زده کوونکو ته اجازه ورکول چې خپل د 12 ټولګي کال په هغه ښوونځي کې بشپړ کړي چې په کوم کی یی په تیر ښوونځي کال کې ګډون کړئ وو. دا شرط په هغو زده کوونکو باندی نه پلي کیږي چې د تخصصی یا مسلکی او تخنیکي زده کړو پروګرام څخه وتلي یا ایستل شوي دي.
         
      7. زده کوونکو ته اجازه ورکول چې د هغه کورسونو لړۍ بشپړ کړي چې په ځایی ښوونځي کې نه وړاندی کیږي، یوازی په هغه حالت کی چې دا ډول کورسونه د تخصصی یا مسلکی او تخنیکي زده کړي پروګرام سره تړاو ونلري. که چیرته یو زده کوونکی په داسې کورس کې نوم لیکنه کوي چې د تخصصی یا مسلکی او تخنیکي زده کړې پروګرام سره تړاو لري، نو له هغه/هغی تمه کیږي چې پکی نوم لیکنه وکړي او د پروګرام لپاره د ننوتلو شرایط پوره کړي.
         
      8. زده کوونکو ته اجازه ورکول چې په جونیر ریزرو افسرانو روزنې قول اردو (JROTC) پروګرام کې نوم لیکنه وکړي، که چیرته د زده کوونکي په ځايي عالي ښوونځی کې کوم پروګرام شتون ونلري.
         
  3. د لیږد د غوښتنې معیارونه
     
    1. د زده کوونکو لیږد ته اجازه د یو ښوونیز کال لپاره یا د روان ښوونځي کال تر پائ پوری ورکول کیږي، که چیرته غوښتنه د ښوونځي کال له پیل څخه وروسته منظور شوي وي.
       
    2. بل ښوونځي ته لیږدونه امتیاز ګڼل کیږي. د "چلند قانون" څخه د هر ډول جدي سرغړونې لپاره، د ښوونځی څخه د تیښتی یا ناوخته راتلولو ستونزو، یا د تخصصي پروګرام یا د مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام د شرایط سره په مطابقت عمل کولو کې د پاتې راتللو له امله لیږدونه ممکن د روان کال لپاره بیرته فسخه شي یا د راتلوونکی کال لپاره رد شي.
       
    3. د دواړو موجوده او نوي زده کوونکو د لیږدونی لپاره سپارل شوي غوښتنه به د ټاکل شوي وروستی نیټې څخه وروسته د وړاندیز کړل شوي ښوونځي مدیر لخوا رد کیږي.
       
    4. د ترانسپورت خدمات به په محدود ډول وړاندی کیږي، یوازې هغه زده کوونکو ته چې د تخصصی یا مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام غړي دي. د هغو زده کوونکو لپاره ترانسپورت برابرول به د والدینو/سرپرست مسؤلیت وي، چې لیږد یی د نورو ټولو منلو وړ لیږد لاملونو پر اساس منل شوی وي.
       
    5. د زده کوونکو د لیږد وړاندیز پروسه یوازې هغه زده کوونکو لپاره شتون لري چې د پرنس ویلیم کاونټي اصلي اوسیدونکي دي. د هغه زده کوونکو په پام کی د نیولو په اړه معلومات، چې غیر اوسیدونکی دي، په 1-346 مقرره "ټیوشن/فیس سره زده کړه" کې موندل کیدی شي.
       
    6. په پته کې د اړونده بدلون زامنځ ته کولو پرته د زده کوونکی لیږد ممکن د VHSL په فعالیتونو کې د زده کوونکي د ګډون کولو وړوالی اغیزمن کړي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره 2-640 مقرری "ګډ نصابی او غیر نصابی پروګرامونو،" ته مراجعه وکړئ.
       
  4. د لیږد وړاندیز پروسه
     
    1. تخصصي او مسلکی او تخنیکي تعلیمی/زده کړی پروګرامونه
       
      1. والدین/سرپرست یا بالغ زده کوونکی تخصصی پروګرام ته درخواست وړاندی کوي او منل کیږي.
         
      2. د زده کوونکي د لیږد فورمه هغه وخت بشپړیږي کله چې زده کوونکی خپل انتخاب شوي پروګرام ته ژمن پاتی شي او د تخصصی یا مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام کوردیناتور ته یی وسپاري.
         
      3. په پرله پیسی کلونو کې، د تخصصی او مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام کوردیناتور به د زده کوونکي د لیږد بهیر اداره کوي. کله چې یو زده کوونکی پرله پسی کلونو لپاره په هم یو تخصصی او د مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام کې پاتې شي، د زده کوونکي د لیږد هیڅ فورمه نه بشپړیږي.
         
    2. نوری ټولی لیږدونی
       
      1. والدین/سرپرست یا بالغ زده کوونکی د لیږد د غوښتنې فورمه (I ضمیمه) بشپړوي او د ځايي ښوونځي مدیر ته یې سپاري. ټول اړین اسناد باید د فورمې سره یو ځائ شي.
         
      2. د ځایی ښوونځي مدیر دغه فورمه لاسلیک کوي او والدینو/سرپرست ته یې بیرته ګرځوئ یا په مستقیم ډول یی غوښتل شوي ښوونځي ته لیږدوي.
         
      3. د غوښتل شوي ښوونځي مدیر د لیږد غوښتنه تصویب یا ردوي.
         
  5. د لیږد لپاره بند/منع شوي ښوونځي
     
    1. هر کال، مربوطه لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ به دا مشخص کوي چې د زده کوونکو لیږد لپاره کوم تخصصی او د مسلک (کیریٔر) او تخنیکي زده کړو پروګرامونه تړل/منع شوي دي. بندش/منع کیدنه کیدی شی د ټول ښوونځي یا د یو مشخص ټولګی لپاره وي. د اغیزمن شوي تقویمی کال د جنوري تر 1 نیټی پورې به د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو ویب پاڼی او د نورو سرچینو له لارې، د پریکړی په اړه خبر ورکول کیږي.
       
    2. د یو ښوونځي مدیر هر وخت کولئ شي چې لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ ته وړاندیز وکړي چې ښوونځی یی د هر ډول نورو لیږدونو لپاره وتړل شي کله چی یی د ودانی ظرفیت پائ ته ورسیږي.
       
  6. د لیږد وړاندیز مهال ویش
     
    1. تخصصي او مسلکی او تخنیکي تعلیمی/زده کړی پروګرامونه
       
      1. پروګرام ته د وړاندیز کړل شوي ښوونځي لپاره د خپرې شوې نیټې پوری وړاندیز وکړئ.
         
      2. د لیږد وړاندیز فورمه په پروګرام کې د منل کیدو وروسته بشپړ کړئ.
         
      3. په پرله پسی کلونو کې، په تخصصی پروګرام یا کیریر (خرفه) او تخنیکی زده کړي پروګرام کی یو زده کوونکی، که چیرته په پروګرام کې پاتې کیږي، اړتیا به ونلري چی د لیږد وړاندیز فورمه بشپړه کړي. بلکه پر ځائ به یی، ښوونځی د تایید لپاره د راستنیدونکو زده کوونکو د نومونو لیست جوړ کړي.
         
    2. نوری ټولی لیږدونی
       
      1. د لیږد د غوښتنې فورمه د جنوري له 2 نیټی څخه پیل کولو سره د ځایی ښوونځي مدیر ته وسپارئ، او چی د اپریل 30 نیټی څخه وروسته نه شي.
         
      2. والدین / سرپرست به د می تر 15 نیټی پورې د غوښتل شوي ښوونځي پریکړې څخه خبرول کیږي.
         
    3. هغه زده کوونکي چې پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي
       
      1. زده کوونکي کولی شي چی پرنس ویلیم کاونټي ته د کډه کیدو په 30 ورځو کی دننه په PWCS کې د مور/ پلار د دندې یا د نرم شوي حالاتو له امله د لیږد لپاره غوښتنه وکړي.
         
      2. هغه زده کوونکي چې د جنوري 1 نیټی څخه مخکی پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي، او ورپیسی ښوونځي کال لپاره د لیږد غوښتنه کوي، باید د تخصصی پروګرام یا مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام غوښتنلیک پروسې لپاره د ټاکلی شويو ټولو وروستی نیټو شرایط پوره کړي.
         
      3. هغه زده کوونکي چې د جنوري 1 نیټی څخه وروسته پرنس ویلیم کاونټي ته کډه کیږي، کولی شي چی کاونټی ته د کډه کیدو څخه وروسته په 30 ورځو کی دننه د ورپیسی ښوونځي کال لپاره تخصصی پروګرام یا مسلک او تخنیکی زده کړو پروګرام کی د شاملیدو لپاره وړاندیز وکړي. زده کوونکی ممکن د ځای شتون لرلو پر اساس شامل کړل شي.
         
  7. د اداری لخوا لیږدونی
     
    1. په داسې حالاتو کې چې لیږدونه اړینه وي، د مرستیال سپر انټنډنټ د منظورۍ پوری اړه لرلو سره، لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ دا واک لري چې د زده کوونکو فزیکي خوندیتوب یا رواني روغتیا ساتلو، یا تعلیمی پروګرامونو ته یا د ښوونځی اړوند خدماتو ته د زده کوونکو د لاسرسی او ګډون ډاډ رامنځ ته کولو په موخه یو زده کوونکي د اداري لخوا د لیږد پر ترڅ کی د خپل ځایی ښوونځي پرته کوم بل ښوونځي ته، یا د یو پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي څخه بل ته ولیږدوي. اداري لیږدونی د استیناف/اپیل وړ ندي.
       
  8. د لیږد وړاندیز د استیناف پروسه
     
    1. استینافونه/اپیلونه د هغه ښوونځي کال د جون تر1 نیټی پورې د ثانوي ښوونځیو د سلا مشورو او د اړوند خدمتونو نظارت کوونکي ته سپارل کیدی شي چی پکی د غوښتل شوي ښوونځی لخوا لیږد رد شوي وو.
       
    2. د ثانوي زده کړو د سلا مشورو او د زده کوونکو د ملاتړی خدماتو نظارت کوونکی به د زده کوونکو خدماتو رئیس سره مشوره وکړي او د استیناف/اپيل وروستۍ پریکړی په اړه به د جون تر 30 نیټی پورې مور/پلار ته خبر ورکړۍ.

 

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.