د PWCS والدینو/زده کوونکی د ډیجیټلی وسیلی لاسی کتاب/لارښود
په PWCS کې د ډیجیټلی وسیلو کارونه، د PWCS د زده کړې چاپیریال یوه بنسټیزه برخه ده، او هغه پالیسی چی د ډیجیټلی وسیلو کارونه اداره کوي، د هر ډول اکاډمیکو/تعلیمی موخو لپاره یی د کارولو ملاتړ کوي. د ډېجېټلي وسیلو د کارولو د سپیڅلتوب یا بشپړتیا ساتلو لپاره، ټول زده کوونکي او والدین/سرپرستان باید د 2-350.02 مقرری سره په مطابقت د وسیلو څخه ګټه پورته کولو لپاره لاندی ذکر شوي شرایط ومنی او ورسره موافقه وکړي.
1.1 عمومي معلومات
په دې سند کې ټولی تګلاری او معلومات په هغو ټولو زده کوونکو باندی د پلی کیدو وړ دي چی په PWCS کی ورته د کارولو لپاره ډېجېټلی وسیلی ورکړل شوي دي. ښوونکي ممکن خپلو ټولګیو لپاره اضافي شرطونه وټاکي.
1.2 د ډېجېټلي وسیلی تر لاسه کول
ښوونځي به زده کوونکو ته وسیلی ورکوي او د وسیلو په مدیریتی سیسټم کی به د زده کوونکي د وسیلې نمبر لیست کړي.
والدین/سرپرست باید د هر ښوونځي کال په پیل کې په ParentVUE کی د بیرته ښوونځی ته ستنیدو په پاکټ کې د زده کوونکي د ډیجیټلی وسیلې د پور تړون لاسلیک کړي.
1.3 د ډېجېټلي وسیلی بېرته سپارل/ګرځول
ډېجېټلی وسیلی به بیرته هغه ښوونځي ته سپارل کېږي د کوم ځائ څخه چې وسیله تر لاسه شوي اوسی. هغه زده کوونکي چې د PWCS څخه وځی، ځنډول کېږي یا اخراجېږي، یا خپله نوم لیکنه له منځه وړي، هغوی باید د نوم لیکنی له منځه وړلو نیټی باندی خپله ډیجیټلی وسیله بیرته راستون کړي/وسپاري. که چیرته یو زده کوونکی له یو ښوونځی څخه بل ته انتقالیږي، وسیله باید د لیږدو دمخه د ښوونځی TSSPEC ته بیرته وګرځول شی؛ هغوي ته به په خپل نوی ښوونځی کې یو نوی وسیله ورکړل کیږی. هغه زده کوونکي چې د ډېجېټلی وسیلی په بېرته سپارلو/راګرځولو کی پاتی راشي، دا کار ممکن د ښوونځي ډېوېژن اړ کړي چې قانوني اقدام تر سره کړي تر څو د زده کوونکي د والدینو څخه د دغه وسیلی د زیان لګښت واخلی.
2.1 د ډېجېټلي وسیلو پاملرنه
2.2 عمومي لارښوونې
- خپل سیمه ایزه، د آیالت، او د فډرال قوانینو سره سره د ښوونځي بورډ ټول د تطبیق وړ پالیسۍ او مقررات تعقیب کړئ.
- ډېجېټلي وسیلی محفوظ او له زیان څخه خوندي وساتئ.
- دا ډاډ رامنځ ته کړئ چې په ډېجېټلي وسیلو کې تر سره کیدونکی فعالیتونه د ښوونځي چارو سره په مطابقت تر سره کیږي.
- د انټرنیټ کارولو (براوزر) تاریخچه مه ړنګوئ.
- ډیجیټلی وسیلی ځان ته مه پریږدي.
2.3 ښوونځي ته تګ راتګ
- تل د سفر کولو دمخی ډېجېټلي وسیلی په بشپړ ډول بندی کړئ.
- تل ډېجېټلي وسیلی له آب و هوا څخه خوندي ساتئ.
- ډېجېټلي وسیلی باید په موټرو کې پرې نه ښودل شي.
- د ډېجېټلي آلاتو وړلو لپاره خپله کڅوړه یا دواړه لاسونه کاروئ.
- که چیرته کله هم د یو داسې حالت سره مخ شئ چې یو څوک تاسو د ډېجېټلي وسیلی لپاره ګواښي، هغوي ته یې ورکړئ او ښوونځي ته له رارسېدو سره سمدلاسه یو اداری کارکوونکی ته ووایاست.
2.4 لاکر یا المارۍ او د ښوونځی کڅوړه/بیګ
- ډېجېټلي وسیلی باید ستاسو د لاکر یا ښوونځي بیګ کې ونه ساتل شي.
- کتابونه او نور توکي باید د ډېجېټلي وسیلو له پاسه کېنښودل شي.
- ډېجېټلي وسیلی یا آلات باید هیڅکله هم په یوه کڅوړه یا بیګ کې ځان ته یا په خلاص لاکر کې پرېنښودل شي.
2.5 د خوندي ساتلو شرایط
- ډیجیټلی وسیلو ته د ننوتلو (logins) معلومات او یا پاسورډ شریکول د منلو وړ ندي. (استثنا: زده کوونکي کولی شي دا معلومات د خپلو والدینو/سرپرستانو سره شریک کړي.)
- د نورو د ځورولو لپاره د پروګرامونو کارول، جوړول یا توزیع کول، د ویروس راوړل، یا د فایلونو بدلول د منلو وړ ندي.
- هیڅکله هم د پیژندنی وړ شخصی معلومات مه شریکوئ.
3.1 په ښوونځي کې خپله ډېجېټلي وسیله کارول
ډېجېټلي وسیلی له دې لپاره دي چې د هرې ورځې په بهیر کی د ښوونکي د لارښوونې سره وکارول شي. زده کوونکي باید خپلی ډېجېټلي وسیلی ټولو ټولګیو ته له ځانه سره راوړي، پرته له دي که په ځانګړي توګه ورته د خپلو ښوونکو لخوا د نه راوړلو لارښوونه شوي وي.
3.2 د ډېجېټلي وسیلو په کور کې پرېښودل
د ډېجېټلي وسیلی په ښوونځی کی نه درلودل به په ټولګي کی د ګډون نه کولو یا د ښووځی د دندو نه بشپړولو لپاره بهانه نه وي. د هغو زده کوونکو لپاره ممکن امانتي ډېجېټلي وسیلی شتون ونلري چې ښوونځی ته یی د خپلو ډېجېټلي وسیلو راوړل هېر کړي اوسي او یا یې په کور کی په چارج کولو کی پاتی راغلی وي.
3.3 هغه ډېجېټلي وسیلی چی د ترمیم لاندی وي
امانتی ډیجیټلی وسیلی ممکن یوازی هغه زده کوونکو ته ورکړل شي چې هغوی ته ورکړل شوي ډېجېټلي وسیلی د ترمیم لپاره لیږل شوي اوسی.
3.4 په ټولګي کی د ډیجیټلی وسیلی کارول
- ډېجېټلي وسیله په خپل غېږ کی یا د میز دپاسه کیږدئ.
- تل خپل فایلونه د مایکروسافټ 365 په کارولو سره په OneDrive کې خوندي کوئ.
- خپل د ډېجېټلي وسیلی چارجرونه او لېنونه چا ته پور مه ورکوئ.
- د ډېجېټلي وسیلو څخه د لیری تلو په وخت کی یی بندی کړئ.
- د ډېجېټلي وسیلو کارولو په وخت کی د ښوونکي لخوا ورکړل شوې ټولې لارښوونې تعقیب کړئ.
3.5 دهلیزونه
- تل د ډیجیټلی وسیلی وړلو لپاره دواړه لاسونه کاروئ.
- کله چی ډیجیټلی وسیلو سره ګرځی یا تګ کوئ، بند یی ساتئ.
- د ټولګیو د بدلولو دمخی، د ډیجیټلی وسیلو څخه بهر وځئ (Log-off) او بند یی کړئ.
3.6 انځورونه او ویډیوګانې
- ویب کمرې به د ښوونکي د لارښوونې تر لاندې یوازې د تعلیمي موخو لپاره کارول کیږي.
- ویب کمرې د ښوونځي اړوند پروژو لپاره کارول کیدئ شي لکه د ویډیو ثبت کول، د زده کوونکي وینا، د زده کوونکي فعالیت، میوزیکی تمرینونه، یا انځورونه اخیستل.
3.7 غږ، میوزیک، لوبې، یا فلمونه
پرته له دی که د ښوونکي لخوا یی اجازه ورکړل شوي وي، تر کومه چې په ټولګي کې یاست غږ یی باید خاموش وي. په ډېجېټلي وسیله کې ټول مواد (د بیلګې په توګه، میوزیک، لوبې، یا فلمونه) باید مناسب وي، باید په مسؤلانه ډول، او د ښوونکي په اختیار سره وکارول شي.
3.8 پروګرامونه / اپلیکیشنونه
په ډېجېټلي وسیله کې د ذخیره کولو لپاره د محدود ځائ له امله او دا ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې وسیله د ګټی اخیستنی لپاره چمتو ده، زده کوونکي اجازه نه لري چې شخصي اپلیکیشنونه یا شخصي سافټویر/پروګرامونه ډاونلوډ کړي.
3.9 د ډېجېټلي وسیلی ستونزی حل کول:
- کله چې یوه ستونزه راپورته شي، زده کوونکي باید سمدلاسه خپل کار په 365 آفس کې په OneDrive کی خوندي کړي.
- زده کوونکي هڅول کیږي چې لومړی د لاندې اقداماتو په تر سره کولو سره د ستونزې د حل کولو هڅه وکړي:
- ډېجېټلي وسیله له سره بیا چالان کړئ؛
- له ښوونکي څخه مرستته وغواړي؛
- د ستونزې دحل کولو لپاره په ودانۍ کې د ټیکنالوژۍ لارښوونی کوچ (لارښود) (ITC) یا د ټیکنالوژۍ ملاتړ متخصص (TSSPEC) ته لاړ شي.
- د مرستی میز سره اړیکه ټینګه کړئ
4.1 په کور کی د ډیجیټلی وسیلی کارول
4.2 په سمه توګه پاملرنه کول
- په کور کې په بشپړ ډول چارج شوي ډېجېټلي وسیلی هره ورځ ښوونځي ته راوړئ.
- ډېجېټلي وسیلی په میز باندې وساتئ، نه په فرش یا مځکه باندې.
- ډېجېټلي وسیلی، سی ساکټی یا چارجرونه مه بې شکله کوئ یا سټیکرې یا نښی نښانی ورباندې مه لګوئ.
- ډېجېټلي وسیلی د شدید تودوخې یا یخوالي، خواړو یا څښاکو، اوبو یا رطوبت (نمی)، او څارویو څخه خوندي وساتئ.
4.3 د ډیجیټلی وسیلی په کور کی د انټرنیټ لپاره کارول
- د K–12 ټولګیو زده کوونکي اجازه لري چې کور کې د ګټی اخیستنی لپاره خپلو ډېجېټلي وسیلو سره بی سیمه شبکه (وایرلیس نیټورک) وصل کړي. د والدینو/سرپرست څخه یی د نظارت کولو تمه کیږي، کله چی په کور کې د ډېجېټلی وسیلو څخه ګټه اخیستل کیږي. په ښوونځيو کې PWCS د ټېکنالوژۍ د حفاظتي تدابیرو له لارې د انټرنیټ فعالیت فیلټر کوي او ورڅخه نظارت کوي کوم چې د انټرنیټ یا نورو الیکټرونکي ارتباطاتو بڼو د مخنیوي یا فیلټر کولو لپاره کارول کېږي او فیلټر کونه په هغه ټولو توکو او موادو تطبیق کیږي چی د پلی کیدو وړ قوانینو له مخې غیر مناسب ګڼل کېږي. په هر صورت، د PWCS د فیلټر کولو ټېکنالوژي د کور کارولو لپاره ورته حفاظتی تدابیر نه وړاندې کوي.
- خپل ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ که تاسو د کور انټرنیټ کی مرستې ته اړتیا لرئ، د کور لپاره د وړیا انټرنیټ وړاندی کولو مرسته شتون لري.
5.1 خپل فایلونه اداره کول او خپل کار خوندي کول
5.2 د سندونو خوندی کول
زده کوونکي کولی شي د مایکروسافټ آفس 365 په کارولو سره په OneDrive کې خپل کار خوندي کړي، کوم چې په (cloud) انټرنېټ-ولاړه د اړیکو او همکارۍ وسیله ده چې د مایکروسافټ آفس لخوا یې کوربه توب کیږي او د PWCS لخوا اداره کیږي. زده کوونکي کولی شي چی د مایکروسافټ آفس 365 بریښنالیک حساب په کارولو سره اسناد ښوونکو ته یا خپل ځان ته د کاپی په موخه واستوي. د ډېجېټلي وسیلو خرابیدل یا کار نه کول د ښوونځی دندی نه سپارلو لپاره د منلو وړ عذر نه دی.
5.3 چاپ/پرنټ
د PWCS ډېجېټلي وسیلی به د پرنټ یا چاپ کولو وړتیا ونلري. هر هغه سند چې چاپ کولو یا پرنټ کولو ته اړتیا لري، په ښوونځي کی پرنټ کیدی شي یا په کور کې کمپیوټر ته په ننوتلو، بیا د زده کوونکي آفس 365 حساب ته تللو سره، او بیا سند چاپ کولو یا پرنټ کولو لا لاری پرنټ کیدی شي.
6.1 د ډیجیټلی وسیلی په مسٔولانه ډول کارول
6.2 د مسئولیت پیژندلو بیان
لاندې لارښوونې او شرایط د دې لپاره رامنځ ته شوې دي تر څو زده کوونکي او والدین/سرپرستان د PWCS ټېکنالوژي شتمنی کارولو په وخت کی د خپلو مسٔوولیتونو څخه خبر وي. کله چې د PWCS ټیکنالوژۍ وسیلی او د ټیکنالوژۍ نوری سرچینی کاروئ، زده کوونکي او والدین/سرپرست باید په دې سند کې ټاکل شوي لارښودونو او شرایطو، او د ډیجیټلی وسیلې د کارونکی تړون، د PWCS ښوونځي بورډ ټولې د پلی کیدو وړ پالیسۍ او مقرراتو په شمول د 1-295 مقرری، کمپیوټر سیسټمونه او د شبکې خدمتونه - د PWCS د انټرنیټ مسؤلانه کارونه او د خوندیتوب پالیسي،, د زده کوونکو د "چلند قانون," او د ټولګی د پلی کیدو وړ ټولو قواعدو ته غاړه کیږدي، مګر دغو پوری محدود نه دي.
د دغو لارښوونو او شرایطو څخه سرغړونې به د انضباطي اقدام پایلی ولري.
6.3 د والدینو/سرپرست مسئولیتونه
- خپل زده کوونکي سره د هغو ارزښتونو او معیارونو په اړه خبرې وکړئ چې تاسو یی ورڅخه د ډېجېټلي وسیلی د استعمال او پاملرنې او د انټرنېټ د استعمال په تړاو د تعقیبولو تمه لرئ.
- والدین/سرپرستان به د PWCS د مسؤلانه کارونې او انټرنیټ خوندیتوب پالیسي او مقرراتو ته د اطاعت کولو او د PWCS ډیجیټلی وسایلو او شبکې خدماتو کارول په مستقیم ډول د نصاب پورې اړوند دندو لپاره د کارولو مسؤلیت په غاړه ولري.
- د ډېجېټلي آلاتو یا وسیلو کارولو لپاره د والدینو/سرپرستانو څخه د نظارت کولو تمه کیږي. کله چې یو زده کوونکی د ښوونځي د ملکیت څخه لیرې وي نو د ښوونځي ډېوېژن د زده کوونکي د کارونی ټول اړخونه نه شي کنټرول کولئ. زده کوونکي د ورته کړنلارو او لارښوونو تعقیبولو تابع دي کله چی په ښوونځي کې نه وي.
- د والدینو/سرپرست د ملاتړ تر څنګ د خوندي انټرنیټ په اړه لارښوونه کول د PWCS د ټولو ښوونیزو پرسونل مسؤولیت دی کله چی په ښوونځي نه وي. اضافي سرچینې په ډیجیټل تابعیت، د انټرنیټ خوندیتوب او د رسنیو سواد آموزی ویب پاڼې کې موندل کیدای شي.
6.4 د زده کوونکو مسٔولیتونه
- ډېجېټلي وسیلی په مسٔولانه او اخلاقي ډول وکاروئ.
- په 1-295 مقرری "کمپیوټر سیسټمونه او شبکې خدمات- د PWCS د انټرنیټ مسؤلانه کارونه او د خوندیتوب پالیسي," د زده کوونکی چلند قانون" کی لارښوونې تعقیب کړئ.
- ددې پالیسیو او مقرراتو او د PWCS مسؤلانه کارولو او د انټرنیټ خوندیتوب پالیسي څخه سرغړونه ښايي د اصلاحي اقدام، د ټېکنالوژۍ د کارونی د امتیازاتو له لاسه ورکول او د قانون تر لاندې د مجازاتو پایله ولري. د PWCS د کمپیوټرونو، شبکو او انټرنیټ سیسټمونو څخه ګټه پورته کول یو امتیاز دی، نه حق، او هر وخت د ښوونځي ډېوېژن لخوا بېرته اخیستل کېدی شي.
- د ښوونځي ډېوېژن د پروسیجرونو په تعقیبولو سره د ښوونیز کال په پائ کې ډېجېټلی وسیلی بېرته راوګرځوئ/وسپارئ. د دوام داره پروګرامونو لپاره، زده کوونکي به د راتلوونکی ښوونیز کال لپاره هم هغه ډېجېټلی وسیله ترلاسه کوي.
- هیڅ زده کوونکی هم باید په بد نیت سره یا قصداً د ښوونځي ملکیت ته زیان ونه رسوي، خراب نه کړي یا له مینځه وی نسي. په دې کې د کمپیوټر او نورو الیکټرونیکی وسیلو یا آلاتو تخریبول شامل دي. زده کوونکي د ښوونځي بورډ ته د ملکیت خرابولو یا ماتولو او ویجاړولو او یا که د هغه ملکیت په بیرته سپارولو کی پاتی راځی چې د ښوونځي بورډ ملکیت وي یا یې تر کنټرول لاندې وي، د تاوان ورکولو مسٔولیت په غاړه لري. د هغو زده کوونکو پر ضد ممکن اصلاحی اقدام تر سره شي چې د ښوونځي ډېوېژن ملکیت بېرته سپارلو کې پاتی راځی چې په هغې کې ممکن د دغه ډول زده کوونکو د والدینو/سرپرستانو څخه د تاوان اخیستلو لپاره قانوني اقدام هم شامل وي.
6.5 د مایکرو سافټ آفس 365 کارولو پر مهال د زده کوونکي مسئولیتونه
- د Outlook بریښنالیک او OneDrive باید د تعلیمي موخو لپاره وکارول شي.
- په دی ځان پوه کړئ چې د Outlook بریښنالیک او OneDrive د PWCS لخوا څارل کیږي ترڅو د مناسب استعمال ډاډ ترلاسه کړي.
- په دی ځان پوه کړئ چې د Outlook بریښنالیک، OneDrive، او مواد ټول د PWCS ملکیت دی او په هر وخت کې د پلټنی تابع دي.
- که چیرته کوم زده کوونکی په OneDrive کې نامناسب بریښنالیک یا سند ترلاسه کړي، نو ښوونکي باید ژر تر ژره خبر کړل شي.
- د Outlook بریښنالیک او OneDrive باید یوازې د حساب لرونکی لخوا وکارول شي.
7.1 تاوان
والدین/سرپرست/زده کوونکی په 30 ورځو کی دننه د ډېجېټلې آلې تاوان ورکولو یا د هر ډول لګښت/تاوان مسئولیت په غاړه لري که چیرته وسیله/آله:
- بېرته ونه سپارل شي؛
- په قصدي ډول خرابه یا زیانمنه کړل شي؛
- د غفلت له امله ورکه یا زیانمنه شي؛ یا
- ورڅخه غلا شي. په بله ښوونځي ورځ باید د ښوونځي امنیتی افسر ته راپور ورکړل شي.
7.2 د وسیلی اختیاري بیمه
والدین/سرپرستان اوس دا اختیار لري چې د PWCS لخوا د منل شوي شرکت، Securranty څخه په ټیټ لګښت د زده کوونکی د زده کړی وسیلی بیمه وپلوري.
- که چیرته بیمه وپلورل شي، بیمه به د ښوونځي لخوا ورکړل شوي وسیلو لپاره د یو کال پوری د صفر لګښت سره د مات شوي سکرینونو څخه نیولی تر ورک شوي چارجرونو، او ناڅاپي زیانونو پوری د هر څه لپاره د غیر محدود ترمیم یا د پر ځائ کولو لګښت ورکوي. د بیمې لګښت 29.95$ دی، کوم چې د بیمې پرته د ترمیم یا پر ځائ کولو لګښت څخه ممکن په پام وړ توګه ډیر کم وي.
- د پلورلو لپاره Securranty ویب پاڼه وګوری.
8.1 خراب شوي یا ورک شوي ډېجېټلي وسيلی/آیالات
PWCS دا خبره درک کوي چې د زده کوونکو په وسیلو باندی شرطونه یا بندیزونه لګولو سره، د ښوونځي ډېوېژن او والدینو/سرپرست/زده کوونکي دواړو د سرمایې حفاظت کولو ته اړتیا ده. هغه زده کونکي چې د اړتیا وړ ګټی اخیستنی اخوا ډیجیټلی وسیله (د بیلګې په توګه، ټابلیټ، لیپ ټاپ) ورک کړي یا خرابه کړي او د ډیجیټلی وسیلې بیمه نلري، ممکن ورڅخه وغوښتل شي چی د ښوونځي مالي مامور ته یی تاوان ورکړي. لومړیتوب به هغو زده کوونکو ته ورکړل کیږي چې کورنۍ یې له مالي ستونزو سره مخ دي. لاندې ذکر شوي د ډیجیټلی وسیلی د عمر پر اساس د ډیجیټلی وسیلی د تاوان ورکولو لګښتونه دي.
ډیجیټلی وسیله – 11“ لیپ ټاپ کمپیوټر
- تر یو کال پوری 448$
- د یو او دوو کالو ترمنځ 336$
- د دوو او دریو کالو تر منځ 224$
- د دریو او څلورو کالو تر منځ 112$
ډیجیټلی وسیله – 14“ لیپ ټاپ کمپیوټر
- تر یو کال پوری 526$
- د یو او دوو کالو ترمنځ 395$
- د دوو او دریو کالو تر منځ 263$
- د دریو او څلورو کالو تر منځ 132$
ډیجیټلی وسیله - iPad
- تر یو کال پوری 263$
- د یو او دوو کالو ترمنځ 197$
- د دوو او دریو کالو تر منځ 132$
- د دریو او څلورو کالو تر منځ 66$
د iPad کی بورډ پوښ: 120$
iPad پاک پوښ: 70$
د ورک شوي یا خراب شوي چارجرونو تاوان ورکولو اوسني یا تازه لګښت لپاره خپل د زده کوونکي ښوونځي کې د مالي متخصص سره اړیکه ټینګه کړئ.