په وروستی ځل د کتلو نیټه: ۱۷ فبروری، ۲۰۲۶
بشری سرچینې
مقرره ۳-۵۰۷
د هغو کارکوونکو پر وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو حل چې د ټایټل IX لخوا منع شوي دي
موخه: د ۱۹۷۲ کال د ښوونې او روزنې د تعدیلاتو قانون (ټایٔټل IX) او د ښوونځي بورډ د ۵۰۷ پالیسي، "په کاري چاپیریال کې تبعیض او ځورونه،" د جنسیت په شمول د جنسیتي هویت او جنسي تمایل پر بنسټ، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د کارکوونکو لخوا یا د هغوی په وړاندې هر ډول ځورونه منع کوي.. دا مقرره د ټایټل IX محافظتونو/خوندیتوبونو په اړه خبرتیا وړاندې کوي؛ د کارکوونکو پر وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو د راپور ورکولو او هغو ته د غبرګون ښودلو طرزالعملونه؛ او د ټایټل IX د شکایتونو د څیړلو پروسه چې د هغو رسمي شکایتونو د حل لپاره کارول کیږي چې د ټایټل IX د تعریف سره سم د جنسیت پر بنسټ ځورونه ("د ټایټل IX جنسي ځورونه") پکې مطرح شوې وي
کله چې کارکوونکي، زده کونکي یا نور هغه اشخاص چې د PWCS په تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې برخه اخلي یا د ګډون هڅه کوي، ادعا وکړي چې دوی د یو کارکوونکۍ یا د PWCS تر کنټرول لاندې د یو بالغ کس لخوا د جنسیت پر بنسټ له ځورونې سره مخ شوي دي، د دی تور په اړه باید د هغو طرزالعملونو سره سم چې په دې مقرره کې بیان شوي، د ټایټل IX کوردیناتور ته راپور ورکړل شي. هغه تورونه چې پکی یو زده کونکي د جنسیت پر بنسټ د یو کارکوونکی، بل زده کونکي یا بل هر هغه چا پر وړاندې چې د PWCS په تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې ګډون کوي، یا د ګډون هڅه کوي، ځورونه کړې وي، باید د ۱-۷۳۸ مقررې "د هغو کارکوونکو پر وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو حل چې د ټایټل IX لخوا منع شوي دي” سره په مطابق حل شي.
د مساواتو څانګی عمومی رئیس (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او هر ډول اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلونونه رامنځ ته شي.
1په دې مقرره کې ذکر شوي کړنلاري/پروسیجرونه د جنسي ځورونی په هغو شکایتونو باندی د پلی کیدو وړ دي چې د متحده ایالاتو د ښوونی او روزنی وزارت د ملکي حقونو د دفتر لخوا د وړاندی شوي لارښوونو سره په مطابقت د ادعا په توګه په ۱۴م اګست ۲۰۲۰ یا له هغی وروسته رامنځ ته شوي وي. د جنسي ځورونې هغه شکایتونه چې له یادې نیټې مخکې رامنځته کیږي، د هغو لارښوونو له مخې څیړل کیدی شي چې د ادعا شوي جرم په وخت کې نافذ وو.
2 د ټائټل IX د شکایتونو د څېړلو په پروسه کې د یو سلاکار د شتون په اړه حقونه او محدودیتونه په ۳-۵۰۶ مقرره "د کارکوونکو حقونه"؛ ۱-۵۰۷ مقرره "په کاري چاپیریال کې د تبعیض او ځورونې د شکایتونو طرزالعملونه"؛ او او ۵-۵۶۱ مقرره "د ښوونځي د چارواکو او کارکوونکو په وړاندې د تبعیض او شکایتونو پرته نور شکایتونه" کې د خاموش شاهد د شتون پر حقونو لومړیتوب لري.