کتاب:                                                                    پالیسۍ او مقررات
برخه:                                                                    400 - ملاتړی خدمتونه
عنوان:                                                                 پالیسی- په بیړنی حالت کی د ښوونځی تړل -  زده کوونکو رخصتول او کارکوونکو حاضری
کوډ:                                                                       04-404
حالت:                                                                   فعال
تصویب شوۍ:                                                28 اکتوبر، کال 1975
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو نیټه:         30 نومبر, 2021
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی:                       11 سپټمبر، 2019

پالیسي: ‎404.04

په بیړني حالت کې تړل - د زده‎‌کوونکي رخصتول او د کارکوونکي حاضرې‎ ‎

کله چې، د څانګې مشر (سوپرنټنډنټ) په قضاوت کې، داسې حالات موجود وي چې د زده‎‌کوونکو او کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب ته زیان رسوي، سوپرنټنډنټ باید مناسب اقدام وکړي. په دغو اقداماتو کې لاندې موارد شاملېږي:

  1. د ښوونځيو د پرانیستلو ځنډول؛
  2. له ښوونځي څخه د زده‎‌کوونکو مخکې ایستل؛
  3. د ټولې ورځې لپاره د ښوونځي تړل؛ یا
  4. د زده کوونکو او کارمندانو روغتیا او خوندیتوب لپاره د نورو اړینو اقداماتو ترسره کول.

د دغو اقداماتو په سببونو کې د اقلیم شدید حالات، د برېښنا تلل، نامناسبه هوا او نور ورته حالات شاملېږي. له پورتنیو اقداماتو څخه د هر یوه د کولو په صورت کې، مشر یا سرپرست باید د زده‎‌کوونکو د ټرانسپورټ په سیستم کې مناسب تنظیمات راولي او له کارکوونکو، زده‎‌کوونکو، والدینو او په ټوله کې له ټولنې سره د اړینو معلوماتو په اړه خبرې اترې وکړي.

په انفرادې ښوونځیو کې د خطرناکو حالاتو په صورت کې، مدیران باید د زده کوونکو او کارمندانو روغتیا او خوندیتوب خوندي کولو لپاره اړین اقدام وکړي.

لوړپوړی عملیاتي افسر، د همکار کچې رئیسان( Level Associate Superintendent) ، د اطلاعاتو مدیر او بشري سرچینو مدیر (یا ټاکل شوي کسان) د دغې پالیسۍ د پلي کولو او څارلو مسولیت لري.

دغه پالیسي او نور اړوند مقررات باید لږ تر لږه په پینځو کالو کې یو ځل وکتل شي او که اړتیا وه، تجدید نظر دې پرې وشي.