کتاب                                                    پالیسۍ او مقررات
برخه                                                     700 - زده کوونکي
عنوان                                                 پالیسی - د والدینو لخوا په کور دننه لارښوونې او په کور دننه د لارښوونی تر لاسه کوونکو او د خصوصي ښوونځي زده کوونکو جزوي نوم لیکنه
کوډ                                                     722
حالت                                                  فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ           2 جون, 2004
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه       24 اکتوبر, 2018


زده کوونکي

پالیسی نمبر 722

د والدینو لخوا په کور دننه لارښوونې او

په کور دننه د لارښوونی تر لاسه کوونکو او د خصوصي ښوونځي زده کوونکو جزوي نوم لیکنه 

 

کله چې د ویرجینیا کوډ 254.1-22.1 § شرایط پوره کړل شي، د ویرجینیا د دولت مشترکه پالیسۍ تر لاندی د والدینو/سرپرستانو لخوا په خپل کور کې د ماشومانو لارښوونې، د زده کړې یوه بله د منلو وړ بدیله لار ده. په کور دننه لارښوونې تر لاسه کوونکی او د خصوصي ښوونځيو هغه وړ زده کوونکي چې په پرنس ویلیم کاونټي کې اوسیږي، هغوي کولئ شي په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې د منځني او عالي ښوونځي په کچه په هر سمستر کی دوه کریډیټ لرونکي کورسونو لپاره نوم لیکنه تر سره کړي او په غیر ویرجینیا عالي ښوونځی لیګ غیر نصابي فعالیتونو کی د ګډون کولو لپاره وړ دي. هغه زده کوونکي چې پر زد یی انضباطي اقدام پاتې یا زیر التوا دۍ، یا چې د اوږدې مودې لپاره د کوم ښوونځی څخه ځنډول شوي یا شړل شوي دي او په کور دننه لارښوونې تر لاسه کوي، په PWCS کې د جزوي نوم لیکنې یا د PWCS غیر نصابي فعالیتونو کې د ګډون کولو لپاره وړ نه دي.

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.