کتاب                                                                 پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                  700 - زده کوونکي
عنوان                                                               پالیسی - د زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط
کوډ                                                                   743
حالت                                                                فعال
تصویب شوۍ                                              26 اپریل، 2017
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                    18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                     4 مارچ، 2020


زده کوونکي

پالیسی نمبر 743

د زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط

دا د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ پالیسي ده چې د زده کوونکو، کارکوونکو او د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او امنیت خوندي کړي، او په هغو زده کوونکو باندي د انضباطی پایلی پلي کولو سره د زده کړې پروسې بشپړتیا ډاډمنه کړي د کومو زده کوونکو چلند چی لارښوونی یا د ښوونځي چاری ګډوډوي او نور زده کوونکي د خپلو تعلیمي ګټو څخه بې برخې کوي، یا د چا چلند چی د نورو زده کوونکو او کارکوونکو روغتیا، خوندیتوب او هوساینې باندې ناوړه اغیزه لري. هغه زده کوونکي چې چلند یې د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ له پالیسیو او مقرراتو څخه، یا د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) "د چلند قانون" څخه سرغړونه په ډاګه کوي یا په بل ډول د ښوونځي په منظم جارو یا د نورو زده کوونکو په روغتیا او هوساینی باندې منفي اغیزه لري، د نورو زده کوونکو څخه سرچینې لیری کوي، او له همدې امله د PWCS تعلیمي چاری د خنډ سره مخ کوي. د ښوونځي پازوالان یا اداره کوونکی واک لري چې په دغه ډول زده کوونکو باندې انضباطي پایلی تحمیل کړي، تر دی سپارښتنی پوری او په شمول د دی چی زده کوونکی دی وځنډول شي یا د ښوونځي له حاضري څخه وو ایستل شي.

ټول انضباطي تدابیر باید د هر زده کوونکي ځانګړي حالت په پام کې ونیسي، پشمول د هغه عواملو چې د ویرجینیا کوډ (سی) 277.06-22.1§ کی په ډاګه شوي دي. کله چی امکان ولري او مناسب وي، PWCS باید د هغه زده کوونکو لپاره د زده کړې بدیل فرصتونه برابر کړي چې د تعلیق او اخراج تابع وي.

د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه باید د ښوونځی ډیويژن د جدی انضباطی سرغړونو په اړه معلومات کوردینه کړي لکه څرنګ چی په 745 پالیسی, “د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول یا اخراج، بیاځلی داخلول، او اخراج /نوم لیکنه”; 745-1 مقرره, “اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج”; او 745-2 مقرره, “د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط”; 745-3, “د اوړي ښوونځی زده کوونکو ډسپلین/نظم و ضبط ”; 745-4, “د زده کوونکو د اخراج د اپیل یا استیناف لپاره د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې کړنلارې”; 745-5, “بیاځلی داخلیدل او اخراجونه / داخلې”; 745-6, “د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې تعلیق او اخراج غوښتنه”; او پالیسی 747 “د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه” او 747-1 مقرره, “د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه(SMAPD).” کی ذکر شوي دي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.