کتاب                                                                 پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                 700 - زده کوونکي
عنوان                                                               پالیسی- د زده کوونکی ګډوډونکی چلند - د فیزکی بندیز او جلاوالی څخه کار اخیستل
کوډ                                                                   746
حالت                                                                فعال
تصویب شوۍ                                              6 اکتوبر، 2010
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                    18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                    27 مارچ, 2019; 24 فیبروری, 2022


زده کوونکي

پالیسی نمبر 746

د زده کوونکی ګډوډونکی چلند – د فیزکی بندیز او جلاوالی څخه کار اخیستل

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ دا درک کوي چی د زده کوونکو او کارکوونکو خوندیتوب ساتلو، د ښوونځي ملکیت د ویجاړیدو مخه نیولو، او د ټولو زده کوونکو لپاره د زده کړې اغیزمن، غیر ګډوډونکی چاپیریال ساتلو لپاره باید د زده کوونکو تیری کوونکی او د تاوتریخوالی چلند اداره شي کوم چی په بیړنی حالتونو کی په ښوونځیو کی رامنځ ته کیږي. د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي باید د زده کوونکو او کارکوونکو د حقونو او محافظت انډول یا بیلانس کولو لپاره مناسب اقدامات تر سره کړي، او دا ډاډ رامنځ ته کړي چې په داسی شرایطو کی د زده کوونکي سره په وقار، درناوي او ځانګړي پاملرنې چلند کیږي.

د ډیویژن سپرانټنډنټ باید داسی مقررات خپل او پلي کړي چې په بیړني حالت کې د زده کوونکي تیري کونکي او د تاوتریخوالی رامنځ ته کوونکی چلند ته د ځواب ویلو لپاره د کارکوونکو لخوا د تعقیبولو لپاره پروسې او طرزالعملونه په ګوته کړي کله چې ځانګړې مداخله اړینه وي، داسی مقررات باید په دغه ډول حالاتو کی د زده کوونکو د فزیکي محدودیت/بندیز او جلاوالی لپاره مناسب لارښوونې ولري. دا ډول مقررات باید دا ډاډ هم رامنځ ته کړي چې هغه پیښې چې ورته مداخلی ته اړتیا لري باید په سمه توګه مستند، ثبت، او په اړه یی د ښوونځي مربوطه چارواکو او والدینو ته راپور ورکړل شي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو د خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او اړوند مقررات به په کال کی یو ځل کتل کیږي او د اړتیا پر اساس به پکی بدلونونه رامنځ ته کیږي.


قانوني حوالی