کتاب: پالیسۍ او مقررات
برخه: 700 - زده کوونکي
عنوان: پالیسی - هغه زده کوونکي چی بې کوره کیده تجربه کوي
کوډ: 718
حالت: فعال
تصویب شوۍ: 2 اپریل، کال 2003
په وروستی ځل د کتلو نیټه: 12 سپټمبر، کال 2018



زده کوونکي

پالیسی نمبر718

هغه زده کوونکي چی بې کوره کیده تجربه کوي 

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي به د 2001 د مک کینی-وینٹو (McKinney-Vento) د بې کوره کیدو مرستې قانون احکامو ته غاړه ایږدي، لکه څرنګ چې د "هر زده کوونکي بریالی کیږي" قانون، د عنوان IX، لومړی برخی لخوا بیاځلی تایید شوي ده، او د بې کوری سره مخ ماشومانو او ځوانانو ته بشپړ او مساوي تعلیم ته د لاسرسي ډاډ رامنځ ته کوي. ماشومان او ځوانان باید سمدستي په ښوونځيو کې شامل شي او د ترانسپورت خدماتو، تعلیمي خدماتو، او خواړو په شمول دی ورته د ښوونځي د خواړو پروګرامونو له لارې د هغه زده کوونکو په څیر مساوي خدمات وړاندې شی څوک چی کورونه لري.

د زده کوونکو د زده کړې او حساب ورکولو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس دی پکی بدلون رامنځ ته شي.

 


قانوني حوالي