کتاب پالیسۍ او مقررات
برخه 700 - زده کوونکي
عنوان پالیسی- وسلی او نور منع شوي توکي
کوډ 775
حالت فعال
تصویب شوۍ 20 سپټمبر، کال 1976
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو نیټه 18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی 12 جون، کال 2019
زده کوونکي
پالیسی نمبر 775
وسلې او نور منع شوي توکي
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو په ملکیت کې، د ښوونځي په فعالیتونو کې یا ښوونځي ته د تګ راتګ په وخت کی د ګولی ویشتونکي وسلو یا د کوم بل ډول وسلو درلودل که هغه اصلي وی یا ورسره ورته والی لري، منع دي او هر کس چی پکی ښکیل وي، د اخراج په شمول به د انضباطي اقدام سره مخ کیږي. هغه زده کوونکي چې د دې پالیسۍ څخه سرغړونه کوي ممکن د نورو قانوني او انضباطي عمل سره مخ شي لکه څنګه چې د ویرجینیا کوډ لخوا مشخص شوي دي.
د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.