کتاب                                                            پالیسۍ او مقررات
برخه                                                             700 - زده کوونکي
عنوان                                                          پالیسی - د اوږدې مودې لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج، بیاځلی داخلیدل، او اخراج / داخله
کوډ                                                              745
حالت                                                           فعال
تصویب شوۍ                                         23 جون، کال 1999
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه               27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                27 مارچ، کال 2019; 4 مارچ، کال 2020; 19 نومبر، 2021

 

زده کوونکي

پالیسی نمبر 745

د اوږدې مودې لپاره د زده کوونکو ځنډونه یا اخراج، بیاځلی داخلیدل، او اخراج / داخله

د ښوونځي اداره کوونکی/پازوال دا صلاحیت لري چې د زده کوونکو مدیریت او د بدیل پروګرامونو څانګې (SMAPD) ​​ته د لا زیات انضباطي اقدام لپاره د سپارښتنو/سفارشونو په شمول، په زده کوونکو باندې انضباطي پایلې تحمیل کړي، چې ممکن د اوږدې مودې لپاره د ځنډونی یا د ښوونځي بورډ ته د اخراج لپاره د سپارښتنې پایله ولري. د SMAPD لخوا د دی موندنی پر اساس چې زده کوونکي د ښوونځي ډیویژن نورو زده کوونکو یا کارکوونکو ته خطر وړاندی کوي، زده کوونکي ممکن په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې له ګډون کولو څخه هم وو ایستل شي یا محروم شي که چیرته هغوي په غیر دودیز تعلیمي پروګرام کې ځای په ځای شوي اوسی یا له کوم بل عامه یا خصوصي ښوونځي څخه د 30 ورځو څخه ډیر وخت لپاره اخراج یا ځنډول شوي اوسی.

زده کوونکي ممکن هم د دغه دلیل لپاره د ښوونځی حاضری څخه د اوږدې مودې لپاره وځنډول شي یا وو ایستل شي، په شمول مګر دغو پوری محدود نه دي، د ښوونځی بورډ د پالیسو او مقرراتو څخه د سرغړونکی چلند او د هغه سرغړونو لپاره چی د PWCS په "چلند کوډ یا قانون" کی لنډیز شوي دي. د "چلند کوډ" کوم چې هر کال زده کوونکو او د هغوي والدینو/سرپرستانو ته وړاندی کیږي، او د ښوونځي بورډ پالیسۍ او مقررات د ښوونځي ډیویژن په ویب پاڼه کې هم خپاره کیږي او د ښوونځی مدیر ته په وړاندیز کولو سره د هارډ کاپي (فیزکی یا کاغذی کاپی) له لاری شتون لري. هغه طرزالعملونه چې د اوږدې مودې لپاره ځنډونه/تعلیق او اخراج اداره کوي په 745-1 مقرری, “د اوږدی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډونه/تعلیق یا اخراج”; 745-3 مقرره, “د اوړی ښوونځي زده کوونکو نظم/ډسپلین”; 745-4 مقرری, “ د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ د انضباطي کمیټې کړنلارې”; 745-6 مقرری, “د اوږدې مودې تعلیق او اخراج لپاره د ښوونځي بورډ ته استیناف/اپیل”; او 747-1 مقرری، “د زده کوونکو د مدیریت او د بدیل پروګرامونو څانګه (SMAPD)” کې په ډاګه شوي دي.

د اوږدې مودې لپاره هغه ځنډونی/تعلیق او اخراج چې معلولیت لرونکي زده کونکي پکې شامل وي، هم د 745-2 مقرری, “د معلولیت لرونکو زده کونکو نظم/ډسپلین” لخوا اداره کیږي. هغه طرزالعملونه یا کړنلاری چې د زده کوونکو بیاخلی داخلیدل او اخراج / داخلیدل اداره کوي په 745-5 مقرری, “بیاځلی داخلیدل او اخراج/داخلیدل” کی په ډاګه شوي دي.

SMAPD باید د ښوونځي ډیویژن د جدي انضباطي سرغړونو مدیریت پشمول د اوږدې مودې ځنډونی، د اخراج لپاره سپارښتنی/سفارشونه، بیاځلی داخلیدنی، او د انضباطي سوابقو سره د زده کونکو اخراج/داخلیدل کوردینه کړي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.