کتاب                                                                 پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                  700 - زده کوونکي
عنوان                                                               پالیسی- د لنډي مودی لپاره د زده کوونکو تعلیق/ځنډونه
کوډ                                                                    744
حالت                                                                 فعال
تصویب شوۍ                                               23 جون، کال 1999
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                      27 جون, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                       25 اپریل، 2017؛ 4 مارچ، 2020


زده کوونکي

پالیسی نمبر 744

د لنډي مودی لپاره د زده کوونکو تعلیق/ځنډونه

د ښوونځی مدیران دا واک لري چې په زده کوونکو باندې د نظم و ضبط پایلی تحمیل کړي پشمول د دی سپارښتنی چی زده کوونکی دی د لاندی ذکر شویو کړنو یا عملونو لپاره د ښوونځی د حاضری څخه د لنډی مودی لپاره ( د یوی ورځی څخه تر لسو ورځو پوری) وځنډل شي، د هغه عمل یا کړنی لپاره چې د K-12 تعلیمي چاپیریال سره مطابقت نلري، په ځانګړي توګه د هغه کړنی یا عمل لپاره چی د پرنس ویلیم کاونټی د ښوونځی بورډ د پالیسو او مقرراتو ، د آیالت او فډرال یا مرکزی حکومت قانون د ځینې احکامو څخه سرغړونه په ډاګه کوي، د هغه سرغړونو لپاره چی د "چلند قانون" کې لنډیز شوي دي، یا نورو عملونو یا کړنو لپاره وځنډول شي چې د ښوونځي په چارو، یا د زده کوونکو، کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت په روغتیا، خوندیتوب، امنیت باندې یا د نورو زده کوونکو په تعلیمي فرصتونو باندی منفي اغیزه لري. د پری سکول څخه تر دریم ټولګي پورې زده کوونکي باید په لنډمهاله توګه د ښوونځي د دریو ورځو څخه زیات ورځو لپاره ونه ځنډول شي، پرته له دې که په سرغړونه کی فزیکي زیان یا نورو ته د فزیکي زیان رسولو معتبر ګواښ شامل وي، یا کله چی لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ د سپرانټینډنټ د استازی په توګه د دندی تر سره کولو په وخت کی دا ومومي چی ناوړه یا سخت حالات شتون لري، لکه څرنګ چې د ویرجینیا د پوهنې او روزنی څانګی لخوا تعریف شوي دي او په 744-1 مقرره, “د لنډی مودی لپاره د زده کوونکو ځنډول” کی یی حواله ورکړل شوي ده.

هغه تګلاری چی د لنډی مودی لپاره د زده کوونکو تعلیق/ځنډونی او د لنډی مودی ځنډونو اپیلونه/استیناف اداره کوي، په 1-744 مقرری "لنډی مودی لپاره د زده کوونکو تعلیق/ځنډونه" کې په ډاګه شوي دي. هغه ځنډونی چې معلولیت لرونکي زده کونکي پکې ښکیل وي هم په 745-2 مقرره, “د معلولیت لرونکی زده کوونکو نظم و ضبط/ډسپلین” کی د تګلارو لخوا اداره کیږي.

د زده کوونکو د خدمتونو یا چارو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازي) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.


§