کتاب                                                    پالیسۍ او مقررات
برخه                                                     700 - زده کوونکي
عنوان                                                  پالیسی - د تبادله کوونکو زده کوونکو داخله
کوډ                                                      713
حالت                                                   فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ           3 اګسټ, 1977
د بیاځلی کتلو وروستی نیټه       22 فبروری, 2017


زده کوونکي

پالیسی 713

د تبادله کوونکو زده کوونکو داخله

  

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ د زده کوونکو د تبادلې کولو پروګرام ملاتړ کوي دا چې زده کوونکو او ټولنو ته له کلتوری پلوه ګټور دي. د تبادله کوونکو زده کوونکو داخله به یوازی د تبادلی سازمانونو هغه زده کوونکو پوری محدود وي کوم چې د هغه لارښوونو سره په مطابقت وي چی د نړیوال تعلیمي سفر لپاره د معیارونو شورا (CSIET) لخوا خپل شوي وي.

د زده کوونکو د تبادلې په پروګرام کې د ګډون کولو لپاره غوښتنلیک باید د ګډون کونکي زده کوونکي د تبادلې سازمان/تنظیم او کوربه کورنۍ لخوا په مناسبه موده کې مربوطه ښوونځی ته وسپارل شي لکه څرنګ چی په 1-713 مقرره، "د زده کونکو د تبادلې پروګرام" کې بیان شوي دي.

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

د زده کوونکو د زده کړې او احتساب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) په 2020 کال کی د دې پالیسۍ د بیاځلی کتلو مسؤلیت په غاړه لري.